د مخالفو وسلوالو دغه کلیدي او خطرناکه کسان چې د لړم د میاشتې په ۲۳ مه د شپې په ۹ بجو په مرکز مهترلام کې د یو دقیقې اطلاع پر اساس د لغمان د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت د کارمندانو له خوا نیول شوي، یو یې ضیاالرحمن د عبدالله زوی چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د سور ډاګ، بل یې عبادالرحمن د حبیب الرحمن زوی د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د کانکرک او درېیم یې نور احمد د محمد نور زوی دی چې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د محمد پور د سیمې اوسېدونکی دی او د دې تر څنګ په لغمان کې د وسلوالو مخالفینو د استخباراتو د نام نهاده رئیس فیض محمد د کاکا زوی هم دی.

دغه کسان چې په یو ډاټسن موټر کې یې د کور سامانونه بار کړي ول، د پولیسو له لوري د تلاشۍ پر مهال ور سره د دولت ضد تبلیغاتو یو شمېر پاڼې، یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر او یو USB فلش موندل شوي چې په کې د هدفي وژنو لېستونه، د دښمن او حکومتي چارواکیو نوملړ، تصویرونه او داسې ویډیوګانې شاملې دي، چې له مخې یې دوی غوښتل څو په لغمان کې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.

نیول شوې ډلې چې تر دې دمه ترې پوښتنې ګرویګنې روانې وې پلان یې درلود څو په لغمان ولایت کې یو شمېر دولتي کسان او قومي مخور چې د دوی له لوري ټارګیټ شوي ول هغه په هدفي وژنو کې له مینځه یوسي او د دې تر څنګ ځینې پلونه، پلچکونه او عامه شتمنۍ ویجاړې او په یو شمېر په نښو شویو ځایونو کې د خپلو افرادو په واسطه ماینونه ځای پر ځای کړي.

دا مهال د وسلوالو مخالفینو دغه کلیدي او خطرناکه غړي د لا نورو څېړنو او معلوماتو د تر لاسه کولو په موخه د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې عمومي ریاست ته استول شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د وسلوالو مخالفینو د مشهورو قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون په زیات شمېر مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په بېلا بېلو عملیاتو کې وژل شوي او د دغې خطرناکې ډلې په ګډون یو شمېر تروریستان او جنايي مجرمین بیا لاس په لاس ژوندي نیول شوي دي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د افغان امنیتي ځواکونو دغه ستره لاسته راوړنه ستايي او تر څنګ یې ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کوي چې د لغمان د ولسونو د امنیت خوندیتوب ته خپله توجو لا زیاته کړي او پر وخت د دښمن د شومو او تروریستي کړنو مخنیوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *