له تېرو څو ورځو را پدېخوا د دولتي ادارو حالات څه بل ډول دي، په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل دی، چې سر کار ادارو او هغو ځايونو ته سر ورښکاره کوي، چې د ولس ژوره ریښه ورسره ده. دغه ځايونه له ښوونځي نيولې، تر روغتون او د پوليسو تر حوزې نیولې، تر زندان او نورو هغو ځایونو پورې دي چې سرکار ورسره کار لري. اوس هر دولتي چارواکی او د دولتي ادارې کارکوونکی په دې هڅه کې دی، چې خپلې تېرې ناکاره کړنې وپوښي او هڅه کوي، چې په دې وروستيو کې يوڅو داسې ګامونه واخلي، څو نوی ولسمشر غني پرې ورحميږي او د خپل کرم له مخې يې د بيا لپاره يو ځای برتي کړي.
په تېرو ديارلسو کلونو کې سرکار يوازې د ارګ تر دېوالونو، وزير د وزارت تر دروازې، قومندان د حوزې او خپل ټولي تر شاوخوا محدود وو. ولس او حکومت يو له بل نه دومره واټن نيولی وو، چې فکر يې نه کېده، هر لوري ځان مستحق ګاڼه.
ښه مې ياد شي، د ولسمشر کرزي د واکمنۍ د کلونو په لومړيو کې ولسمشر په يواځې سر د کابل ښار په واټونو کې ګرځېده، دې کار يې خلکو ته بېل احساس ورکړ او ان هرچا به هڅه کوله، چې که يې د هغه روغبړ نصيب نشي، نو لاس خو يې د تبرک لپاره په جامه ولګوي. کېدای شي تر دې وروسته هم داسې يوڅو ځلې ولسمشر په ښار کې راښکاره شوی وي، خو تر يوه کال تېرېدو وروسته، په ارګ ماڼۍ پورې منحصر شو. بيا په ښار کې ونه ګرځېد، بيا يې د ارګ تر غونډو پرته له کوم دولتي کس سره سوال او ځواب ونه کړ، بيا يې هېڅوک د ناوړه کار په خاطر مجازات نه کړل. د ښاغلي کرزي، کار به د وزيرانو شورا، د امنيت او د کابينې غونډو پورې محدود و، هم هورې به يې له وزيرانو لږ څه اورېدل، خو دا يوازې اورېدل وو، په ريښتينې توګه يې له هېچا پوښتنه ونه کړه، خپل هېڅ وزير يې چیلنج نه کړ او نه يې هم خپل والي او امنيه قومندان په اړوند ولايت کې د ناامنۍ، فساد او…. په خاطر په جدي ډول تر پوښتنې ګروېږنې لاندې ونيو، بس پاچا وو.
د ولسمشر په اړه ويل کېږي، چې له قومي مشرانو او نورو ډېرو سره به يې په ارګ ماڼۍ کې ناستې پاستې کولې. د هغوی د ستونزو د اواري په اړه به يې خپلو مامورينو ته دنده وسپارله، چې ستونزه یې ور اواره کړي، خو تر هغه کتنې وروسته به وعده ورکړل شوی کس لالهاند ګرځېد ان چا به لا نه پېژانده، کار خلاصول خو يې په ځای پرېږده.
ولسمشر غني د خپل کار د پيل په لومړۍ ورځ سر يوه ښوونځي ته ورښکاره کړ، له زده کوونکي او ښوونکي يې وپوښتل، ورځې تېرې شوې، په يوه روغتون ور برابر شو، له ناروغانو سره يې خواله وکړه، حالات يې ځانته معلوم کړل. په ملي پوځيانو را وګرځېد او د اسانتياوو برابرولو ژمنې يې ورکړې. تر هغه وروسته د څرخي پله زندان ته ورستون شو، له زندانيانو سره يې خبرې وکړې، ځان يې پوه کړ چې څه تېريږي، د دوسيو د بشپړولو او څېړلو حکم يې وکړ.
وړمه ورځ ماښام ناوخته له دفتر ووتم په فرعي سړک مې څوکسه پوليس سرتېري وليدل راته نوې ونه برېښېده، ما ويل کېدای شي کوڅې ته به کوم چارواکی راغلی وي، ځکه چې کله يوې کوڅې ته چارواکی راشي، نو بيا پوليس ګرځي او امنيت يې خوندي کوي، کنه له دې پرته خو په دې ډول کوڅو کې پوليس قدم نږدي. په سبا خبر شوم، چې ولسمشر غني د کابل ښار کومې امنيتي حوزې ته په ناڅاپي ډول سر ورښکاره کړی، ګوري چې څو محدود پوليس په حوزه کې دي هغه هم ځينې ويده دي او ځينې يې په خپلو موبايلونو ګېم وهي.
ولسمشر تر اوسه جدي دی، د هرکار پايله غواړي او تر هغه يې نه پرېږدي چې ستونزه يې اواره کړې نه وي.
د نوي ولسمشر لاسته راوړنه يې وبولو او که دنده، خو دا هر اقدام د ولس په خير دی او هغه واټن لنډوي، چې په تېره يوه لسيزه کې د ولس او حکومت تر منځ را پيدا شوی و.له دې ډول کارونو سره به ټول هغه دولتي مامورين را ويښ شي، چې د کار څرک يې نه وو، خو معاشونه يې په بنډو کورونو ته د ننه کول. په دې سره به د هغو دولتي قرارداديانو او مامورينو د شتمنيو د پيدا کولو څرک هم ولګېږي، چې په تېره يوه لسيزه کې يې له ماموريت نه په ښارونو کې ماڼۍ ابادې کړې او ان په بهرنيو هېوادونو کې يې ځانونه د کورونواو جايدادونو مالکان کړل. له دې سره به د هغو نامسلکي جنرالانو پته هم ولګيږي، چې په يوه مياشت کې يې دوې او درې رتبې اخستې. له دې سره به د هغو قاضيانو او څارنوالانو درک ولګېږي، چې په کورونو کې يې معاشونه حواله وو. له دې سره به د هغو واليانو او ولسوالانو کارونه او لاسته راوړنې معلومې شي، چې د اونۍ څلور او پنځه ورځې به يې په پلازمېنه کابل او يا هم نورو هېوادونو کې تېرولې.
دا ولس جدي کار ته اړتيا لري، دا وطن يوه داسې کاري ټيم ته اړتيا لري چې تر ځان ورته ولس او خپله خاوره ورته ګرانه وي. دا ولس يوه داسې چاته اړتيا لري، چې زړه يې وسوځيږي او تر ځان د ولس ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
ولس نمک حرام نه دی، چې د چا خدمت هېر کړي. دې ولس ته زره قدرې کار په لويه پيمانه حساب دی او د هر يوه په بدل کې د دولت تر شاه ودريږي، خو له هغوی هم د مرستې او لاس نيوي تمه لري.