تاند- د انتخاباتي شکایتونو کمیسون بالاخره د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو لیست نهايي کړ.
په نوي لیست کې، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون له څو اوونۍ غور او څېړنې وروسته بشپړ کړی، د ولسمشرۍ په کاندیدانو کې یو تن زیات شوی.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ۱۰ تنه د احتمالي کاندیدانو په توګه تایید کړي ول خو د شکایتونو کمیسون د رد شویو کاندیدانو د شکایتونو له اورېدو وروسته پر دغه لیست د یوه بل نوم ورزیات کړ.
د شکایتونو د کمیسون مشر عبدالستار سعادت د اضافه شوي کاندید نوم یاد نه کړ، ویې ویل چې لیست یې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته لېږلی او دا د هغوی واک دی چې نومونه اعلان کړي.
له قانون سره سم نور په دې لیست کې بدلون نه شي راتلای.
ښاغلي سعادت د رد شویو کاندیدانو په اړه وویل چې ځینو دوه ګون تابعیتونه لرل، د ځینو نورو اسناد سم نه ول.
ده د ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو په اړه وویل چې ولایتي شوراګانو ته یې ۱۱۶ کاندیدان په دې خاطر رد کړي چې شرایط یې نه ول پوره کړي او ۴۰ نور یې د جعلي تعلیمي اسنادو په خاطر څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د ولایتي شوراګانو لپاره ۳۰۵۶ تنو ځانونه کاندید کړي ول چې په لومړني لیست کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له لوري ۵۵۳ یې رد شوي ول.