د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې خپله ناسته د افغانستان د اجرائيه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.
په دې ناسته کې د اجنډا له مخې لومړی اقتصاد وزارت د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې د راتلونکي کال طرزالعمل او د کاري څرنګوالي طرحه وړاندې کړې چې څنګه ممکن ده د یادې کمېټې چارې اغېزمنې ترسره شي.
په دې طرزالعمل کې وړاندیز شوی و، چې ناستې باید پرلپسې ترسره او هم د فقر د کمښت، کارموندنې او تولید د زیاتوالي په اړه تمرکز ډېر شي. یاده طرحه د رایو په اکثریت سره تایید شوه.
دغه راز د اجنډا له مخې په هرات کې د دیان وړو فابریکې د ځمکې په اړه بحث وشو او یادې فابریکې غوښتنلیک وړاندې کړ چې له دوی سره په 1389 کال کې د شوې هوکړې له مخې دې هغه لس جریبه ځمکه د دوی د فعالیت لپاره ورکړل شي چې یاد شرکت پرې احاطه هم کړې ده.
د اقتصاد وزارت له رپوټ وروسته اجرائيه رئيس د اقتصاد، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو، اراضۍ، سیمه ییزو ارګانونو، سوداګریزو خونو او د صنایعو د اتاق په ګډون یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې دغه مساله وڅېړي او خپل رپوټ اجرائيه رئيس ته وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه کې بیا فاروق اعظم شرکت هغه طرحه تایید شوه، چې له مخې یې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې له زړو ټایرونو څخه تېل، فولادي سیخ او کاربن تولیدوي. دغه شرکت د چاپېریال ساتنې په ګډون د نورو اړوندو ادارو جوازونه ترلاسته کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د چاپېریال ساتنې لپاره به بشپړه پاملرنه کوي او هم به ټول کورني اصول او مقررات په پام کې نیسي.
اجرائيه رئیس هدایت ورکړ، چې د زړو ټایرونو صادرات او قاچاق په قطعي ډول له دې وروسته بند دي او ټولې اړونده ادارې باید په دې برخه کې همکاري وکړي، څو په کور دننه په دې برخه کې شته فابریکې په پښو ودرېږي.
دغه راز اجرائيه رئيس له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې د خپلو ودانیزو پروژو د تدارکاتي چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د افغانستان د ساختماني سکتور د شفافیت له نوښت سره همکاري وکړي.
د هېواد اجرائيه رئيس ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د خصوصي سکتور له نوښتونو ملاتړ او ورسره د اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.