خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١۲-۲۷
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست هغه دوه تنه ونيول چي وسله والو مخالفينو او د هغوى ترورستي او ترهګريزو ګروپونو ته يې وسلې او او مهمات اکمالول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، امان الله د حبيب الله زوى او ولي محمد د ګل محمد زوى اصلي او فعلي د ډنډ ولسوالۍ د لوى بالا کرز د کلي اوسيدونکي دي.
يادو دوو تنو چي وسله والو مخالفينو او د هغوى ترورستي ګروپونو ته يې په ښار او ولسواليو کي د وسلو او مهماتو د اکمال دنده پر غاړه درلوده، د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى او له دوى څخه ١٤ ميله کلاشنکوفونه او دوه ميله پيکا هم تر لاسه سوي دي.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي