تاند- د وروستیو معلوماتو له مخې د اشرف غني احمدزي د ټولو رایو شمېر تر دې دمه ۹۷۳۶۰۰ دی. د نورو ۷ کاندیدانو مجموعي رایې ۷۳۴۴۳۴ دي.
تراوسه پوري د ۳ ولایتونو (کندوز، پروان او پنجشېر) هیڅ رایه نه ده څرګنده شوې. غالباً به په پنجشېر او پروان کې د عبدالله عبدالله او په کندوز کې د اشرف غني احمدزي رایې زیاتې وي.
خو له بلې خوا په یو شمېر نورو ولایتونو کې، چې ګومان کېږي د اشرف غني احمدزي رایې به پکې زیاتې وي، اکثره رایې نه دي شمېرل شوي.
کونړ، فراه، هلمند، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې ډېرې لږې رایې یې شمېرل شوي دي. د دغو ولایتونو په شمېرل شویو رایو کې تر ټولو زیاتې د اشرف غني احمدزي دي.
په پکتیا کې شاوخوا ۴۰۰۰ رایې شمېرل شوي، په خوست کې شاوخوا ۲ زره، په هلمند کې تر زرو لږ، په کونړ کې څه باندې ۸ زره او په فراه کې شا وخوا ۱۲ سوه رایې شمېرل شوي دي.
اوس په شمېرل شویو رایو کې ۵۳۷۰۵۸ عبدالله عبدالله ترلاسه کړي. د زلمي رسول د ټولو رایو شمېر ۱۱۶۲۲۱ دی. ورپسې د عبدالرب رسول سیاف په ګټه ۶۸۶۱۸ رایې اچول شوي او د قطب الدین هلال د شمېرل شویو رایو شمېر ۱۱۱۷۹ ته رسېږي.
په ۸ ولایتونو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله رایې تر ډاکتر غني احمدزي زیاتې دي؛ لکه:
هرات، بادغیس، غور، بامیان، دایکنډي، بغلان (لږ تفاوت)، نورستان او میدان وردک.
له هرات پرته د پلازمینې کابل په شمول په ټولو لویو ښارونو کې اشرف غني احمدزي زیاتې رایې ترلاسه کړي دي.
اشرف غني په ۲۸ ولایتونو کې تر ټولو زیاتې رایې خپلې کړي خو ښاغلیو زلمی رسول، سیاف، هلال، ارسلا، سلطانزوی او شېرزی نه دي توانېدلي چې حتي په یوه ولایت کې د رایو د شمېر له پلوه لومړی یا دوهم ځای ترلاسه کړي.
په کندهار کې، چې ګومان کېده ښاغلی رسول یا شېرزی به پکې زیاتې رایې خپلې کړي تر ټولو زیاتې رایې د اشرف غني احمدزي په ګټه کارول شوي، ورپسې ډاکتر عبدالله دی.
په کندهار کې احمدزي ته ۱۱۹۸۵ رایې او عبدالله ته ۷۲۶۸ رایې اچول شوي دي.
په مقایسوي ډول په جنوبي ولایتونو کې عبدالله تر ټولو زیاتې رایې په کندهار کې ترلاسه کړي دي.
په دې هیله چې پاتې ټولی رایې د غني احمدزي په ګټه تمامې شی.
امید ډاکتر صاحب اشرف غنی احمدزی ګټونکی وی اما لیکنه کی مشکل شته دی دا ارقام درست ندی
اول خو د لیکلی چی په دریو ولایتونو کی هیڅ رایه نده شمیرل شوی
بیا وایی چی داکتر عبدالله په آته ولایتو کی زیاتی رایی ترلاسه کړیدی او
بیا د لیکلی چی په ۲۸ ولایتونو کی ډاکتر صاحب اشرف غنی تر ټولو نوماندانو زیاتی رایی اخیستی دی
هو وروره افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه لری اول خو یی جمع کړی بیا یی ولیکه
بس دی