–  ولايتونه، والي او د ولايت اړوندې ادارې دې لغوه شي.

–  ولسوال او د ولسوالۍ ښاروال دې د رايو له لارې وټاکل شي. د ټاکلنو معيارونه دې ورته مرکزي حکومت وټاکي.

–  د ولسواليو شمېر دې 249 وي چې د ولسي جرګې د وکيلانو له شمېر سره سم وي.

–  هره ولسوالي به لکه يو فدرالي ايالت داخلي خود مختاري لري.

 – د تجزيې وېرې نشته ځکه يوه ولسوالي ځان په بېل هېواد نشي بدلولی. د مرکزي حکومت زور پرې بر وي.

–  په دې صورت کې د هرې ولسوالۍ وګړی احساس د مسوليت کوي چې يو څه وکړي. ځکه اختيار د دوی خپل دی. هره پړه په مرکزي حکومت نه اچوي. د هرې ولسوالۍ اداره هڅه کوي صادرات ولري او کسبونه ايجاد کړي. د ولس لاس خپل ولسوال ته ژر ورسي.

–  دا وېره به لري چې د ولسونو ترمنځ به واټن ډېر شي. داسې نده. د لغمان ولس چې د مارکتونو، رستورانتونو، صنعتي پارک . . . لپاره ځمکه بېله کړي نو سرمايې ته اړ دي. دا ځمکه به يې د اخيستو، کرايې، ګرو کولو او ابادۍ لپاره انلاين ليلام کړي وي. له ننګرهار، هرات او کندهار به تجاران ورځي. دوی به هلته دفتر او کور هم رانيسي. په دې کې به د دوستۍ ريشتې هم جوړېږي. زمونږ اړيکې به د تجارت وي.

–  هر ولسوال به له ارګ او وزرات سره مستقيمه اړيکه لري.

 – که د يو څو ولسواليو ولس شرير وي نو شر به يې همدوی پورې محدود وي. که يې شر نورو ته رسېده نو د پاتو 245 ولسواليو مشترکه ملي اردو او پوليس به يې ځپي.

– هره ولسوالي به يو بيرغ لري چې د هغې ولايت د زراعتي يا صنعتي توکو نښان به لري. د ولسواليو ترمنځ به د سپورت لوبې او علمي سيالۍ کېږي.

–  چې کومه ولسوالي ښه پوهنتونونه لري هلته به د محصلينو شمېر ډېر وي. کار به هم ډېر وي.

 –  په هره ولسوالي کې به د خپلو اوسېدونکو په خپله ژبه زدکړې او دفتري کارونه کېږي.

–  پوليس، قاضي، د امنيت قوماندان او نور ريسان به د خپلې ولسوالۍ وي.

–  د درمل، ناروغيو، نرخونو، جرمونو او نورو کتترول به اسانه وي.

 – هره ولسوالي به کړی شي د مرکزي حکومت د قوانينو په رڼا کې له بهرنيو کمپنيو سره تجارتي اړيکې ولري. دوی به اړ نه وي چې هر وزرات کې زارۍ وکړي او رشوتونه ورکړي.

–  مذهبي او غير مذهبي پردۍ ډلې نور کار نه ورکوي. ځکه يوه ډله که د قدرت د لاسته راوړلو هڅه کوي دی په ولسواليو خپل فکر نشي منلی. هره ولسوالي يو فدرال غوندې ايالت دی.

-د مرکزي حکومت دنده به د ماليې ټولول او په لويو پروژو مصرف وي. چون د ولسواليو زور لويو پروژو ته نه رسي نو بايد يوه برخه د ماليې مرکزي حکومت ته ورکړي.

بله دنده يې له نړۍ سره د ولسواليو په ګټه اړيکې دي.

 – د هرې ولسوالۍ ولس به دومره بوخت وي چې جنجالونو ته به وخت نه لري.

که د يوه پلار دولس زامن وي. دولس جريبه ځمکه. ممکن دری زامن يې هم تخم راوړي، هم ځمکه واړوي، هم يې وکري، هم يې ويريبي او  هم يې وپلوري. دا نور ټمبلي کوي خو اخر کې برخه غواړي. لټان  وخت په غورو او باټو تيروي. ممکن دا دری وروڼه يو څو ځله د دوی برخه ورکړي خو آخر اړ کېږي چې چل ورسره وکړي. پدې توګه جنجال جوړېږي. که پلار د هر يوه برخه ور بېله کړي بيا نو به هغه ټمبلان هم فعال شي. د کورنيو داخلي جنجال به يې هم کم شي. ماشومانو او ښځې به ارامه وي. که د دولسو وروڼو عايدات ډېر شول دوی کړی شي په شريکه ښار کې يو ګدام او دکان په کرايه کړي. يو تن پکې په معاش دکاندار کړي. د دغه دوکان ګټه لس کاله بانکې کې ټوله بيا دولس دوکانه پرې واخلي. په دې توګه لس کاله وروسته هر يو يو، يو دوکان او يو جريب ځمکه لري. دوی کولی شي بيا پيسې شريکې کړې يو مارکټ جوړ کړي.

3 thoughts on “د وطن د ټولو لانجو د حل یوه طرحه | عبيدالله وردګ ”
  1. وردګ صاحب سلامونه او مننه چه د خپل وطن لپاره د حل لاری لټوی

    همدا اوس مونړ ۳۴ ولایتونو کی ۳۴ والیان لرو، خو دغه والی صاحبان د مرکزی حکومت او په تیره بیا د وزیر صاحبانو څخه شکایت کوی ځکه وزیران وخت نلری چه د والیانو سره ملاقات وکړی.

    که ستا د دغه نوی طرحی په حساب ولسوالان یا والیان ۲۴۹ شی نو آیا وزیران به وکولای شی چه د دوی مشکیلات او ستونزی حل کړی

    بل داچه دافغانستان په ځینو ولسوالیو کی دری، څلور اوحتی په پینځو ژبو خلک خبری کوی، نو آیا هری ژبی ته به بیل مکتب او پوهنتون امکان ولری، اوهم د کومی ژبی ولسوال به مقرر شی

    او په اخر کی به د پښتو یو متل ولیکم

    د ډیرو قصابانو څخه غوا مرداریږی

    والسلام

  2. عبیداالله صاحب!
    ښه خبره دا ده چی د مفسدینو او شر اچوونکو له شر څخه دا مظلوم ملت ، غواړی چی نجات ورکړی ، ددی ښه نیت به خدای رب العزت اجر درکړی
    خو زه هم یوه طرحه لرم چی مقصد می د مفسدینو ، جانیانو او معامله ګرو تضعیف او د ځالی اصلاح ده ،نه ورانول..
    کوم افغانی احزاب چی په پاکستان او ایران کی جوړ شوی،د هغوی استخباراتی اثر ورباندی ملموس دی
    دوهم دا چی دوی خپله د لیډراو ارکانو په شمول کمی ، تقصیرات او په ټوله کی تربیتی نقایصو نه ډک دی او په تیرو ۱۸ کلو کی دا نقایص او تربیتی کمی لاندی مثالونه وګوری
    کله چی یو تنظیمی لیډر د سولی د شورا مشر ټاکل کیږی سره له شرعی تخصص بیا هم خپلی تنظیمی ګټی پالی او دسولی د پاره هیڅ لاسته راوړنی نلری او حتی کیدای شی د سولی خلاف ، تنظیمی ګټی پالل شوی وی
    دوهم: زموږ تنظیمونه او احزاب د ملی ګټو د ساتنی لپاره هیڅ توجه او برنامه نلری بلکی ان-جی – او ته ورته تعامل لری ۱۰۰ اخلی ۵۰- ځان ته ګټه او حلالی بولی
    دریم: تنظیمونه لکه خلق او پرچم ، انحصار لری او خپل ټټو او د بل آس نه برابروی او خصوصا د لیډر کورنی،اقارب او مخلصین،غیر مسؤل او واجب الاخترام دی
    څلورم: په تیرو ۱۸ کلونو کی غټ میلیونی او میلیارد ډالری غله هغه دی چی تنظیم یا حزب لری یا ددی غلو ترشا تنظیمونه ولاړ او د غلو حمایت کوی ، حتی ځینو احزابو وښوده چی د اقتدار په وخت کی باید ټول بیت المال غلا او تنظیم یی تقویت او ټول صاحب دی بلندمنزل، ټاور ،شهرک ، طیاری،کښتی اونورو مالک شی چی تر اوسه هم دوام او همدا غله ، حکومت کی ځای او صلاحیت لری
    پنځم:موږ دلته د ملت ، قاتلو ملیشو احزاب لرو، موږ د ګاونډیو استخباراتو سره تړلی احزاب لرو، موږ غیر مثبت او حتی مضر احزاب لرو، موږ معامله ګر او تجزیه طلب احزاب لرو
    شپږم: موږ باید مفید، ملی ګټو ته ژمن،خادم او په خیر کی مسابقه کوونکی احزاب ولرو نه د بیت المال چور کوونکی ،انحصارګر او غیر ملی یا د ملت قاتلان او شر اچوونکی یا مفسدین او فساد خپروونکی په ځمکه کی.
    نور هم ډیر دلایل شته چی د احزابو مشروعیت تر سوال لاندی راولی او دا ډول احزاب غیر مشروع او مضر ثابتوی
    نو حل څه دی؟
    حل دادی چی حکومت او خاصتا وزارت عدلیه باید خپله وظیفه او صلاحیت وپیژنی او دا تمیز ولری چی څوک دوست او څوک دښمن دی یا مفید حزب کوم خصوصیات ولری
    اوسنی احزاب اکثرا مفید ندی او زموږ حکومت باید د شریعت په رڼا کی مفید او کار آمد احزاب چی د ملت په خدمت کی مسابقه ولری باید عیار، تصفیه او تربیه کړی نه دا لجام ګسیخته، دمنطقی له استخباراتی کړیو سره تړلی او فاقد خدمت
    نو دا تصفیه او دا د فساد ځالی پاکول هلته امکان لری چی وزیر عدلیه غیرتنظیمی او مؤمن افغان وی او اشرف غنی یی تر شا کلک ولاړ وی او د احزابو قوانین هم تکمیل شی او د ملت په ګټه وی

  3. محترم وردګ صاحب
    سلام
    باور وکی ډېره علمی طرحه مو وړاندی کړېده
    د حکومتداری په برخه کی وولسی واک همدې ته وائي چه ولسوال او حتی قاضی او د معارف رئیس او ښاروال باید د ټاکنو له لیاری رامنځته شی
    ددې اصل د ټینګښت او پایښت په پایله کی به د مرکز سره د تنګ او همیشنی او دوامدار او جنجالی اړیکو او تماس او التماس کچه هم ټیټه شی او حتی مرکزی حکومت به د هغوی سره د سالم تماس لیوال وی
    البته او البته او بیاهم البته دا ډول حاکمیتی پروسه به هله ګړندۍ او بریالۍ شی چه د مربوطه ولسوالۍ خلګ د قوم پرستۍ د شیطانی روحیې سره وداع وکی
    که قوم پرستی احساسات او روحیات حاکم وی نو د لایق او وړ مدیر ټاکل به د سختو ستونزو سره مخامخ شی البته دا ستونزه به په هغو سیمو کی تر سترګو نه شی کوم چه وګړی ئې یا اکثراً د واحد قوم درلوونکی وی او یا قومی انګېزه ئې ډېره کمزورې وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *