تاریخ: 15 قوس 1395
کابل افغانستان : وزیرانو شورا خپله نوبتي ناسته نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره کړه.
په دې ناسته کې لومړی اجرائیه رئیس تېره اونۍ په بادغیس کې د شهید محی الدین غوري او پيلوټ بارکزي روح ته دعا وکړه او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ.
اجرائيه رییس وویل، چې په تېره اونۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ګڼې لاسته راوړنې لري، د ګیزاب ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شوې، د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې عملیات شوي، ګواښ له منځه وړل شوی او لار پرانستل شوې، د نورستان قطعات او جزو تامونه اکمال شوي، نشه يي توکي او چاودېدونکي توکي نیول شوي او له منځه وړل شي او افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې دښمن ته یې درنه ضربه ورکړې ده.
اجرائيه رئیس زیاته کړه، چې په میدان وردګو کې افغان ځواکونو د حقاني شبکې د استخباراتو مسوول ووژاه، چې په بدل کې یې طالبانو په وحشیانه او عمل او جنایت سره د کابل پولیتخنیک پوهنتون یو بې ګناه محصل په شهادت ورساوه. هغه د دې شهید محصل کورني ته تسلیت وړاندې کړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په امنیت شورا کې امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړل شوی، چې په دوو ټکو ډېر تمرکز وکړي. لومړی دا چې د شهیدانو د کورنیو او ټپیانو وضعیت ته رسیدګي وشي، نوي افراد امنیتي ځواکونو ته جذب شي او له بلې خوا د دښمن مرکزونه په نښه شي.
اجرائيه رئيس په هند کې د اسیا د زړه هېوادونو د شپږم کنفرانس د جوړېدو یادونه وکړه او ویې ویل، هیله من دی چې دغه کنفرانس د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همپالنې لپاره لار هواره کړي.
اجرائيه رئيس همدارنګه وویل، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د مخنیوي په شپاړس ورځني کمپاین کې دی، نو دا د ټولو افغانانو حکومت، پارلمان، دیني عالمانو، مدني ټولنو او رسنیو دنده ده، چې د دې پدیدې په لمنځه وړلو کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
هغه وویل، د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د خپل تعهد تجدید کوم ځکه چې دا مساله د ټولنې د وګړو سلامت ته زیان رسوي او په دې برخه کې پر ستونزو په ډله ییزې ارادې او عزم بریالي کېدای شو.
اجرائيه رئيس د ځوانانو د پارلمان له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په کې فعال ځوانان په داوطلب ډول راټول شي او هیله لري، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د پل دنده ترسره کړي. هغه وزیران او والیانو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې پارلمان سره مرسته او همکاري وکړي او له هغوی یې واوري.
اجرائيه رئيس د دې ناستې اجنډا په دې ډول اعلان کړه. لومړی امنیتي راپور، ورپسې په هرات کې د سلما بند د امنیت په اړه راپور، د لغمان د شاهي کانال په اړه اوبو او برېښنا وزارت رپوټ، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د عمل کړنلارې طرحه، په بدخشان کې د مېرمنو د وضعیت په اړه د ښځو چارو وزارت رپوټ او د بودیجې د قطعیې په اړه د تفتیش د عالي ادارې رپوټ.
ورپسې د اجنډا له مخې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د هېواد امنیتي رپوټونه وړاندې کړل او ویې ویل، چې په تېره اونۍ کې دښمن درنه ضربه خوړلې او لاسته راوړنې نه لري.
د ملي دفاع د لوی درستیز د ارکان رئیس افضل امان وویل، چې د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او په تېره یوه اونۍ کې مخالفانو 389 عملیات او بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري دفع شوي او درنه ماتې یې خوړلې ده.
هغه وویل: په تېره اونۍ کې د ملي اردو د 64 تنو شهیدانو او 121 تنو ټپیانو ترڅنګ د مخالفانو 274 تنه وژل شوي، 119 تنه ټپیان شوي او د مهمو سرګروپانو په ګډون یې 25 تنه نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په روانو عملیاتو کې امنیتي ځواکونه ښې لاسته راوړنې لري.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمان وویل، چې دمګړۍ امنیتي ځواکونه پر مخالفانو برلاسي دي د هغوی ټول پروګرامونه یې ناکام او مخ پر وړاندې روان دي. نوموړي وویل، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د نورستان د دواب ولسوالۍ د وسله والو له کلابندۍ او ګواښ ژغورل شوې او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لار د ټرافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.
اجرائيه رئيس د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او سرښندنو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونه په عالي روحیه د مخالفانو پر وړاندې جنګېږي.
د کورنیو چارو وزارت د سلما بند د امنیت په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د دې بند د امنیت د تامین لپاره ټول اړین اقدامات شي او په دې برخه کې هېڅ ډول اندېښنه شتون نه لري؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت د هوايي ټرنسپورت د ستونزې د حل غوښتنه هم وکړه.
ورپسې د اوبو او برېښنا وزارت په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د بیارغېدو او د بابا صاحب دښتې ته د اوبو د کانال رسولو د چارو په اړه د ترسره شوې سروې پرزنټېشن وړاندې کړ. په دې سروې د یادې پروژې د ترسره کېدو ستونزې خورا ډېرې او پلي کېدل یې ناممکن و، چې د وزیرانو شورا له لوري رد شوه.
اجرائيه رئيس وویل، چې د لغمان اوسېدونکیو ته باید د دې پروژې په اړه قناعت ورکړل شي، په هغه ولایت کې د کله ګوش برېښنا بند د جوړولو لپاره اقدامات وشي او هم دې په دې ولایت کې کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شي.
همدارنګه د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د پانګوالو د راجلبېدو په اړه د عمل کړنلاره وړاندې کړه، چې د وزیرانو شورا له لوري ومنل شوه او اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې د خصوصي سکتور را جلبولو ته دې ډېر پام وشي.
په پای کې د تفتیش د عالي ادارې د مرستیال له لوري د بودجې د قطعیې په اړه پرزنټېشن ورکړل شو او اجرائيه رئیس ټولو ادارو ته هدایت ورکړ، چې په قطعیه کې شته ستونزې جدي ونیسي او د خپلې بودیجې د نه لګښت دلایل دې په لیکلي ډول مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې ته وسپاري.
اجرائيه رئيس همدارنګه ټولو وزارتونو ته هدایت ورکړ، چې د تدارکاتو د پروسې، د قطعیې او هم په افغانستان کې د پانګوالۍ لپاره د همایش جوړېدو په اړه هر څه چې لري په لیکلي ډول د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې راتلونکې فوق العاده ناستې ته وړاندې کړي.