قریب الرحمن سعید
د همپالنې دټیم دغه اوسني ګواښونه دا ډاګیزوي چې هیواد مو د یوه بل ستر بحران په لور روان دی . په اوسنۍ وضع کې، که د ټاکنو پایلې اعلان هم شی، اوبیا ګټلې ټیم د خپل حق نه د دفاع په ځای  د ائتلافي نظام د جوړېدو  او د رقیب  د غورزو پرزو تر مخ د تسلیمیدو لاره  خپله کړي نو د خپلې تجربي له مخې په دې باور یم چې دغه ډول نظام به په هیڅ صورت مخته ولاړ نه شی . طبیعي پایلي به یی ډیرې بدې او دهیواوالو له پاره د تباهۍ نه ډکې وي .

دا پایلي به  نه یواځي دګټونکې ټیم له پاره خطرناکې وي بلکه د بایلونکي ټیم بلواګرانو ته به ، چې نوی  نوي میلیاردران شوي ، او دبیروني هیوادو تر څنګ یی په هیواد کې هم  پانګه اچونه کړې ، د تعمیراتو ، شرکتونو ، فابریکو او ….خاوندان دي ، ډیره خطرناکه وي . ځکه  په هیواد کې د بې ثباتۍ او نا ارامیو په صورت کې  دهغوې خپله  پانګه اچونه د ضربې لاندې راځي . او هر څه به یی په څو ورځو کې  د خاورو اوایرو سره برابر شي .

په دې اساس داسې ګمان کیږي چې د همپالنې د ټیم ټولې غورزې پرزې اوس په دې متمرکزې دي چې  د اشرف غني د احتمالي ګټې نه د مخنیوي په خاطر داسې بحران رامنځته کړي  تر څو په هیواد کې یو موقت نظام  جوړ کړل شی اویا هم ولسمشر کرزی مجبور کړي تر څو  خپل واک  خپل لمړۍ معاون ، ښاغلي قانوني ته ، چې دهمپالنې د ټیم  فعال غړي دې  حواله کړي ، اوپه دې توګه  دهمپالني ټیم وکولې شي خپلې پخواني جرړي نورې هم  وغځوي او بیرته  ددې لارې په نظام ولکه وکړي .

اما داسې څرګندیږي چې  دهغوې دا هڅه به هم بریالۍ  نه شي ، ځکه ولس اوس هغه پخوانې ولس نه دې  چې ددوې دغسې خپلسرې او بلواکې واکمنۍ ته سر ښکته کړي .  همدا اوس د جنوب غرب  دحوزې  ولایتونو او ترڅنګ یی دپکتیا او پکتیګا ولایتونو  جرګو او پریکړو دا ډاګیزه کړه چې ولس یو ځل بیا د شمال د ټلوالې د ټوپک سالارۍ نظام ته  سر نه ټیټوي .

 خو وسلوال مخالفین چې لا دپخوا څخه په خپلو ګرمو سنګرونو کې پراته  دی ، ددې موقع او فرصت نه  ډیره ګټه پورته کولې شی . طبیعي ده چې که چیرې دغسې  حالات  منځته  راځي  نو یو ځل بیا به د ګاونډیو دمداخلې له پاره لاره هواریږي او د ۹۲ کال خونړې اوتباه کونکې پيښې به را تازه کړي .

غوره او غوڅه خبره داده چې زمونږ دهیواد دا بلواکې سیاستوال دې  ددې ټاکنو څخه   د بیزو زخم نه  جوړوی چې  په هر وار لاس وهنه یی زخم نور هم زیاتیږي . هغوې چې دوسلوال پا څون نغارې ډبوي باید وپوهیږي چې  هغوې هم دبنګړو بار په اوږو لرې  چې په یوه کوتک سره یی هر څه له منځه ځی .

زمونږ سیاستوال باید دخپلو ګټو په ځآې د  ولس د ګټو په خاطر قرباني ورکړي ، او په هیواد کې  ددغه  اوسني ګټونکې نظام  د په رسمیت پیژندلو له مخې هم  خپل ځان ، هم خپله سرمایه اوپانګه او هم خپل سیاسي ژوند د ګواښ  نه وکاږی او د راتلونکې  رقابت له پاره ځانونه تیار کړي .

په همدې کې د ټولو خیر دې .

One thought on “د ولسمشريزو تاكنو وروستۍ پایلې/  قريب الرحمن سعيد”
  1. محترم سعيد صاحب سلام
    د بيزو له زخمه خبره تيره ده ماته يو مطلب را په ياد شو چې واېې:
    د حاکم اشتباه
    دومره سياسي انحصار،ظلم او ستم،بې پروايي او ناز،دومره کبر او غرور، داسې پلمې او بهانې چې زموږ ولس مشر ېې د ا رګون مجاهد ولس کې خواخوږي کوي او بيا په عالم اسباب کې او عالم … ولس مشردا ټکئ څو ځلي تکراروي چې په عالم اسباب کې به موږ تاسې ته هرڅه درکوو.نو خبره داده چې عاشق د معشوقې له لاسه دغه ډول شکايتونه کول حاکم اشتباه وکړه هغه سياسي بندي کړ او په سيا سي بنديانو کې حساب شو
    آه !د وطن مينان په دغسې خبرو زندان ته ځي چې د يوه مجاهد ولس سياسي سلاکار د شعلې پولې مشر شي او ددولت ټول صفوف له کمنستانو ډک شي او د هوسونو او خوندنو پر څوکي ناست اپورتونستان کته او پورته کيږي او په تيره بيا څوک چې دن د دسترخوان په زور ېې لږ او ډير د حکومت تګلارې تمرين کړي نو به خامخا ويره لري چې دا پيسې او قدرت څنګه تر لاسه ور کړو! ستره خبره ده نور خو سياست ښکر او لکۍ نه لري
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *