د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
تیره ورځ ماښام شپږ نیمې بجې د ګرم آب اړوند سیمه کې هغه مهال چاودنه رامنځ ته شوه، چې د دیني مدرسې دوو کوچینو طالبانو په لاره کې د وسله والو طالبانو له لوري، د ښخ کړل شوي ماین لین پیداکړی او په ناپوهی کې یې هغه را کش کړی وو چې چاودنه رامنځ ته شوه د چاودنې په ترڅ کې ،د نقیب الله په نوم د دیني مدرسې زده کوونکی ماشوم شهید او د مطیع الله په نوم یې بل ټپي شوی دی.
نقیب الله او مطیع الله دواړه وروڼه او د لاونګ زامن وو چې په یوه دیني مدرسه کې یې زده کړې کولې.
د ا لومړی ځل ندی چې ملکي او بې ګناه خلک د وسله والو مخالفینو د ړندو ماینونو او بریدونو ښکار ګرځي بلکې تردې وړاندې هم ډیری ملکي وګړي د دوی د ماینونو او بریدونو قرباني شوي دي.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند