تبجنه دښته د زرګونو انسانانو د لوږې، ناروغۍ، ژړا او بې وسۍ د داستانونو شاهده ده، ډبرې لمر ويلوي، بوټي او واښه له تندې مري او حيوانات د انسانانو په برخليک اخته دي. ماشومان هرې خواته منډي وهي. څوک تندي اخيستي، څوک لوږې، څوک ګرمۍ پسې اخيستي او څوک په کور کې د وژل شويو مېندو پلرونو غوښې او هډوکي ور يادوي. د بشريت يو تت تصوير د خوست ګوربزو د غرونو په يوه پراخه تبجنه لمنه کې ګورم.
زرګونه کاله وړاندې ژوند، له زرګونه محروميتونو سره مل ژوند، د زرګونه بې وسيو انډيوال ژوند… دا هر څه دلته د وزيرستان د کډوالو په ژوند کې انځور شوي دي.
د خوست د ګوربزو غرونه د نږدې سل زره وزيرو کډوالو پناه ځای دی. د خوست ځمکه له يو عظيم امتحان سره مخامخ ده، هغه امتحان چې د يونس عليه السلام کب ورسره مخامخ و، د ابراهيم عليه السلام اور او د نوح عليه السلام بېړۍ… هغه هم انسانان وو، د بشر له ناکردو زړونه تنګي وو. په هغو زمانو زرګونه کاله واوښتل او نور به هم پسې اوړي، خو انسان نه پيغمبرانو انسان کړ او نه الهي ارشاداتو. انسان مدنيت اوج ته ورساوه، خو لا هم د زوال له کندو نه دی را ختلی. بشر د بشريت په دعوه سپوږمۍ هم خبره کړه، خو لا هم د قابيل او هابيل د داستان تکرار کوي.
د خوست په اور ورينه ځمکه نن د وزيرستان تنکي ماشومان ويلي کېږي، په يوه ټکنه غرمه باندې د تنکيو ماشومانو وجودونه اوبه کېږي او له يو دوزخه تښتېدلی انسان د بې وسيو او دردونو په يو بل دوزخ کې سوځي.
يو ځوان ماشوم له ښي مټه نيولی او په بې وسه ژبه يې کيسه بيانوي: دا هغه ماشوم دی، چې پلار يې په سعودي کې مسافري کوي، مور او کور يې په جنګ کې ايسار او دی له يو بل ماشوم ورور سره دلته راغلی، هېڅ هم نه لري، ورځ او شپه په ژړاګانو تېروي.
بل بوډا د يوې ټيټې ونې سيوري ته لاس تر زنې ناست دی، بوډا د وزيرستان د تېر سل کلن تاريخ داستان دی، د انګريز د جنګونو ژوندی تاريخ، د پاکستان د زېږېدو ژوندی تاريخ او د پنجاب د ظلم او شيطاني دسيسو ژوندی تاريخ… دا د ياداښتونو ستره خزانه، د غيرتونو او عظمتونو دنګه سردره نن د يوې ټيټې ونې سيوري ته خم دی. د غربت او فقر په يوه لويه دښته کې اضطراب په مخه کړی او د اندېښنو په يو بې ساحله درياب کې غوپې وهي.
بوډا ته به د وزيرستان د غيرتمنو مشرانو داستانونه مخې، مخې ته کېږي. بوډا ته به د درنښت او سپېڅلتوب ټول حدونه مخ ته ولاړ وي، چې په خپل تاريخ کې يې لرل، خو نن له خپل دياره لرې، په يوه سپېره بې ونو او بې اوبو دښته کې تنها پاتې دی. نه يې حجره شته، نه دسترخوان. نه يې مېلمه شته، نه يې ننګ ته پلمه…
ها خوا دښته له بېوزلو ډکه ده، مېندې او ماشومان په يو بدحالت کې ژوند لري، نه اوبه شته، نه درمل شته، نه د ناستې او ولاړې ځای شته.
يو شمېر خېمې د UNICEF ليدل کېږي او يو شمېر نورې مرستندويې ډلې هم د سروې لپاره سيمې ته راغلې دي، خو تر ټولو لويه قرباني د خوست غيرتمنو خلکو ورکړه.
بې ځايه شويو ته يې د خوراک و پوښاک نږدې ټول وسايل له خپلو کورونو څخه راوړي دي.
غيرتمن خوستيان
يعقوب که په يوسف پسې شو ړوند عجيبه نه ده
کيسه کوه د هغو چې ولس پسې ړندېږي
ارواښاد استاد پسرلی
د خوست اوسېدونکي د وزيرستان له ځپليو سره په هر درد کې شريک شول، دوی داسې روحيه خپره کړه، چې افغانان هم د نورې نړۍ د خواخوږو په څېر د مينې، عاطفې او مرستې فکر لري او له يوې فاجعې څخه د انسان د ژغورنې فکر دلته هم شته.
هغه فرهنګ نور هېرېدونکی دی، چې قاتل ته به غيرتي ويل کېده، غل غدوی به يې زړور باله او تر ټول بد انسان به تر ټولو ښه بلل کېده.
د خوست اوسېدونکو وښودله، چې غيرت څه ته وايي؟! د وزيرستان د زرګونه بې ځايه شويو لپاره يې په کورونو کې ډوډۍ راټولې کړې، جامې يې راټولې کړې، د سون، خوراک، پوښاک او د ژوند د ټولو اړينو وسايلو راټولولو ته يې ملاوې وتړلې.
د وزيرستان د کډوالو کمپ ته څېرمه د يو تبليغي کور دی، چې لوی مېلمستون لري. په دې مېلمستون کې د خوست د ماشومانو، ښځو، نارينه وو هر ډول جامې راټولې شوې دي. د خوراک ټول وسايل په همدې کور کې ليدل کېږي. دېګونه، پيالې، چای جوښونه، چاينکونه، پطنوسونه، غوري، قاشوغې او هر څه په بوجيو کې را ټول شوي دي او د وزيرو د ملاتړ او همکاري په نيت ځای پر ځای شوي دي.
د مېلمستون په انګړ کې د اوبو راوړلو هغه سلګونه بوشکې او سطلونه هم پراته دي، چې له کليو او کورونو څخه راټول شوي دي.
وړه، وريجې، لوبيا او د نورو خوراکي توکيو پرېمانه بوجۍ هم ليدل کېږي.
د بې ځايه شويو وزيرو په کمپ کې يو خوستی ځوان له بل يوه سره بحث کوي: وروره! دې ته مهاجر مه وايه، دا زموږ خپل وروڼه دي، د يو وجود غوښې يو، بايد سره بېل ونه بلل شو، دې کورونو ته بايد يوازې بې ځايه شوي وويل شي.
دې ځوان په غوسه ناک اندازه خپل ملګري ته قناعت ورکړ، چې د وزيرستان ځپلي مهاجر نه؛ بلکې بې ځايه شوي افغانان او زموږ وروڼه دي.
د خوست د قرباني ورکوونکو اوسېدونکو چلند او مرستوته په کتو افغان ولس تر هر چا زيات د رحم او عاطفې لرونکي دي.
درې، څلور تنه نور خوستيان د يوې ژورې څاه پر کېندلو لګيا دي او په دې وياړي، چې له خپلو ځپل شويو وروڼو سره د مرستې په پار ستړي کېږي. دوی نه ستړي کېږي او تر هغه به کار کوي، چې د وزيرستان تږيو کډوالو ته يې يخې اوبه نه وي رسولې.
بل لوری يو سوداګر ژمنه کړې، چې هره ورځ به زرګونه کيلو ګرامه يخ د بې ځايه شويو کمپ ته رسوي. د ګوربزو ولسوال ته يو کس تليفون کوي، چې وروره يو لارۍ وړه مې درته ولېږل، چا ته مې مه معرفي کوه، زما له خوا همدا مرسته وشوه. يو بل سوداګر وايي، زه به د درملو مرسته وکړم، بل په دې وياړي، چې روژه ماتی به ورته برابروي.
يو شمېر نور خوستيان په دې فکر کې دي، چې څنګه به له ځپل شويو وزيرو سره مرستې دوامداره کړي. څوک يې له فيسبوک پاڼې د خير ښېګڼې اعلانونه کوي، څوک له سيمه يزو راډيوګانو او ځينې يې په دوکانونو سر دي، د وس برابر مرسته راټولوي.
دا ټول هغه څه دي، چې د خوست د اوسېدونکو د سترې حوصلې، انساني عاطفې، غيرت او ننګ ښکارندويي کوي. ژوندي دې وي د خوست غيرتمن خلک.
د روژې مبارکه مياشت او د مرستو مستحقين
ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چا سره
سل پتنګان سوزي د يوې شمعې رڼا سره
داسې بې غمي دې خدای په هېڅ ځای کې پيدا نه کړي
يو کور کې چې غم وي او بل خاندي له ليلا سره
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت
روژه مبارکه د رحمت، برکت او مغفرت مياشت بلل شوې، خو دا رحمتونه، برکتونه او بښنې بې د الله ج تعالی له رضا څخه نه حاصلېږي، د عباداتو او مغفرتونو تر څنګ بايد د مسلمانانو د خير ښېګڼې لارې هم ولټول شي او له خپلو بدبختيو څخه د نجات په خاطر هم بايد هلې ځلې وشي.
اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول پښتانه له بې حده ناورينونو او بدبختيو سره غاړه غړۍ دي او له دې بدبختيو څخه تر هغو خلاصون او نجات نشته، تر څو چې خپله له دې بدبختيو د خلاصون لاره ونه لټوي.
له بدبختيو د خلاصون لاره دا ده، چې يو د بل په درد دردمن شو، له يو بل سره د احتياجيو په وخت مرسته وکړو او د خپل شريک اور د وژلو هڅه وکړو.
بل دا چې د روژې مبارکه مياشت ده نو د دې مياشتې په خاطر هم بايد مسلمانانو او په ځانګړي ډول پښتانه نهايي ګټه پورته کړي او د عبادتونو تر څنګ د خپلو اورونو د وژلو، يو بل ته د خير رسولو نهايي هڅه وکړي.
ترمذي يو حديث شريف را اخيستی. د ابوهريره رض څخه روايت دی، چې پيغمبر ص وفرمايل؛ ستا خالق ج وايي، د هرې نيکۍ بدله له لسو تر اوه سوه پورې ورکول کېږي. الله تعالی فرمايي، چې روژه زما لپاره نيول شوې ده او بنده ته به يې زه ثواب ورکوم. دا روژه له اور څخه د ژغورنې ډال دی، د روژه تي د خولې بوی الله تعالی ته د مشکو له بوی څخه بهتره دی او که چېرته يو ناپوه په ګمراهي سره يو روژه دار ځوروي، نو روژه دار دې ورته ووايي، چې زما روژه ده.
د روژې د مبارکې مياشتې يو حکمت دا دی، چې ماړه د وږيو له حاله خبروي، شتمن د بې وزلو او فقيرانو د تش ګېډو په حالت خبروي او د مساوات د راوستو يوه ښه بېلګه ده، چې خان او فقير پکې يو ډول له خوراک، څښاک، کوروالي … څخه منع کېږي.
که چېرته موږ د مساوات راوستو او د خپلې انساني خواخوږي د حق اداينې دعوه ګير يو نو د هلمند او وزيرستان ماشومان، ښځينه، ناروغان او ټول جنګ ځپلي بايد له ياده ونه باسو.
روژه د مغفرتونو او رحمتونو مياشت ده، که چېرته زموږ ټول هيوادوال د بې وزلو او ځپليو په درد ودرېږي نو انشاالله زموږ راتلونکی به نيکمرغه وي.
له عدي بن حاتم رض څخه روايت دی، چې ما له حضرت محمد ص څخه واورېدل، چې ويل يې: خپل ځانونه له اور څخه وژغورئ که څه هم د خرما د يوې ټوټې په واسطه سره وي. متفق عليه
د هلمند جنګ ځپلي او د وزيرستان جنګ ځپلي په سپېرو دښتو ژوند کوي، ماشومان، بوډاګان، ښځې، ناروغان او يوه لويه بشري ټولنه د ژوند له ټولو اسانتياوو څخه محرومېږي.
د روژې مبارکې مياشتې برکتونه دې په هغو وي، چې په دې سخته ګرمۍ او سختو ناچاريو کې د دې ځپليو سره مرسته کوي.
دا وخت د هېواد په هره څنډه کې ښه بډايه خلک شته او د دې هر کس فرضي ذکات هم د ډېرو انسانانو ژوند له ستونزو او تکليفونو څخه ژغورلی شي، نو که هر افغان د خوست د قرباني ورکوونکو خلکو په څېر مهربانه او غيرتي واوسيږي، موږ به د روژې په دې مبارکه مياشت کې ډېر انسانان له تکليفونو او ستونزو څخه ژغورلي وي.
د خوست د اوسېدونکو په تقليد، د وزيرستان او هلمند د جنګ ځپليو د لاسنيوي په هيله!