د افغانستان په مرکز او ولایتونو د کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د خلکو په پراخ ګډون روان دي.
شاهدان او خبریالان وايي چې د رای ورکولو پر مرکزونو د خلکو بیروبار تر هغه څه خورا زیات دی چې توقع یې کېده.
په اکثرو سیمو کې د رای ورکولو مرکزونه پرانستل شوي خو په میدان وردک، لوګر او زابل کې ځیني مرکزونه نه دي پرانستل شوي.
یو نیم ځای پر انتخاباتي مرکزونو د بریدونو راپور هم ورکړای شوی دی.
د پروان په غوربند کې وسله والو طالبانو د رای ورکولو پر مرکز له لېري د هاوان ګولۍ ورولي حو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو ویلي چې د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کې یې خلک په انتخاباتو کې ګډون کولو ته نه دي پرې ایښي او چا چې رایه ورکړې هغه یې لس زره ډالره جریمه کړی دی.
په ډېرو سیمو کې د رای ورکوونکو د بیروبار په خاطر د رای ورکولو د مرکزونو د زیاتېدو غوښتنې شوي دي.
ډېرو خلکو تاند ته ویلي چې ګومان یې نه کاوه چې په رای ورکولو به یې په خوست کې د ټاکنو په ورځ سهار وختي خلک ډلې، ډلې د رايې اچونې مرکزونو ته راووتل او د مرکزونو تر پرانیستل کیدو وړاندې د رایې اچونې مرکزونو ته په لیکو کې ولاړ ول، په دا ځل ټاکنو کې خلک د یوې ځانګړې لیوالتیا له مخې برخه اخلي
په زابل، غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې له امنیتي ګواښونو سره سره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي څانګې وايي، د دغو ولايتونو په زياتو ولسواليو کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانيستي دي او خلک کولای شي، هلته په ډاډه زړه رايه ورکړي. دوی وايي، تر دې وړاندې د ناامنيو څه ناڅه اندېښنې وې، خو اوس هغه هم نشته.
په زابل، غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي څانګې وايي، د دغو ولايتونو په زياتو ولسواليو کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانيستي دي او خلک کولای شي، هلته په ډاډه زړه رايه ورکړي. دوی وايي، تر دې وړاندې د ناامنيو څه ناڅه اندېښنې وې، خو اوس هغه هم نشته.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس احمد یوسف نورستاني د ټاکنو د امنیت لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.
نورستاني هیله څرګنده کړه چې خلک د رایو اچولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رایې ورکړي.
د ولسمشرۍ کاندید زلمي رسول له خپلو مرستیالانو، احمد ضياء مسعود او حبيبې سرابي سره په اماني لېسه کې خپلې رایې صندوق ته واچولې.
ګل اغا شیرزي هم په اماني لېسه کې رایه واچوله.
د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي له خپلو دوو مرستيالانو، عبدالرشيد دوستم، سرور دانش او نورو پلويانو سره د کابل په لويديځ کې د حبيبيې په لېسه کې خپله رايه وکاروله. داوود سلطانزوی هم خپله رایه د حبیبیې لېسې په انتخاباتي مرکز کې رایبکس ته واچوله.
عبدالله عبدالله د کابل استقلال لېسې ته لاړ او خپله رایه یې رایبکس ته واچوله.