تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د راتلونکي ۱۳۹۸لمریز کال د حمل ۳۱ مه (میلادي ۲۰۱۹ کال د اپریل ۲۰ مه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.
ولسمشر غني د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتي و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدا یقیني کړي او نېټه ورته وټاکي.
ارګ تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ولسمشر غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له غړیو، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له مشر، د اروپايي اتحادیې له استازي او په کابل کې له یو شمېر سفیرانو سره د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر تیاریو خبرې وکړې.
ښاغلي غني د انتخاباتو له کمیسیونه وغوښتل چې د رای ورکوونکو د نوملیکنې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي او د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او نړیوالو څارونکو له لوري د دې پروسې د څارنې او ارزونې لار هواره کړي.
تراوسه پورې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه رسماً نه ده اعلان کړې خو ګومان کېږي چې ژر به دا نېټه رسماً اعلان کړي.
افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې د میزان په ۲۸ /اکتوبر ۲۰/ د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخاباتو په مخکې لري.