سید محمد علي الحسیني ( د لبنان د اسلامي عربي ټولنې سر منشي)
( د الجزیرې له عربي چینل څخه په مننې سره)
پدی ورستیو کې په ایران کې د ولایت فقیه د رژیم لخوا په عراق او سوریه کې د شیعه ګانو د سپیڅلو مزارونو او قبرونو د ساتنی او ژغورنې ډنډوره غږول کیږي چې هغه د داعش او نورو افراطي ډلو لخوا د نابودۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. نو له همدی امله د ایران جمهور رئیس حسن روحاني او ورپسی د هغه د دفاع وزیر حسین دهقان په جار سره وویل چې د ایران اسلامي حکومت به په کربلاء، نجف، بغداد، او سامراء کې د مقدسو ځایونو د ساتنې لپاره د مځکې او هوا له لارې د هغو ساتنه وکړي او د ژغورنې لپاره به یی له هیچا څخه هم اجازه وانخلي.
په عراق کې د سپیڅلو مزارونو د ساتنی خبره، د ولایت فقیه له لوري په دوه زره شپږم کال کې هغه وخت را پورته او بیرغي شوه کله چې په سامراء کې د امام عسکري او اړونده مزار ګومبزې ړنګې او په پایله کې یی خونړۍ توکمیزې او مذهبي نښتې پیل شوې. عجیبه دا وه چې هغه وخت په عراق کې د غربي ځواکونو قومندان د ایران استخبارات تورن کړل چې ددې پیښې تر شا لاس لري، خو دی خبرې ته چندان پاملرنه ونشوه. ولی حقیقت دا دی کله چې په نولس سوه څلور نوي یم کال کې په مشهد کې د امام رضا په قبر کې چاودنه وشوه نو د ایران د انقلابي ګارډ له قومندانانو څخه یو تن چې اکبر کنجي نومیده د اعتراف په بڼه وویل چې دا کار د ایراني استخباراتو په لاس تر سره شوې، خو څو ساعته وروسته د ایران ستر مشر خامنئي څرګنده کړه چې دغه چاودنه د مجاهدین خلق لخوا شویده.
په څرګنده ډول، دا یوه غولونکې او له مکره ډکه وسیله ده چې ایران د دې لارې په سیمه کې د خپل نفوذ او اغیز د پراختیا او غوړیدا لپاره هغه په کار اچوي، کنه نو بیا خو یهود هم دا حق ځانته ورکولاې شي چې په مصر، یثرب (مدینه منوره) د سعودي په خیبر او د عراق په بابل کې د میراث د تر لاسه کولو او هم د خپل پیغمبر حزقبل د آثارو د ساتنې په پلمه، لاس په کار شي. همدارنګه د نړۍ بودایان به هم بیا دا حق ولري چې په افغانستان کې د خپلو مقدساتو د ساتنې لپاره له ورته بهانو او چلوټو څخه کار واخلي او که د مسیحیانو او نورو مذهبونو د سپیڅلو ځایونو او د هغوئ د میراثونو خبره را واخلو، نو دا لړۍ به ډیره اوږده شي.
ولی اصلي خبره داده چې د مزارونو د ساتنې پخاطر دغه ډول چارې تر سره کول او واویلا جوړول چې له مذهب سره هیڅ ډول اړخ نه لګوي، په واقع کې د سیاسي موخو پخاطر یوه څرګنده لاسوهنه ده چې د همدغې چترۍ لاندې تر سره کیږي. په سوریه کې د امیر المومنین، علي کرم الله وجهه د لور حضرت زینب رضی الله عنها د زیارت د ساتنې لپاره د ایران لخوا د یوې فرقې استول او هم لبنان ته د بی شمیره عسکرو لیږل، اصلا په عربي هیوادونو کې د خپل نفوذ د زیاتوالي او پراختیا لپاره دي چې د مقدساتو د ژغورنې تر عنوان لاندی تر سره کیږي.
همدا څو ورځې وړاندی، ایران نژدی څلور ملیونه خلک د عراق کربلاء ته د زیارت او حج په بهانه واستول، هلته چې د دوی تر نیغې ولکې لاندی حکومت واکمن او ځواکمن دی. نو کیدای شي چې همدا کاته، بله ورځ په همدې بانې سره په یمن او سعودي کی هم تکرار شي، چیری چې شیعه ګان اوسیږي او ولایت فقیه ته د خپلې سرچینې په سترګه ګوري.
له بله اړخه، ایران د رسنیو د پراخې امپراطورۍ او تبلیغاتي ماشین له لارې غواړي چې د خپل مذهبي چوکاټ په درشل کې ټولې اسلامي او په ځانګړي ډول، عربي نړۍ ته لاس رسی پیدا او سیمې ته د خپل اغیز لمن ور وغځوي. خو د اندیښنې خبره دا ده چې هیڅ داسی ځواک او اړخ نشته چې ددی رژیم د نوموړي پلان په وړاندی ودریږي او د پراختیا غوښتنې هیله یی تم کړي.
د یو تریخ حقیقت په توګه، مونږ باید دا ومنو چې په ایران کې د ولایت فقیه د مشرتابه لخوا دغه پیل شوی سیاسي او فکري بهیر په عربي او اسلامي نړۍ کې د شیعه لږه کیو د مفکرو د تراشلو او وینځلو پر بنسټ، په قصدي ډول طرحه شویدی. ترڅو له هغو څخه د خپلې ستراتیژۍ په پلي کولو کې د تهداب د ډبرې په توګه کار واخلي.
کله چې مونږ د فکرونو او مغزونو د وینځلو خبره کوو نو مطلب مو په ډاګه سره هغه وسله والې ملیشې، سیاسي ګوندونه او ټولنې دي چې په عقیدوي لحاظ د ولایت فقیه په لیکه روانې او د وفادارۍ او ژمنتیا ستنې یی د همدغه نظام او رژیم په لور کږې غځیدلی دي. دغه ډول خلکو، خپلو ولسونو، هیوادونو او حتی د خپلو پلرونو او نیکونو هغو ارزښتونو ته شا ګرځولی، چې دوئ یی ورباندی روزلي او ستر کړیدي.
د تیرو څو میاشتو راهیسې د ایران د رژیم مشران په ډیر ویاړ او هسکه غاړه دا خبره زمزمه کوي چې سعودي عربستان، سوریی، عراق، لبنان، یمن او بحرین ته د خپل انقلاب په صادرولو کې بریالي او د دوئ د انقلابي ګارډ او بسیج د پوځي تجربو نسخه ډیره اغیزمنه او د درد، دوا وه. په رښتیا هم چې د ولایت فقیه د پلان دغه لمړنی پړاو، د تړلو ډلو ټپلو په واسطه په ډیر بریالیتوب سره شاته پاتی شو او اوس د دوهم پړاو بلې برخې ته داخل شوي کوم چې د مطبوعاتو او رسنیو له لارې د خلکو د فکرونو د پریمنځلو مرحله ده.
ددی لپاره چې رژیم خپل دا مرحله ایز پلان په مهارت سره، د عربي نړۍ په ګډون په سیمې کې پرتو ولسونو ته رسولی وي، نو د لیکوالانو او ژورنالستانو یو لوی لښکر یی جوړ کړی ترڅو وکولای شي د مختلفو رسنیو او ډله ایزو وسایلو په کارولو سره، د عامو خلکو ذهنیتونه برابر او د ولایت فقیه د مفکورې د منلو لپاره لاره هواره کړي. نو د همدې موخې پخاطر یی د لبنان د پایتخت، بیروت په ښار کې دری ټلویزیوني چینلونه پرانیستل:
۱- د (قناة اللؤلؤة) یا د ملغلرو چینل چې په خلیج کې د البحرین د کوچني هیواد په ضد تبلیغات کوي.
۲- د ( قناة المسیرة) یا د تګلارې چینل چې د یمن د حکومت پخلاف او د حوثي غورځنګ په ګټه پروپاګنډ کوي.
۳- د (قناة نباء) یا د خبر چینل چې د سعودي عربستان پر ضد خپرونې کوي.
دا دری واړه چینلونه په لوی لاس او پلان شوي ډول، د یادو شوو هیوادونو پخلاف راپورونه، خبرونه او مرکې خپروي او د منځ ټکی او اجندا یی مذهبي اختلاف ته ببوزی وهل او د فتنی اور تازه کول دی. دوئ له همدی لارې غواړي چې د دغو هیوادونو سیاسي مخالفین او ټولنې د خپلو هیوادونو د واکمنانو پخلاف را وپاروي، هغوئ را وغورځوي او د هغوئ له نظره نور مناسب قیادتونه رامنځته کړي.
د ایران د دی پلان دریمه برخه سیاسي او فکري مرحله ده کومه چې د جاري پړاو په پای کې پیلیدونکی ده او هغه په عربي هیوادونو کې د داسی یو حالت رامنځ ته کول دي له کوم سره چې سوریه، عراق، یمن او لبنان نن لاس او ګریوان دي. او تر ټولو لویه بدمرغي همدا ده چې عربي هیوادونه لاس تر زنې، د خیر په غونډۍ ناست دی او د ایران په وړاندی یي د بی خوندې او کمزورې دفاع سیاست غوره کړی او د نوښت واګې د رژیم په لاس کې دي. باید له یاده ونه باسو چې د ځان ساتنې بهترینه وسله یرغل دی، نه د دفاعي حالت نیول، کوم چې مونږ غوره کړیدی.
مونږ د اسلامي عربي ټولنې په توګه، پدی ټینګار کوو چې باید دعربو شیعه ګانو او ایرانیانو لپاره ځانګړي ټلویزیوني چینلونه ولرو او هغه دی ارو مرو په عربي او فارسي ژبو خپرونې ولري. تر څو ځمونږ د هیوادونو، ولسونو او واکمنئ پخلاف د دغې زهرجنې پروپاګنډې مخه ونیول شي او په اصطلاح د سوک ځواب، په سوک سره ورکړل شي. دغه چینلونه دی پخپل وار سره، د ولایت فقیه د حقیقت او ځمونږ د سیمې او نړۍ په اړه، د دغه رژیم د موخو په هکله خلکو ته معلومات ورکړي.
د ژباړن یادونه:
همدا تیره یکشنبه/ د جنورۍ پنځه ویشتمه/ د تاند درنې ویب پاڼې د خپل یو همکار په قلم، د ایران د فارس نیوز ایجنسۍ له خولې یوه لیکنه خپره کړه په کومه کې چې د افغانستان د ورونو قومونو او د پیړیو پیړیو لپاره، یو د بل په څنګ کې د میشتو ولسونو ترمنځ د بی اتفاقۍ او تعصب د را پیداکولو بربڼده هڅه شوی وه. همدا رنګه دهیواد په یو شمیر ولایتونو کې د امام خمینی د خیریه موسسې تر عنوان لاندې د جاسوسۍ او فرهنګي موخو لپاره په لس ګونو دفترونه پرانستل شوي، له افغاني ټلویزیونو او نورو اړونده رسنیو سره برملا مرستې کیږي او هغوئ ته پالیسۍ او جهت ورکول کیږي. کتابخانو ته د ولایت فقیه، ایت الله خمینی او آیت الله خامنئي د امامت او د ایران د انقلاب په هکله، په زرګونو کتابونه او رسالې ډالۍ کیږي. په مهمو جادو او واټونو کې د ایت الله خمیني لوی لوی انځورونه لګول کیږي او د پل ارتن د غره په سر، د ولایت فقیه پیروانو په ډیر لوی خط سره چې له لس کیلو متره لری واټن څخه هم لوستل کیدای شي، په ډیر جرات سره ولیکل چې: ( یا مهدي).
ولایت فقیه والا د شیخ آصف محسنی په مرسته د کابل ښار په زړه کی لویه شیعه خانه جوړه کړیده چی هرکال په زرګونو شاګردان او د امام د خط پیروان روزی او هر هغه مهم افغان شخص چی ایران ته سفر کوی له غوښنو ډالیو او د پیسو له توبرو سره راستنیږی. د خرافاتو د مخنیوی لپاره باید له تعقل او سیاست نه کارواخیستل شی او په مقابل کی داسی رسنی جوړی اوپه کار واچول شی چی په نتیجه کی زموږ هیوادوال او نړیوال له خرافاتو نه واقعیت او د سپیڅلی اسلام دین لورته را دعوت شی.