تاریخ: 1 سنبله 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټولو غړو په ګډون نن دوشنبه په سپېدار ماڼۍ کي جوړه سوه.

اجرائيه رئیس د غونډي په پیل کي یو ځل بیا افغان ولس ته د غازي شاه امان الله په رهبرۍ د افغانانو په لاس د ګټل سوي ازادۍ مبارکي وویل او د ازادۍ په سپېڅلې جګړه او تر هغه راوروسته د خاوري او خلکو په دفاع کي شهیدوو سوو افغانانو ته یې د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چي افغانانو هغه مهال هم د خاوري او خلکو په دفاع کي قرباني ورکړې او نن هم ددې خاوري او خلکو په دفاع کي د تروستانو پر ضد په مېړانه جګړه کوي.

د هغه په خبره، چي د حکومت د رهبرۍ په سطحه د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک د تطبیق او د اصلاحاتو د راتګ په موخه بحثونه پیل سوي، ولي دا بحثونه هیڅ کله د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د کمښت په معنی نه دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله یادونه وکړه، چي د ملي یووالي حکمت رهبران د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو سرښندنو او قربانیو قدرداني کوي او د ولس سره یو ځای یې په تمامه معنی ملاتړ ته دوام ورکوي.

اجرائیه رئیس وویل، چي د مملکت ملي منافع همېشه د کارونو په لومړیتوب کي قرار لري او له افغان ځواکونو ملاتړ او د قوت هڅي یې هم اولویت لري څو، د خاوري او خلکو دښمنانو ته په ټولو ساحو کي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

نوموړي د خبرو په ترڅ کي د هیواد د وتلي ادیب ډاکټر عثمان پر مړینه خواشیني وښوول او له دې خاطره یې د افغانستان له خلکو سره خواخوږي وکړل. هغه همداراز د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړل، چي د وتلو لیکوالو، فرهنګپالانو او ادیبانو په ژوند کي د هغوی له کارونو د منني او قدرداني غونډي ونیسي او اثار یې تر ولسونو پوري ورسوي.

اجرائیه رئیس د امنیتي برخي وزیرانو ته وویل، چي په لویو ښارونو کي د انسان تښتوني او سازمان سوو جنايي جرمونو پر ضد هلي ځلي زیاتي او چټکي کړي، څو خلک تر عملي اقداماتو په رڼا کي د امنیت له ناحیې اطمینان تر لاسه کړي.

نوموړي د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د هیواد د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د افغانستان د اوبو لګولو سسټم د احیا او پرمختګ لپاره د نړیوال بانک اضافي بلاعوضه مرستي ته په اشارې سره وویل، چي دا پروژه د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کي پلي کيږي او د خلکو د ژوند پر تغیر اساسي تاثیرات لري.

هغه زیاته کړه، چي دا پروژه په مختلفو برخو کي کار ته اړتیا لري او له وزیرانو یې وغوښتل، چي په دې برخه کي خپلي هڅي زیاتي او ګړندۍ کړي.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته وروسته له اجنډا سره سم د هیواد د ملي دفاع وزارت مرستیال او د کورنیو چارو وزیر د هیواد د امنیتي وضعیت، پرمختګونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزیر وویل، چي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد په شمالي ولایتونو، په خاصه توګه په کندز او بغلان کي د وسلوالو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي، چي تر دې دمه پکښي په لسګونه مخالفین وژل سوي او لوی تعداد ساحې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

هغه زیاته کړه، چي د شمال ترڅنګ یې په ختیځو ولایتونو کي د داعش ډلي د ځپلو لپاره هم عملیات کړي او هغه ساحې د داعش ډلي له شتونه خلاصي کړي، خو په خبره یې چي چاڼییز عملیات یې لا هم دوام لري.

نوموړي همداراز وویل، چي افغان ملي امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کي هم د مخالفینو بریدونه پر شا تمبولي او ډيري ساحې یې د هغوی له شتونه پاکي کړي دي.

د امنیتي څانګي د مسؤلینو تر راپور اورېدلو وروسته د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال استاد محمد محقق وویل، چي د ازګان ولایت د جوی ششفر سیمه او د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کي هم وسلوالو ترورستانو د ملکي خلکو پر ساحو باندي حجوم ور وړی او هلته یې بې ګناه ولسي خلک په شهادت رسولي او اړتیا ده، چي د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه دې ساحو ته هم توجه زیاته کړي.

غونډي ته وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه د هغه وزارت د تیر کال کاري راپور او د راتلونکي کال کاري پلانونه تشریح او توزیح کړل.

هغه وویل، چی تېر مالي کال کي یې ټولټال 40 فعالیتونه پلان کړي ول چي، له جملې یې ۲۴ پوره سوي، ۹ تر کار لاندي او پاته نور یې معطل سوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي په تېر کال کي یې عواید ۶۴ فیصده لوړ تللي او توانېدلي، چي د وزارت په سطحه په داخل او خارج کي لازم اداري او مالي اصلاحات رامنځ ته کړي دي.

ښاغلي اندېشه یادونه وکړه، چي وزارت یې توانېدلی، چي تېر کال د ریکا او د اسیا د زړه هیوادونو یا د استانبول پروسې کنفرانسونه جوړ او د افغانستان سره د سیمي او نړۍ د هیوادونو د تعهداتو په تازه والي او زیاتوالي کي ونډه واخلي.

د ټاپي د ګازو پایپ لاین، د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژه، د لاجوردو د تاریخي لاري په اړه د لومړنۍ پنځه اړخیزي ناستي جوړېدنه او د چاه بهار د ټرانزیټي لاري څخه د ګټي اخستني لپاره د افغانستان، ایران او هند د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک نور هغه فعالیتونه ول، چي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هغه وزارت د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

هغه یادونه وکړه، چي په ایران کي د ميشتو افغان کډوالو د وېزو تمدید او د بهر میشتو افغانانو لپاره د معلوماتي ډیسک ایجاد یې د نورو کارونو څخه دي، چي په وزارت کي ورته لومړیتوب ورکول سوی دی.

د وزیرانو شورا د نن ورځي ناستې ته وروسته د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیري سلامت عظیمي د خپل وزارت د تیر یو کلن کار راپور او د راتلونکي کال پلانونه وړاندي کړل.

هغې وویل، چي وزارت یې تېر کال د قانون د تنفیذ، د بدیل معیشیت د پروګرامونو په تمویل او تطبیق، د نشه يي توکو د معتادینو د تداوۍ او د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت او همداراز په مرکز او ولایتونو کي د تشکیلاتي ساختارونو د اصلاح او د ظرفیتونو د لوړولو په برخو کي کارونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي په تېر کال کي یې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې قانون تعدیل او تدوین کړی، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عملي پلان یې بشپړ کړی او په مختلفو ولایتونو کي یې ۵۰ کرهڼیزو او ساختماني پرمختیايی پروژو ته پرمختګ ورکړی دی.

اغلي عظیمي یادونه وکړه، چي ددوی د کار په نتیجه کي تېر کال د کوکنارو کرکیله ۱۹ فیصده او تولید یې ۴۸ فیصده کم سوی، پداسي حال کي چي د کوکنارو د له منځه وړلو په هڅو کي ۴۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د هغې په خبره، چي تېر کال یې د هیواد په سطحه په ۱۰۸ روغتیايي مرکزونو کي ۳۹۰۰۰ معتادین تداوي سوي او د ۱۶ ولایتونو په ۱۸۳ ښوونځیو کی څه باندي ۲۰۰ زره زدکوونکو ته د نشه يي توکو د اضرارو په اړه پوهاوی ورکول سوی دی.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د وزیري تر راپور اورېدلو وروسته وویل، چي یاد وزارت هر اړخیز کارونه کړي، ولي په ټولو برخو کي د بشپړي بریا لپاره اړینه ده، چي نور وزارتونه هم دې مسئلې ته د اولویت په سترګه وګوري او په خپلو فعالیتونو کي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کي پاملرنه زیاته کړي.

غونډي ته وروسته د کورنیو چارو وزارت لخوا په هرات کي د افغان-هند د دوستۍ (سلما) بند د امنیت ساتني او د راسته اسټیرینګ درلودونکو موټرونو پر فعالیت باندي څېړنه او ارزونه وړاندي سوه.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وویل، چي د یاد بند لپاره اوسني امنیتي تدابیر کفایت نه کوي او هلته نوري توجه ته هم اړتیا لیدل کيږي، څو دغه ساحه له هر ډول امنیتي خنډ څخه خوندي سي.

په دې اړه تر بحث وروسته د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ته مسؤلیت وسپارل سو، چي پر یاده موضوع له اړوندو وزارتونو سره ګډه ناسته وکړي او د عملي ګامونو د اخستلو په موخه لازمي او چټکي حل لاري وړاندیز سي.

همداراز پرېکړه وسوه، چي د هغې ساحې د امنیت ساتني لپاره په پخوا کي سوي پرېکړي دي په عاجله توګه تطبیق سي.

د وزیرانو شورا د نن ورځي په غونډه کي د راسته سټیرینګ درلودونکو موټرانو د کاري جوازونو او فعالیت په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي دا مسئله د ملي امنیت شورا په غونډه کي مطرح سي او هلته ورته لازمي حل لاري وموندل سي.

د غونډي له اجنډا سره سم، د هیواد د عدليې وزیر عبدالبصیر انور د جمعه محمد محمدی د صنعتي پارکونو د غصب په اړه د مؤظف کمېسون راپور غونډي ته وړاندي کړی.

