بارکوال میاخېل
مجلې، جريدې او ورځپاڼې که يوې خواته پر تازه حالاتو د خبرتيا کار تر سره کوي، خو په څنګ کې يې د سياسي حالاتو د تجزيې تر څنګ د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره علمي او روزنيز کار هم کوي. په افغانستان کې چې د ژورناليزم تاريخ تر يوې پېړۍ اوښتى دى، لا هم د دې هېود په رسمي او نړيوالو ژبو ډېر کم داسې څه چاپېږي، چې د معيار له پلوه دي له نړيوالو مطبوعاتو سره پرتله شي، د دې يو علت خو په دې هېواد کې د جګړو د بدمرغۍ دوام دى، بل علت يې ښايي دا وي، چې ټولنه مو په پېړيو د بېسوادۍ په تيارو کې پاته شوې او د نوې نړۍ له ثمراتو هغومره نه ده برخمنه شوې، څومره چې پکار وه، ځکه مو لا د علم د نورو څانګو په شمول ژورناليزم هم هغومره وده نه کړې ده.
په تېرو شپږو کلونو کې چې ماته د ايمېل له لارې کومې ورځپاڼې يا جريدې راځي، په هغوى کې يوه له کندهاره خپرېدونکې «ګرداب» ده، چې په پيل کې ما څه موده پکې کالمونه هم وليکل، «ګرداب» لومړى ورځپاڼه وه، بيا لکه چې د مالي ستونځو له امله په اوونيزه بدله شوه او نن سبا ماته نه راځي، ګومان کوم چې بنده شوې ده. شاوخوا دوه کاله به کېږي، چې له کابله خپرېدونکې «سرخط» ورځپاڼه هم راځي او د خپلې خوښې ځينې شيان پکې لولم او کابو يو کال کېږي، چې له هلمنده خپرېدونکې اوونيزه «بدلون» هم د ايمېل له لارې تر لاسه کوم او د خپلې خوښې مواد پکې بې لوستلو نه پرېږدم.
پر «بدلون» اوونيزه د بدلون نوم ولې ښول شوى دى؟ دا پخپله څرګندوي چې دا اوونيزه په هغه ټولنه کې د يوه داسې حالت د بدلون لپاره را ايستل شوې ده، چې اوږده موده يې د خلکو ژوند، ټولنيز حالت، کلچر، باورونه، هنرونه او ادبيات په کرنګ او جمود کې ساتلي دي. په داسې يوه ټولنه کې چې د جنګ، بېوزلۍ، مهاجرتونو او ګڼو نورو بدمرغيو بلا يې د وجود پر هر اړخ منګولې ښخې کړې وي، هلته په هماغه اندازه د روڼا خپرولو اوږدمهالى پلان عملي کول غواړي، چې «بدلون» اوونيزه يې يوه ښه پيلامه ده.
په افغانستان کې د سياسي ګوندونه کم رنګه او نااغېزمن رول ته په پام سره د وطن له هرې برخې د علم، ادب او سياست د ډګر تږي ځوانان سره را يو ځاى شول او د «ودان افغانستان ګوند» يې جوړ کړ، چې لومړى شعار يې «افغان انسان» له خپلې خاورې سره تړل، د ژوند او سياست شعور ورکول او له بدمرغيو د راايستلو پر لاره د تګ توان پکې پيدا کول دي. دوى د دې کار لپاره بېلابېلې لارې او تګلارې ټاکلې دي، چې يوه پکې د کتابو، مجلو او جريدو له لارې په ټولنه کې خپل ږغ خپرول دي، «بدلون» اوونيزه هم د دې لړۍ يوه کړۍ ده، چې نه يواځې هره اوونۍ پخپلو اوو- اتو پاڼو کې د خپل هېواد روان حالات څاري، بلکې د سياست، تاريخ، کلچر او ټولنيزو موضوعاتو په اړه هم ليکنې او تجزيې خپروي. د دې جريدې په پاڼو کې د استاد اسدالله غضنفر ليکنې که د سړي علمي او ټولنيز شعور زياتوي، نو د ښاغلي عبدالغفور لېوال ليکنې لوستونکي ته د افغانستان د سياست په اړه هيله من او معقول تصوير وړاندې کوي.
په «بدلون» کې د پښتو د پخواني ژورناليزم په پرتله دا بدلون وينو، چې پر بېلابېلو موضوعاتو پکې ژباړې هم خپرېږي، دا يې زما په فکر يو بل نوښت دى، ځکه په نړۍ کې هره ورځ د علم په هره برخه کې نوي پرمختګونه کېږي، چې زموږ د ټولنې علمي کاروان ورپسې نه شي رسېداى، خو ټولنه مو اړتيا ورته لري، نو د دې اړتيا د پوره کولو لپاره تر ژباړې بله لنډه لاره نه شته، «بدلون» چې دا اړتيا احساس کړې ده او هره ګڼه يې د تخليقاتو تر څنګ ژباړې هم لري، دا کار يې د نوي ژورناليزم پر لور د «بدلون» غوره ګام دى.
څنګه چې کالم ليکل اوس د ټولې نړۍ په ورځپاڼو او جريدو کې دود شوى دى او په اوس وخت کې خو- چې ورځپاڼې تر ډېره آنلاين شوې دي- د بلاګ ليکلو دود هم زيات شوى دى، نو ښه به دا وي، چې ورځپاڼې او جريدې مو مستقل کالم او بلاګ ليکوال ولري، په «بدلون» کې تر ځانګړيو سرليکونو لاندې د ليکوالو مستقل کالمونه نه شته او دا کار بايد د درېيم کال له پيلولو سره پيل کړي. سره له دې په اوونيزه کې به کالم هغسې اغېز ونه لري، څومره چې يې په ورځپاڼه کې لري، خو که پر سياسي حالاتو د ځينو منل شويو ليکوالو کالمونه پکې خپرېږي، دا د افغانستان د سياست په اړه د خلکو د ملي بيانيې او فکري محور په جوړولو کې مهم رول تر سره کولاى شي.
يوه بله تشه چې په «بدلون» کې ليدل کېږي او د «بدلون» د هغه ټولنيز او سياسي بدلون ادعا ته پکې زيان رسېږي، چې ما په پيل کې ورته اشاره وکړه. زموږ د ټولنيزې، اقتصادي او سياسي ودې سفر چې ورو او ټکنى دى، يو څرګند علت يې دا دى، چې په دې هر څه کې مو د ښځې د را شريکولو او هغې ته د سيالې په نظر د کتلو داسې جدي فکر لا نه دى کړى، چې له هغې پرته له نړۍ سره د سيال کېدو هره هڅه ناکامه وګڼو. د يوه «ودان افغانستان ګوند» که د «افغان انسان» د ښادۍ لپاره مبارزه کوي، نو «بدلون» اوونيزه يې ولې بايد په هره ګڼه کې د «افغانې انسانې» د ژوند تصوير ونه لري، ولې يې بايد ښځينه احساسات اوس هم د نرواکۍ په استعماري ذهنيت د مينځيتوب او مرييتوب په زندان کې تړلي وساتل شي. د «بدلون» ريښتينى بدلون به دا وي، چې که يې چلوونکى رحيم خان شيدا دى، نو مرستياله چلوونکې يې بايد يوه داسې خور وي، چې د خپلې هغې افغانې انسانې د حق قضيه او مقدمه را پورته کړي، چې لا اوس هم د سياست ميدان ورته د پردي هېواد تر پولې د اوښتو د جرم برابر دى او اوس هم له هلمند، کندهار، زابل، خوست، پکتيا او پکتيکا څخه د غيرتمن ورور او پلار له ډاره د کابل د مېرمنو ادبي بهير ته د شعر په بڼه خپل احساسات په ټليفون هم د مرګ په بدل کې وايي.
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۵۲ سمه / پرلپسي ۱۰۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۳/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *