آغامحمد قریشي

۲۰۱۴ز کال کې د هند بالیوډ پې کې فلم وړاندي کړ. د فلم ستوری امیر خان او ستورې یې انوشکا شرما ده. پې کې یو ساینس فکشن کومیډي فلم دی. د فلم نارینه لوبغاړی له بلې سیارې ځمکې ته د څېړنې په موخه راغلی وي، له یوې ژورنالیستې سره یې ملګرتیا شي، تر دې چې د مختلفو ادیانو څېړنه کوي، چې بلاخره پکې هغه تېروتنې په ګوته کوي چې هر چا پر هر ځای باندي پر دین باندي سوداګري پیل کړې وي، د دینونو پر سر د سوداګرۍ او د خلکو د تېرایستني د مخنیوي په موخه ښه پيغام ورکوي. بله لور پکې په ټولیزه توګه، هندۍ ټولنه کې د کمیونالیزم د مخنیوي په موخه یو سبق ورکوونکی فلم دی.

انګریزانو چې هندۍ ټولنه مطالعه کړه، یو ټکی چې ورته اړین و، هغه په هندۍ ټولنه کې د مختلفو ادیانو موجودیت و (- پلورلستیک)، چې د دوست په جامه کې یې پکې د کمیونالیزم رېښې نورې هم تازه او وغزولې. مسلمان د هندو او هندو د مسلمان وینه تویوله. چې بلاخره، هندۍ ټولنه د کمیونالیزم په نتیجه کې له لوی ناورین سره مخ شوه، چې په سیمه کې د پاکستان او بنګدیش زېږون هم د همدې ناورینونو له پایلو ګڼلای شو.

هند کې مهاتما ګاندي په زاړه لنګ او لویه پښتونخوا کې خان عبدالغفار خان له یوې جوړې جامو سره د پیرنګي پر وړاندي مبارزه کوله. د دواړو اوږدې مبارزې هغه مهال رنګ راوړ چې د هند نفوذ په سیمه کې پیکه شو. هندیانو د خپلو نیکونو خبرې ومنلې او د خپلې تولنې د جوړیدا په موخه لاس په کار شول. راتلونکو نسلونو یې د خپلو نیکونو تاریخ مطالعه کړ، او نن ورځ پرې پې کې غوندي فلمونه جوړي او د ټولنې د اصلاح په موخه یې وړاندي کوي. د خپلې ټولنې د ستونزو اصلي فکټورونه یې مطالعه کړل، سبق یې ترې واخیست، ځکه یې نن په سیمه کې سیال نه لیدل کېږي.

که د پې کې فلم له لوبغاړو پوښتنه وشي چې د فلم څخه اصلي موخه څه ده، هغوی به هوبوهو دا ځواب وایې چې د هندۍ ټولنې اصلاح، او دهغوی د تاریخ تر ټولو ستر اتل به درته ګاندي جي ځکه یادوي چې هغه یې د ټولنې د سیاسي او ملي ثبات لپاره اساسي بنسټ او خښته اېښې.

د خان عبدالغفار خان (فخر افغان) مبارزې رنګ راوړ، موږ ته یې زرین تاریخ پرېښود، خو موږ نه د پاچاخان مبارزه خپله کړه، او نه مو هم دهغه له تاریخ او خبرو سبق واخیست، یواځې دومره چې دهغه یاد د افسانې په توګه له ځان سره ساتو او ورځې یې په نمایشي بڼه لمانځو.

د ګاندي جي ملت لاس په کار شو، دهغه پر قدمونو یې قدمونه کېښودل، خو د پاچاخان ملت په خپلو کې سره اخته شو. د هغه د فکر او عمل کړنلاره او تاریخ مو هیر کړ. دا په دې معنی چې، سبق مو ترې نه دی اخیستی، او نه مو هم د هغه په څېر د یو موټي ملت لپاره هڅه کړې. پښتون ملت د مړ ښامار په څېر پروت دی، هر څوک چې یې پوټکی او غوښې ترې بیلوي، نه پرې خبرېږي.

تر کومه به په یو او بل نوم وژل کېږو؟ تر کومه به د مرګ په خوب ویده یو؟ تر کومه به له پنجشیره تر واخانه د انساني وینو ویالې بهېږي؟ تر کومه به په یو او بل نوم سره جنګېږو؟ اوس خبره یواځې د پښتنو نه ده، بلکي هر افغان د تیرې څه باندي څلورو لسیزو راهیسې د جګړې په اور کې سوځي. راځئ، عملاً لاس په کار شو، د یوې کورنۍ د غړو په څېر ددې کړیدلي خاورې له سره لوېدلی پوړنی ور په سر کړو. اوس یو فرصت په لاس راغلی، له دې فرصته باید اعظمي ګټه پورته کړو، خپل او پردی، دوست او دښمن باید وپيژنو.

د افغانستان د سپېڅلې خاورې په قلمرو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند وکړو، که سره یو نه شوو، ورکېږو. ځوان کهول ته د امیدونو سترګې پرانیستي، که له دې فرصته ګټه پورته نشي، لسیزې نور به هم افغان بچی د پردیو باروتو په اور کې سوځي. راځئ، د وطن مور وژغورو، دا زموږ ایماني او وجداني دنده ده. زموږ وطن کې جګړه ده، زموږ لپاره سوله او امن تر بل هرڅه لومړیتوب لري. سوله او امن زموږ په یووالي کې لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *