د وزیرانو شورا نوبتي ناسته ( دوشنبه، د جدي 10مه، 1397) نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وشوه.
په دې ناسته کې د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو لومړنیو خبرو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو د ټاکلو او د وزیرانو شورا په ناسته کې د لومړي ځل د ګډون مبارکي وویله او ویې ویل، چې یادو وزارتونو ته د هغوی ټاکل د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي. اجرائيه رئيس هیله وښوده، چې په امنیتي سکتور کې د هغوی شتون د دې لامل شي چې امنیتي وضعیت بهبود پیدا کړي.
اجرائيه رئيس دغه راز د ملي دفاع پخواني وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو له پخواني وزیر ویس احمد برمک څخه هم مننه وکړه، چې په پوره امانتدارۍ او صداقت سره یې دندې ترسره کړې.
اجرائيه رئيس په کابل کې د څو ورځې وړاندې خونړي برید ته په اشارې د برید قربانیانو ته تسلیت ووایه او د ټولګټو چارو وزارت او د شهداوو کورنیو او معلولینو ته د رسیدګۍ د ملي ادارې څخه یې د بیا فعالیت پیلولو مننه وکړه.
اجرائيه رئيس وویل، چې خلک په کابل ښار کې د برېښنا له کمښت څخه سرټکوي او ویې ویل، چې د کابل برېښنا د ستونزې د حل لپاره به د پلچرخي له برېښنا كوټه دغه ښار ته ۸۰ مېګاواټه اضافي برېښنا وركړل شي.
اجرائيه رئيس وویل، چې د برېښنا كموالى، خامه سړكونه، د شنې سيمې نه شتون، په ژمي کې د هېوادوالو له لوري له زړو ټایرونو، ذغالو او کارول شویو مبلایلو ګټنه او ځينې نورې ستونزې د كابل ښار د هوا د ككړتيا سبب شوې دي خو د چاپېريال ساتنې له ملي ادارې یې وغوښتل، چې د كابل ښار د هوا ككړتيا د مخنيوي لپاره لازم اقدامات ترسره كړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ویل، چې تېره اونۍ یې د هوا د الودګۍ د مخنیوي ناسته درلوده او تدابیر نیول شوي چې یو له هغو څخه په ټولو ښارګوټو کې د ذغالو تصفیه کول دي چې پنځوس سلنه د هوا له پاکوالي سره مرسته کوي.
اجرائيه رئیس وویل: د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې ځینو څاروونکیو د ښار بعضي سیمې نښه کړي چې ځینې ذررات په کې شتون لري چې ناروغي رامنځته کوي؛ خو دایمي نه دي؛ مګر یوشمېر سیاسي تحلیلګران تخنیکي او د چاپېریال ساتنې چارو ته هم ورننوتي او خلکو ته یې په خپلو څرګندونو سره اندېښنې را پیدا کړي دي.
وروسته د هېواد اجرائيه رئيس د وزیرانو شورا اجنډا په دې ډول خلاصه کړه:
د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرستانو له لوري د امنیتي رپوټ وړاندې کول
د اجرائيه ریاست د لومړي مرستیال محترم انجینیر صیب محمد خان له لوري د ارغندي ـ غزني د برېښنا رسولو د پروژې د اروزنې رپوټ وړاندې کول.
د ماليې وزارت له لوري د طب د ډاکټرانو د مالیاتو په ورکړه کې د اسانتیاوو د برابرولو د طرحې او همدارنګه د لږ ارزښت لرونکې پانګې د عامه ګډون او خصوصي سکتور د پروژو د طرزالعمل وړاندې کول.
له سکتوري وزارتونو او خپلواکو ادارو سره د افغانستان د بنسټونو د روڼتیا نوښت د تفاهم لیکونو لاسلیکولو په اړه د اقتصاد وزارت رپوټ وړاندې کول.
د اقتصاد وزارت او له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر له لوري، له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي د ملي ادارې د ظرفیت لوړولو په اړه رپوټ وړاندې کول.
له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي ادارې د 120 بالمقطع کارمندانو لپاره د بودیجې د تخصیص د وړاندیز وړاندې کول.
د 1396 کال د دومې او درېیمې ربع په پرتله په 13967 کال کې د دویمې او درېیمې ربع کې د افغانستان د سوداګرۍ د بېلانس په اړه د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د رپوټ وړاندې کول.
او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اقلیم د بدلون د 24مې ناستې د رپوټ وړاندې کول.
د اجنډا له مخې لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په تېره اونۍ کې د امنیتي وضعیت په اړه رپوټ وړاندې کړل او ویې ویل، چې په هېڅ ځای کې د ملي اردو شهیدان او ټپیان شتون نه لري او له ټولو سیمو څخه چې هلته ټپیان او شهیدان پاتې وو، انتقال شوي دي.
هغه وویل، چې په تېره اونۍ کې 39هوايي ضربې د هېواد په مختلفو سیمو کې دښمن ته وارد شوي دي او په درې زونونو کې په شدت سره عملیات په بریالیتوب روان دي. هغه وویل، چې د تېرو اونیو خلاف د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې کمښت راغلی؛ خو په تېره اونۍ کې 83 تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او 11 تنه ژوندي نیول شوي دي. هغه وویل چې په میدان وردګو ولایاتو کې په هوايي ضرباتو کې د طالبانو مهم مشران او جنګیالي وژل شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح وویل، چې دوی د ښې همغږۍ په موخه د قاطع ماموریت له رهبرۍ سره هم بحثونه کړي او د دښمن خلاف پراخ عملیات روان دي.
هغه وویل، چې د ناټو د معلوماتو له مخې 1300 طالبان وژل شوي او اوس د طالبانو په لیکو کې قومندانان په اسانۍ چمتو نه دی چې د ولایتي مسوولانو په توګه وټاکل شي ځکه چې په هوايي عملیاتو کې له منځه ځي.
ښاغلي صالح وویل، چې د کابل ښار د امنیت د تامین لپاره یې په ازمايښتي ډول په خیر خانه کې چک پواینټونه او پوستې له منځه وړي او پر ځای یې سیارې ګزمې ایجاد کړي، چې وروسته به دا طرحه په ټول کابل کې عملي او د امنیت په تامین کې اغېزمن رول ترسره کړي.
هغه وویل، چې د پولیسو له روغتون څخه یې لیدنه کړې او یو فعال ټیم هلته شتون لري چې د پولیسو ښه روزنه او پالنه کوي او کوښښ کوي چې د پولیسو ټبیانو ته په وخت سره رسیدګي وشي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې په ټولو امنیتي ارګانونو کې باید پوځيان او نظامي مسوولان د سیاسي مسایلو په اړه خبرې او پرېکړې ونکړي او دا کار د حکومت رهبرۍ او اړونده ادارو ته پرېږدي.
د اجرائيه ریاست دویم مرستیال استادمحمد محقق له امنیتي مسوولانو وغوښتل چې په غزني، سرپل ولایتونو او دره صوف کې د ولسي پاڅون کوونکیو ملاتړ ته دوام ورکړي او هم د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره لاس په کارشي.
د اجنډا له مخې د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال محترم انجینیر محمد خان د ارغندي ـ غزني د برېښنا رسولو پروژو د ارزونې په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې لا هم د سیمې خلک د دې پروژې پر وړاندې د باج اخیستلو لپاره خنډونه رامنځته کوي.
هغه وویل، چې 11 ټرانسفارمونه په سیداباد او 7 د غزني په مرکز کې فعالیت ته چمتو دي خو د سیمې ځینې وګړي په بېلابېلو ډولونو د باج غوښتنه کوي.
د افغانستان د برېښنا مشر امان الله غالب هم وویل، چې د USAID له لوري مرسته شوي دوه سوه میلیونه ډالره چې د دې پروژې لپاره ځانګړي شوي ممکن بېرته وګرځول شي. هغه وویل، د میدان وردګو والي ته یې یوه میاشت وخت ورکړی، چې یو پلاوی وټاکي او د سیمې له خلکو سره خبره نهايي کړي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې نباید د یوې سیمې د خلکو د مزاحمت او باج له امله میلیونونه خلکو د برېښنا رسولو مخنیوی وشي. هغه هدایت ورکړ، چې د میدان وردګو له والي سره دې د برېښنا رئيس نن بیا هم خبرې وکړي او که اړتیا شي، چې امنیتي ځواکونه لاس په کار شي نو امنیتي ادارې دې همکاري وکړي.
وروسته د مالیې وزارت مرستیال د ډاکټرانو لپاره د مالیاتو په ورکړه کې د اسانتیاوو برابرولو طرحه وړاندې کړه چې د وزیرانو شورا له لوري تایید شوه.
د مالیې وزارت مرستیال عبدالله رقیبي وویل، چې سږ کال مالیې وزارت توانېدلی چې 199 میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او د دې نوې طرحې له مخې به د طب ډاکټران په خپله خوښه اظهارنامه ډکه کړي او په لږ وخت کې به د خپلو عوایدو مالیات تحویل کړي.
اجرائيه رئيس د دې طرحې هرکلی وکړ او ویې وویل، چې په دې سره به د طب ډاکټرانو د مالیاتو د ورکړې په برخه کې شته ستونزې ختمې شي.
د دې ترڅنګ ماليې وزارت د عامه ګډون او خصوصي سکتور د کمې پانګې ارزښت لرونکیو پروژو د طرزالعمل په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د وزیرانو شورا له لوري تایید شو. اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې هر څه ژر دې یاد طرزالعمل او مقرره د کابینې په ناسته کې د بحث لپاره د راتلونکې ناستې په اجنډا کې ونیول شي.
د دې ترڅنګ د اقتصاد وزارت د اجنډا له مخې له اتو سکتوري وزارتونو او ادارو سره د افغانستان د بنسټونو د شفافیت د نوښت د تفاهم لیکونو په اړه معلومات ورکړل، چې په وینا یې خلک د بنسټيزو پروژو له معیاري کېدو او روڼتیا ډاډه کوي. د اقتصاد وزارت د چارواکیو له مخې افغانستان په 2016 کال کې له دې نوښت سره یو ځای شوی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر غوښتنه وکړه، چې مخابراتو وزارت دې هم له دې ابتکار سره مل او یاده اداره دې د دې وزارت اړوند بنسټیزې پروژې هم تر خپل پوښښ او څارنې لاندې راولي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې مخابراتو وزارت دې هم د افغانستان د بنسټیزو پروژو د شفافیت د نوښت تر پوښښ لاندې راشي.
هغه هدایت ورکړ، چې راتلونکې ناستې پورې باید له یادو وزارتونو او ادارو سره تفاهم لیکونه چمتو او لاسلیک شي او هم دې نورې ادارې دې هم همکاري وکړي. همدارنګه دې د چاپېریال ساتنې اداره د یاد نوښت د ذیدخل نهادونو د ډلې د غړي په توګه وټاکل شي څو ټولې پروژې د چاپېریال له اړخه هم تر څارنې لاندې ونیول شي.
وروسته د اجنډا له مخې له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د 120 تنه کارمندانو لپاره د بودیجې د تخصیص او تشکیل د طرحې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د چارو د بهبود لپاره په وخت د ځواب ویلو لپاره اړتیا ده چې په مرکز او ولایاتو کې مامورینو ته بودیجه او تشکیل تخصیص شي.
د هېواد اجرائيه رئيس وویل، چې د وزیرانو شورا له لوري تایید او مالیې وزارت دې یادو کارمندانو ته د پيسو د موندلو او قانوني مراحلو په طی کولو کې اقدام وکړي.
د دې ترڅنګ د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال د اقلیم د بدلون په 24 نړیوال کنفرانس کې د ګډون ګزارش ورکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د اقلیم د بدلونونو په اړه یې یاد کنفرانس ته معلومات ورکړي او له هغوی یې د مرستو غوښتنه کړې ده.
په پای کې د عامې روغتیا وزیر وړاندیز وکړ، چې په هغو 15 قلمه ادویه جاتو دې بندیز ولګول شي چې په کور دننه تولېديږي. د عامې روغتیا وزیر وویل، چې دغه 15 قلمه درمل حیاتي نه دي او د کورنیو فابریکو ستندرد د سیمې په کچه دی او د چاره باید د کورنیو فابریکو څخه د ملاتړ لپاره وشي. وزیرانو شورا یاد وړاندیز تایید کړ.