هغه زیاته کړه، چي ټاکل سوي کمېسون دوې ناستي کړي او په دواړو ناستو کي یې د هماغه ساحې غاصبين هم دعوت کړي ول، خو د مځکو غاصبینو په هیڅ ناسته کي ګډون نه دی کړی، ځکه نو دوی وړاندیز کوي، چي د وزیرانو شورا د مخکنۍ مصوبې سره سم دي، دغه مځکي د امنیتي ارګانونو لخوا بیرته تر لاسه او اړوندو حکومتي ادارو ته وسپارل سي.

په دې اړه تر بحث وروسته فیصله وسوه، چي امنیتي ارګانونه دي د یاد سوي کمېسون د وړاندیزونو مطابق عمل وکړي او مخکنۍ فیصله دي تطبیق کړي.

د نن ورځي غونډي ته د سوداګرۍ وزیر همایون رسا د بروکسل په کنفرانس کي د خصوصي سکټور د ۱۱ لومړیتوبونو د اړوندو کارونو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندي کړل.

هغه وویل، چي ددې لومړیتوبونو د اجرا موده له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ میلادي کال پوري ده، خو په خبره یې چي افغانستان تر دې دمه په یاده برخه کي د پام وړ پرمختګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان تر دې دمه د یادو ۱۱ لومړیتوبونو په اجرا کي ۳۲ فیصده کار بشپړ کړی او ۳۲ فیصده نور تر کار لاندي دی او هیله ده، چي تر بروکسل کنفرانس پوري به دا پرمختګ نور هم زیات سي.

ښاغلي رسا وویل، چي د یو تعدا وزارتونو کارونه خورا چټک ول، ولي یو تعداد نوري ادارې سته، چي کارونه یې د هیلو سره سم چټک نه دي اجرا سوي او اړتیا ده، چي دې برخي ته پاملرنه زیاته کړي.

پر دې مسئله هم تر بحث وروسته فیصله وسوه، چي د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان په مشرۍ دي روانه اوونۍ کي غونډه وسي او په دې برخه کي دي د پس پاته ادارو کارونو ته سرعت ورکړل سي.

د وزیرانو شورا د ننۍ غونډي په وروستیو کي د کوچنیو پرمختیايی پروژو د تطبیق او د کال په لومړۍ ربعه کي د ولایتونو په سطحه د پرمختیايي کمېټو د فعالیتونو په اړه د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد راپور وړاندي کړی.

نوموړي وویل، چي د هیواد د ۱۴ دولتي ادارو اړوندي ټولټال ۲۹۸ کوچني پرمختیايی پروژې ډیزاین سوي، چي له دې ډلي ۱۷ یې بشپړي سوي، ۸۳ یې تر کار لاندي دي، ۹۸ یې داوطلبۍ ته وړاندي سوي او د ۱۰۰ نورو لپاره یې هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.

هغه زیاته کړه، چي ددې پروژو د تطبیق په برخه کي د اړوندو ادارو ترمنځ همږغي زیاته سوي او د کارونو په تطبیق کي هم چټکتیا رامنځ ته سوې، ولي لا هم اړتیا ده، چي دې برخي ته پاملرنه زیاته سي.

د اقتصاد وزیر یادونه وکړه، چي د ولایتونو په سطحه هم د واليانو تر مشرۍ لاندي د ولایتي پرمختیايی کمېټو ۷۱ ناستي سوي او د راتلونکي کال لپاره یې د خپلو اړتیاوو مطابق کوچني پرمختیايی پروژې وړاندیز کړي دي.

اجرائیه رئیس په دې اړه تر راپور اورېدلو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته دنده وسپارل، چي له ولایتونو سره د پرمختیايي کمېټو د ناستو په اړه بحث وکړي او ددغه ډول ناستو د منظمي جوړېدا څخه د وزیرانو شورا ته اطمینان ورکړي.

هغه همداراز زیاته کړه، چي ټول وزارتونه دي په خپلو مربوطه سکتورونو کي د کوچنیو پرمختیايي پروژو د تطبیق برخي ته پاملرنه زیاته کړي او اړوندي پروژې دي په معین وخت کي عملي کړي.

د نن ورځي په غونډه کي همداراز د امو دریا د تیلو او نفتو د پروژې د کار په اړه هم بحث وسو او اړوندو وزارتونو ته وظیفه وسپارل سول، چي ددې پروژې د کار د بیا پیل په اړه چټک او کارنده ګامونه پورته کړي.

One thought on “د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس په مشرۍ جوړه سوه”
  1. د محترم انـد ېشه په وینا خو نو بیا افغانستان آباد او ګل ګلزار دی ،خو افسوس چې موږ خو یې هېڅ غول هم په سترګو نه وینو ،پرته له دې چې د غریب حالت ورځ تر بلې تر بد بدتر او دزورواکو او او ټوپک سالارانو حالت نور خپل فرعونی اوج ته رسېدلی دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *