ما  چې پر افغان مېنه او خاورې د شهادت جام وڅښل، ما ترهګرو ته سینه سپر کړه  او د ای، ايس، ای اجيرې ملېشې په وړاندې مې  د غرور سر ټيټ نه کړ، خو  خپل افغاني احساس او د وطن ساتنې زمه واري مې  ستره دنده وبلله او له ترهګرو سره په جګړه کې مې له  خپل خوږ ژوند سره مخه ښه وکړه.

سپين سرې مور او ځوانه کونډه مېرمن بې اسرې شول، يو کلن ماشوم مې د مينې راز لمس کړی نه و، چې ترهګرو ترې واخيستم.

زموږ د هيواد د غميزې داستان څومره اوږد دی، زموږ پر خاور د جګړې روانه لوبه له ورځې، بلې ته خونړۍ کېږي، ناپوهه خلک د افغان په وژنې جنت واجب ګڼي او د ای، ایس، ای په لارښوونه نه يواځې خپل خوږ ژوند بایلي، بلکې سلګونه نورې کورنۍ هم ورسره په وير ژړوي.

زموږ د غميزو کيسه ولې اوږديږي؟ دغه لوبه به کله پای ته رسېږي، چې يواځې د افغان مرګ روا او مباح دی؟ دښمن مو رګونو کې د نفرت او کرکې زهر پېچکاري کړي دي، خپل ورور دښمن ګڼو، خو د ورور قاتل ته د ګلونو امېلونه وروړو، تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرې کورنۍ بې سرنوشته شوې، هديرې تر کليو ورسېدې، نجار او ترکاڼ مو د تابوتونو په جوړولو ستړي شول،  دروند او وياړلی افغان د نورو د خيرات او خير غوښتنې ته مجبور شول، د اسلام په نوم وژل کېږو، اوس هم لا خپلې زړې تربګنۍ پالو، اوس هم د ځينو ناپوهه وروڼو  مغز او فکر  د ای، ایس، ای د شومو موخو د پلي کولو په لور څرخي.

همدا لامل دی، چې هره ورځ جنازو ته اوږې ورکوئ او ستړي، ستړي اهونه کوئ، همدا لامل دی، چې  لا مو هم د مرګ قصاب په رڼا ورځ د ژوند اخيستو په کمين کې ناست دی.

محکوم ورور مې هلته د سامراجي فکر په دام کې ګير دی او دلته زه د ای، ایس، ای اجيرې مليشې سره په جګړه بوخت وم، سر مې بایللی او سنګر مې ساتلی دی، تاسو مې د غرور دا سنګر ټينګ کړئ، په سامراجي دښمنانو رڼا ورځ توره وګرځوئ.

له ژوند سره مينه وکړئ او خپله مېنه وساتئ، د خپل عزت او وقار ساتنې لپاره محکوم ورور په غېږ کې ونيسئ، زما پر مرګ ساندې مه وايئ، زما په وينو لوند کفن ته اوښکې مه تويوئ، ددې خاورې ساتنې لپاره په زرګونو هيوادوالو خپل خوږ ژوند بایللی، د لوی بابا لوی وطن راخپل کړئ او پردۍ نيابتي جګړه د ختمولو هڅې وکړئ، د سنګر ملګرو ! زما يتيم ماشوم ستاسو امانت دی، هيله ده چې پالنه يې وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *