ټاکنیزو کمیسیونونو !
ګران هېواد افغانستان چې نوې دیموکراسي ازمویي او دا له ازمایښت لاندې دیموکراسي شا او خوا دیارلس کلنه شوې هم ده ،تر دې دمه ورته ډېرې زیاتې ستونزې پیدا شوې او لکه د انسان مخه چې لوی دریاب ډپ کړي داسې یې مخه ورډپ کړې ده ،خو بیا هم افغانان هیله لري چې دا ځل به دیموکراسي په هیواد کې د عمر یو څه زیات پسرلي تېروي او په دې توګه به یې د ژوند شپې او ورځې پسې له ستونزو ډکې او کله هم بې له ستونزو په عمر ورزیاتېږي .
هغه څه چې زه یې د دیموکراسي په وړاندې لوی خنډ بولم د ټاکنوپه پروسه کې د ستونزو لټول ،ددرغلیو تورونه او د ټاکنیزو ستونزو هواری له قانوني موادو پرته پکې لوی او د سر عنوانونه دي .
که څه هم په افغانستان کې د ټاکنو مسئله نوې ده،خو قوانین ورته وضع شوي او باید همدا قوانین ددې پروسې د بریا او اعتبار ضامن پاتې شي .
په هیواد کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اوږدېدل او ټاکنیزې شخړې ،د شخړو د هواري لپاره ناکامې او بریالۍ هڅې او د ستونزو او شخړو هواری له قانوني او غیر قانوني لارو ټول افغان ملت په خپلو سترګو ولیدل .
ولې دا ټاکنې دومره اوږدې شوې؟ یو علت یې زه د ولسمشري د ټاکنو سره د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ګډون بولم،دا ځکه چې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو ځانونو ته په بې قانونه توګه د صندوقونو ډکولو لپاره حتی ساحوي ناظمان واخیستل او همدې ساحوي ناظمانو په ولایتي شورا کې د رشوت ورکوونکي په ګټه هغه وخت ښه کار کاوه چې د ولسمشري له یوه کاندید سره هم د درغلي ګوتې پټې کړي او پایله یې دا شوه چې په لومړي ځل ټاکنو کې حقدار او د پاکو رایو ګټونګي کاندید ته کمې او په درغلۍ د رایو صندوقونو ډکونکي کاندید ته زیاتې رایې حساب شوې چې بالاخره دا لانجه ترې پیدا او په نږدې تېرو ورځو کې یو څه حل شوه .
ددې دومره درغلیو او ستونزو تر څنګ چې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو په خپله نفعه د ټاکنو قوانینو او ټاکنیزو کمیسیونونو ته جوړې کړې،په همدې کاندیدانو کې ډېری داسې کسان هم شته چې په پیسو باندې پخوا ولایتي شورا او یا نورو معتبرو بستونو ته کامیاب شوي او دا ځل بیا هغه شومه هڅه کوي ،څو ځان بریالی کړي .
دوی چې پیسې یې په قاچاق ،سړي تښتونه ،…. پيدا کړې،عمر یې له ټوپک او غلاوو سره تېر شوی،بې قانوني او له قانونه سرغړونه ورته شجاعت او میړانه ښکاري … غواړي یو ځل بیا د ولایاتو په کچه دا مهم او اړین بستونه لاس ته راوړي او د ولس د نماینده له نوم په ناوړه ګټه پورته کونې سره ځانونه یو ځل بیا د خلکو او ولس باداران جوړ کړي او د څو نورو کلونو لپاره په ولایاتونو کې خپلې ناوړه ګټې خوندي کړي او خپل راج وچلوي .
زما هیله د ټاکنو له کمیسیون څخه دا ده چې د خدای لحاظ وکړئ او ددې ولس زخمي ،زخمي بدن ته وګورئ چې نور د ښو او بدو،وړ او ناوړه استعدادونو توپیر وکړئ او یو ځل بیا راباندې د مافیا غړي مه مسلطوئ،زه هیله لرم چې د ټاکنیزو شکایتون کمیسیون به د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو کاري،تعلیمي او اخلاقي سوابق و ارزوي او له هغه وروسته به دوی د خلکو د استازو په توګه کامیاب اعلان کړي او که خدای مه کړه داسې ونه کړي نو یو ځل بیا به د ولس سرنوشت په څو ډالرو پلورل شوی وي او د سیمې هغه خلک چې له اخلاقي،عقیدوي،تعلیمي ،قانوني لحاظه ضعیف او ناوړه خلک د ولس په سرنوشت لوبې کوي او ولس به ورته په ناهیلو سترګو له کتو او په ناخوالو به د ډکو سترګو ژړا څخه پرته بله لاره ونه لري .
که د ولایتې شوراګانو له کاندیدانو د ولس له منځه د حقیقي رایو ګټوونکي او له اخلاقي او پورته نورو ذکر شویو اړخونو څخه پوره او د ښې سابقې لرونکي خلک غوره او ونه ټاکل شي ولس به مو ځوانه دیموکراسي له ستوني ونیسي او د دار تر څوکې به یې ورسوي ،ځکه ولس به په راتلونکو ټاکنو باور نه کوي او دیموکراسې به خپل مهم اصل چې دیموکراسې پرې ولاړه ده (ټاکنې)له لاسه ورکړي چې په داسې کېدو سره به مو د دیموکراسي او هیواد اینده یو ځل بیا له سوال سره مخ شي.
د هیواد له مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي او ټاکنیزو کمیسونونو نه په کلکه غوښتنه کوم چې د خدای،خاورې او دې خوار ولس په خاطر دې د ولایتي شوراګانو پایلې ښې دقیقې او له اخلاقي معیارونو سره سمې د ولس رښتینو رایو ته په کتو وارزوي او بیا دې اعلان کړي .
په همدې هیله
خ – احمدزی