تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو ۸ ملیونه او ۱ لک رایو تفتیش نن/ پنجشنبه پیلېږي.

د رایو پر تفتیش به، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې د دواړو کاندیدانو د استازو، او د ملګروملتو او نړیوالو څارونکو تر څارنې ترسره کېږي، په درې اوونیو کې بشپړ شي.

د انتخاباتو د دوهم پړاو له ابتدايي پایلو سره سم اشرف غني احمدزي څه باندې ۵۶ فیصده رایې ګتلې وې خو عبدالله عبدالله پټکه وکړه چې د انتخاباتو پایلې نه مني او موازي حکومت جوړوي. (د نیویارک ټایمز راپور)

د تفتیش کار په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې پر مخ وړل کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپل مامورین په دوو شیفتونو موظف کړي څو د ورځې د رایو زر صندوقونه تفتیش کړای شي.

د جان کیري په منځګړتوب د دوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې جزییات پرون څرګند شول. د دغو جزییاتو پر اساس بایلونکی کاندید به یا د اجرايي چارو ریاست په غاړه اخلي او یا به د اپوزیسیون مشري کوي چې زیات امتیازونه ورته منل شوي دي.

تفصیل ولولئ.

تخنیکي اختلاف د دوو کاندیدانو موافقه له خطر سره مخامخ کړې

عبدالله: که موافقه نه وای شوې د ده پلویانو نه یوازې پر ارک بلکې په ټولو ولایتونو یرغل کاوه

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *