تاند- د ولایتي شوراګانو انتخاباتي کمپاین سر نن /سې شنبه/ په ټول افغانستان کې پیل شو او یوه میاشت به دوام وکړي.

د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت د حمل په شپاړسمه/اپریل پنځمه/ ترسره کېږي.

په کابل ښار کې له نن سهاره په دیوالونو او لویو بیلبورډونو او ان د برېښنا پر پایو د کاندیدانو عسکونه او د هغوی شعارونه او تبلیغاتي پاڼې لیدل کیږي.

د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه په رسمي ډول د تیرې شپې له دوولسو بجو پیل شول.

د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په نهايي لیست کې د ۲ زره ۷۱۲ تنو نومونه شامل دي چې د هغوی په منځ کې ۳۰۸ ښځې دي. دا څه باندې دوه زره اووه سوه تنه د ۴۵۸ چوکیو لپاره سیالي کوي.

په ولایتي شوراګانو کې هم د ولسي جرګې په شان ښځو ته یو شمېر چوکۍ ځانګړي شوي دي.

په ولایتي شوراګانو کې له ۴۵۸ چوکیو څخه ۹۶ ښځو ته وقف دي چې د ټولو ولایتي استازو په سلو کې ۲۰ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *