تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه حکم کې د کرکټ بورډ لپاره نوي عمومي او اجرايي رييسان وټاکل.

د ولسمشر په حکم کې ویل شوي چې په کرکټ بورډ کې د لا ښه نظم او انسجام د راوستلو او د راتلونکي کال په نړیوال جام کې د ګډون لپ��ره د لا ښو تیارویو په خاطر نسیم الله دانش د کرکټ بورډ عمومي رييس او شفیق الله ستانکزی د دې بورډ اجرايي رييس ټاکي.

په حکم کې ویل شوي چې ښاغلیو دانش او ستانکزی موظف دي چې د استرالیا او نیوزیلنډ د نړیوال کپ سیالیو ته په پاتې وخت کې د افغانستان ټیم پوره تیار کړي.

One thought on “د ولسشر په حکم د کرکټ بورډ نوي مشران وټاکل شول”
  1. مونږ د افغانستان محترم ولس مشر محمد اشرف غنی څخه د کریکيټ ټول مینوال او لوبغاړي د زړه له کومی مننه کوي چی په واقیعت کی نن زمونږ ولس مشر هغه ژمنه پوره کړه چی د انتخباتو د کمپاین په ورځ یی د کریکيټ مینوالو او لوبغاړو سره کړي وه چی انشاالله که زه ولس مشر شم په ادارو کی به تعلم یافته او په کار پوه ځوانان په دندو وګمارم نو مونږ ټولو ولیدل چی هغه ځوان چی بې ساري خدمتونه او نه هیریدونکی کارونه یی د کریکيټ په ډګر کی ترسره کړي وو، نسیم الله دانش یی د افغانستان کریکيټ بورډ د عمومی رايس په حیث مقرار کړ. ډیره ډیره مننه ولس مشره ستا د نیک او پرځای ګام څخه بیا هم زه د افغانستان ټولو هغه کسانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم چی دوي ته به خپل حق نه ورکول کیده. انشاالله چی اوس به ډير زر د هغه کسانو د زړه ارمانونه پوره شی چی د کریکیټ لوبی استعدادونه او کاری تجربی یی د کریکیټ په ډګر کی له ځان سره لرلي په ناامیدې سره یی شپی او ورځي په خپل کور کی تیرولې او واسطه یی نه درلوده . اوس داسی یو بااستعداده شخص په کریکيټ بورډ کی رایس عمومی مقرر شو چی انشاالله ټوله واسطه بازی به له منځه یوسي، او یوازی به هغه کسان او لوبغاړي د کریکيټ په ډګر کی رامنځته شی چی استعداد او وړټیا ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *