تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلوا ک کمیسیون په داسې وخت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د اعلان د ځنډیدو خبر ورکړی دی چې د بهرنیو چارو وزارت د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د نړۍ شاوخوا څلویښت مشرانو او په لسګونو نړیوالو موسسو ته د ګډون بلنلیکونه استولې دي. ټاکل شوې وه چې دا نتیجې د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

د تاند د ترلاسه کړیو معلوماتو له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د ځنډ علت دا ښوول شوی دی چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم ارګ ته خبر ورکړی دی چې دوی له کمیسیونونو سره خبرو ته چمتو دي. البته تر اوسه د اصلاحاتو او همپالني انتخاباتي ټیم دا خبره رسما نه ده تایید کړې.

د تاند د معلوماتو له مخې د ولسمشر د لومړي مرستیال یونس قانوني په ګډون یو شمیر حکومتي کړۍ غواړي د دواړو کاندیدانو تر منځ یوه جوړجاړي ته لاره هواره کړي. خو د اشرف غني احمدزي د ټیم ځينو چارواکو نن هم د ډله ییزو رسنیو له لارې دا خبره وکړه چې دوی د سهامي شرکت په څير حکومت نه جوړوي او فشارونو ته به سر ټیټ نه کړي.

د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د ځنډیدو نښې د دوشنبه په ورځ هغه مهال ښکاره شوې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ازادي راډيو ته وویل« د ۱۹۰۰ مرکزونو د رایو بیا ځلي څیړنه به وشي او پاکې رایي به له ناپاکو بیلې شي. چې دا څیړنه څلور پنځه ورځې وخت غواړي».

تیره اونۍ اشرف غني احمدزي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي وو چې ابتدایي نتیجې او وروستۍ پایلي له مهالویش سره سمې اعلان کړي.

د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو ځنډ ښایي د انتخاباتو روانه ستونزه نوره هم ستونزمنه کړي، ځکه چې د عبدالله عبدالله پلویان چې دا نتیجې نه مني هغوی به نور هم زړه ور شي چې کمیسیون ترې ویریږي خو بل لور ته د کمیسیون چارواکي په دې باور دي چې دوی تر وسه وسه هڅه کوي چې د دواړو کاندیدانو رضایت حاصل کړي.

د ابتدایي نتیجو ځنډ به پر نهایي نتیجو اغیز ونه کړي ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت هم نن اعلان وکړ چې لوړې مراسمو ته تیاری نیول شوی دی او د اختر په پنځمه به دا مراسمو ترسره شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې وویل چې د نړۍ تر څلویښتو د ډیرو هیوادو مشرانو ته بلنلیکونه استول شوې دي او همداراز یو شمیر نړیوالو موسسو ته هم لیکونه استول شوې دي چې د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په دې مراسمو کې برخه واخلي.

ولسمشر حامد کرزي بیا بیا دا ویلي دي چې د لوړې مراسمو به په خپل وخت یعني د اختر په پنځمه ترسره کیږي او د ولسمشر کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم د دوشنبه په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو پر همدغې ټاکلي نیټې ټینګار وکړ.

0 thoughts on “د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې وځنډیدې”
  1. پدی ترتیب سره به د ولس باور په خپلو رایو او د انتخاباتو په کمیسیونونو کم شی او نوری لاس وهنی ته به زمینه برابره شی. د چا چی دومره زور نه رسیږی چی انتخابات دایر ، کنترول او نتایج یی اعلان کړی نو ښه به داوه چی هغه یی نه وی دایر کړی او په هغو پیسو به یی هیواد ته ټولګټی پروژی جوړی کړی وی.

  2. دا گلمرجان دير مردارسري دئ دده خبرو ته اهميت مه وركوي چي بيا به دير پشمانه شئ. دا خو د أفغانستان د خلكو په سر معامله كول دي . كه مو معامله كوله نو دا انتخابات د سه لپاره وو. دا سري ته په حكومت كي خاي وركول او خلكو په رأيو متيازي كول دي. بخشنه دى وي

  3. سلامونه او نیکی هیلی د تاند ویب پاڼی کارکوونکو او درنو لوستونکو ته!
    له بده مرغه چې د ټاکنو د کمیسون ځینی چارواکې نه نران دی او نه ښځي او نر ښځي هم تری شرف او ډیر غیرت لری ، د دوهم پړاو په ټاکنو کې دا دوهم ځل دی چې ابتدائي پایلو اعلان ځنډیږی، دلایل ئی دادی چې یا خو د ټا کنو د کمیسون چارواکې ویریږی او د پایلو اعلان نه شی کولای او یا خو خپله د ټاکنو کمیسون فاسد دی او غواړی چې په نهایی نتایجو کې تغیر راولی. او هر څومره چې د نتایجو اعلان ځنډیږی هماغومره په اقتصادی وضیعت، سیاسی ډګر، ټولنیز ژوند، امنیت بلکه د ژوند په هر اړخ اغیزه لری او هیواد کې جنګونو تعصبی مسایلو اونورو ته لار هواروی چې د دی هر څه مسؤلیت به د ټاکنو د کمیسون په غاړه وی.
    په احترام

  4. افغانی مشهور متل دئ چی وایی « چی مشر مو غمبر وی – اختر مو مازیګر وی» اوس نو لکه کرزی غوندی مشر مو چی په هیواد لرو هیڅ یو ملی پروګرام به سم پر مخ نه ځی، تاسو تر دې ننه پوری دکرزی کارونه ته وګورئ چی همیشه یی مردارئ کړیدی

  5. سلامونه مي قبل كري ،،

    ياره اوس افغان ولس خپل په وركري رايي پشيمانه دي نن او سبا ته يي كوي ،،

    بس داتول هرسومره وخت به ونيسي خو بيا به هم اشرف غني وي زكه دير تو پير شته ،،

    مننه

  6. دبایلوونکي منل اونه منل خوڅه فرض نه دي. که ویې مني سیاسي اخلاق به یې ثابت شي اوکه و يې نه مني ملت ته به نورهم منفورشي، ځکه چې دملت دارادې سپکاوی به یې کړی وي. په قانون کې هم دبایلوونکې منل کوم الزامي حکم نه دی.

  7. اصلي خبره د هعه ١٩٠٠ محلونه دوباره تفتيش ده كوم چي له ٥٩٠ پورته رأي كي موجود دي أو دا كار سره له صبا شروع كيژي او تر شنبي حلاصيژي انشالله د يكشنبي به تول نأتي يو زاي اعلان شي ، كومه خاصه د تشويش خبره نشته او تر د وخت ساسي مذاكرات هم كه وي خلاصيژي

  8. دا کولاي شي د خلکو باور په دي کميسون او موجوده حکومت له منځه يوسي او په راتلوونکي تولتاکنو کي به خپلي رايي ارزښتناکي و نه بولي

  9. قضاؤت؟
    به لنده توكه به ووايم خوك جه أساسي قانون ته احترام ونه لري،او أساسي قانون تر بشو لأندي كري او هم دافغانستان تول قوانين ،أصول ،،،مصوبات،دوزير أنود شورا فيصلي اونوري دولتي طرحوته احترام ونه كري دا لوي جرم دي.
    محتر م نورستاني صاحب ته دانتخاباتو مستقل كميسون مشرءي مستقل ،مستقل ،مستقل . جه استقلاليت دي نه شو به خاي كولو ولي دي دا مسوليت دتول ملت به مقابل كي ومنه جه ودي منو نو اوس قاطعانه بي له كوم ترسه تصميم ونيسه
    واءي.
    به جهان دزمريالو دي دا دوه كاره ءءءءءءءءءءءءءء يا به خوري ككري أويا به كأمر ان شي
    ديري بهاني او غوليدل بريزده قا نون ته مخ كره نتائج اعلان كره اوخبل تاريخي رسالت دي به خاي كره كه نه وي تاريخ به دي محاكمه كري ديوي ورخي نه بل وريخي ته سبارل او نتائج نه أعلا نول د وضعي دخر أبي سبب كرخي به دي بوه شه جه دو ضعي دخرابيدو مسول به ته وي.
    به دير درنشت سره

  10. salamuna….. dera grana pukhto mu lekale da… mehrubani okai laga asana pukhto lekhai che har sok pe pa asana sara poege… dera manana

  11. د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې وځنډیدې.
    د دې خبر په اوريدو سره سوالونه او اندېښنې راته پيدا سوه چي، د افغانانو د غميزي خط وسير به لا تر څو ؟! بهرنيان کنترولوي…
    مسکو او واشنګټن ترساړه جنګ شل کاله وروسته دا دی ، بيا د نړۍ په ګوټ ګوټ کي زور ازموينه سره کوي.
    بل خواه زموږ مسلح قواوي لا تر اوسه ملي سوي نه دي ،د تنظيمونو تر تاثير لاندي دي ،د نظار شورا،جمعت،وحدت ګوندونه هر وخت مرکزي حکومت ته سردردي جوړولایسي…
    اسلام آباد ،…تهران او مسکو د افغانستان په هکله خپل نظريات کوردينه کوي، تر څو خپل د خوښي حکومت په کابل کي ولري.

    تر ټاکنو وروسته د جګړو او مهاجرتو ډېرېدل هم د چنو وهلو او امتياز اخيستلو بل شکل دی چي د بهرنيانو پواسطه تر سره کيږي.

    د دې ټولو کورني او بهرني مشکلاتو سره ، بايد د افغانانو رايو ته زيان ونه رسيږي،او د مصلحتي حکومت(سهامي شرکت )څخه ډ ډه وسي.
    که د افغانانو پر رايو معمله وسي ، د افغانانو غميزه به نوره هم اوږده سي .
    صابرارمان

  12. اسلام عليکم.
    مونږ نه د عبدالله عبدالله دغه بي ځايه شرطونه منو او نه ديته لاره هواره ول غواړو چي په ملک کي دي اسطراري حالت او بيا دي کرزي صيب بيرته په ګدي کښيني د قانون له مخي دي اعلان وشي چي د چا څومره رايي دي او څوک يي حقدار دي.
    کنه نو په اينده انتخاباتو کي به لدي نه بل داسي يو لانجه من کس پيدا شي چي هغه لسم پړاو هم د انتخاباتو نتيجه مني تر هغي چي يي خپلي رايي زياتي وښودل شي

  13. دوستانو سلام
    یوه خبره کوم سره له دی چی سهامی شرکت د هیواد په تاوان دی ول بدیل یی تر دی هم په تاوان دی
    دنیا به مو یوازی بریدی او غله به دا سه ناسه چه شته غلا کی او هیواد د پاکستان او ایران استخباراتو د جنگ میدان شی.

  14. که د ټولټاکنو نتیچی په خپل وخت اعلان نشی نو ددی احتمال زیات لیدل کیږی چی یو ځل بیا اشتراکی حکومت ته لار هواره شی او دغه اشتراکی حکومت به د تیر په څیر هغی ناخوالی اوږدی کړی چی ملت ورسره په تیرو دیارلس کلونو کښی مخامخ وو

  15. دوستانو سلام
    یوه خبره کوم سره له دی چی سهامی شرکت د هیواد په تاوان دی ول بدیل یی تر دی هم په تاوان دی
    دنیا به مو یوازی بریدی او غله به دا سه ناسه چه شته غلا کی او هیواد د پاکستان او ایران استخباراتو د جنگ میدان شی

  16. یوه سړي واده کړی ؤ ، ( ۱۳ ) کاله یې د واده تېر شوي وو خو اولاد یې نه درلود . ډېرو ډاکټرانو ته یې مراجعه وکړه خو چا سم ځواب او نسخه نه ور کوله . آخر یوه ډاکټر ته ورغۍ او ور ته ویې ویل چې (۱۳) کاله کېږي چې زما اولاد نه شته ، ډاکټر سمد ستي پر دواړو خواوو ټېسټونه پیل کړل ، لابراتواري معاینې یې وکړې ، په جانب مقابل کې هېڅ نقص نه ؤ او یواځې د سړي شی لنډ ؤ او ځای ته نه رسېده . ډاکټر ور ته وویل چې شی دې لنډ دﺉ ځای ته نه رسېږي . نور نقص نه لرې . خو دا خپل شی همداسې سره کشوه ، کشوه ، آخر به د اولاد څښتن شې . نو اوس دا ځنډول هم له همغه کشولو سره سر خوري . نور څه نه دي . په ډېر معذرت له ټولو لوستونکو څخه خو که سړی نه وایي له غمه ووایي . څه وکړو . چاره څه ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *