تاند – د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو رای شمیرنه په ځینو مرکزونو کې پیل شوې ده.
دا بهیر د کابل په یو شمیر مرکزونو کې تر څلورو بجو وروسته شروع شو او د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې هم رایي ګڼل پیل شوې دي.
د راییو شمیرل وروسته تر دې شروع شول چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیا الحق امرخیل وویل چې انتخابات ښه ترسره شول او رسما په څلور بجو دا انتخابات پای ته ورسیدل.
ضیا الحق امرخیل زیاته کړه چې د راي ورکولو هغه مرکزونه چې کتارونه ورته ولاړ دي تر هغو به پرانیستې وي چې دغه خلک خپلې رایي ورکړي.
د انتخاباتو د دارالانشاء د کمیسیون مشر ضیا الحق امرخیل وویل، په لومړي پړاو د دې لپاره د انتخاباتو وخت تمدید شو چې باران وو او هوا ښه نه وه.
د کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې د انتخاباتو پر مهال ۱۵۰ بریدونه دفع شوې دي او مخالفانو ته سخت تلفات اوښتې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي وویل چې تر تیرې شپې په مرکز کابل کې د دښمنانو په لسګونو بریدونه خنثی شوې دي. عمر داوود زي زیاته کړه چې د ماسپښین تر درې نیمو بجو څلور پولیس وژل شوې دي او د ملي اردو درې تنه شهیدان شوې دي. د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې مخالفانو ته بیا ډیر تلفات اوښتې دي، خو عمر داوود زي دا ونه ویل چې څو تنه حکومت مخالفه وسله وال وژل شوې دي.
فاریاب
په میمنه کې د رایي ورکولو پر یوه مرکز کې ماسپښین مهال چاودنه وشوه چې څلور تنه یې ټپیان کړل. یوې خواته امبولانسونو ټپیان انتقالول او بل لور ته خلک بیا د رایي ورکولو پر مرکز راټول شول چې رایي ورکړي.
په فاریاب کې تر دولس بجو وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو په یوه مرکز کې پر رایي ورکوونکو ډزې وکړې. دا پیښه د ننګرهار د پیښې په څیر ده چې پولیسو تعقیب نه کړه. په ننګرهار کې د عبدالله پلوي پخواني جهادي قوماندان انجنیر غفار ساتونکو نن درې تنه ټپیان کړل او یو شمیر هغه کسان یې ووهل چې اشرف غني احمدزي ته یې رایي ورکولې.
جوزجان
د ښځو ونډه په انتخاباتو کې ډیره وه. د ځینو راپورونو له مخې د جوزجان په مرکز شبرغان کې دا ځل دومره ښځو رایي ورکړې دي چې تر نارینه و یې شمیر زیات وو.
بلخ
د بلخ د انتخاباتو کمیسیون رییس عزت الله ارمان وایي د سیمه ییزو زورواکو د مداخلې له امله دوه مرکزونه په مزارشریف ښار او درې نور هم په چمتال او زارع ولسوالیو کې وتړل شول.
بل لور ته د بلخ والي عطا محمد نور چې د عبدالله عبدالله پلوي کوي نن په مزارشریف کې وویل چې د پکتیکا په برمل او اورګون ولسوالیو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه صندوقونه ډک شوې دي. د بلخ والي دا ادعا هم وکړه چې د فاریاب په مرکز میمنه کې د اشرف غني په ګټه صندوقونه ډک شوې دي.
د بلخ والي عطا محمد نور چې د لومړي پړاو په انتخاباتو کې یې ویلي وو چې ویني به وبهیږي، نن یې وویل که د ده د خوښې برخلاف هم څوک بریالی شي دی به یې ومني.
خوست
په خوست کې په انتخاباتو کې دا ځل د ښځو ونډه ډیره پراخه ده. د خوست په ولسوالیو کې امنیت تامین دی او یوازینۍ ستونزه د رایي پاڼو د کمبود ده.
پنجشیر
د اریانا تلویزیون خبریال خبر ورکړ چې په دې ولایت کې داسې ماشومانو چې عمرونه یې لس یولس کلن وو د رایي ورکولو کارټونه لرل او رایي یې ورکولې.
د پنجشیر په هغو سیمو کې چې ښځې رایي ورکوي خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي.
په پنجشیر کې یو شمیر هغه کسان هم رایي ورکوي چې له پنجشیره بهر په موټرو کې راځي.
ښایي دا به هغه کسان وي چې بل ځای هم رایه ورکړي او په پنجشیر کې هم راییه ورکړي.
غور
په غور کې د انتخاباتو د لومړي پړاو په پرتله د راپورونو له مخې لږ خلکو رایه اخیستې ده. د دغه ولایت په ولسوالیو کې بیا د ډیرو لږو رایي د ورکړې راپورونه خپاره شوې دي.
غزني
د پاڅون کوونکو مشر فیض الله فیضان تاند ته وویل چې سیمه ییزو طالبانو د خلکو د رایي ورکولو مخه ونه نیوله. خو په ورته وخت کې ښاغلي فیضان زیاته کړه چې پنجابي طالبانو بیا داسې کار نه دی کړی او په ځینو سیمو کې یې بریدونه کړې دي.
د ګیرو په ولسوالي کې هم خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده او افغان طالبانو د هغوی مخه نه ده نیولې.
کابل
د پلچرخي په سیمه کې د الله ګل مجاهد او ملا ترخیل د ساتونکو تر منځ نښته شوې ده. په دې پیښه کې دوه تنه ټپیان شوې دي.
په سیمه کې وسله وال ځای پر ځای شول خو بیا هم یو یو تن تر څلورو بجو وروسته هم ورغی چې رایي ورکړي.
بادغیس
په دغه ولایت کې په ځینو سیمو کې د خلکو مخه نیوله چې رایي ورکړي او دوی د خلکو رایي اخیستې او هغه یې په خپله ګټه استعمالولې. راپورونه وایي چې د بادغیس په ځینو سیمو کې بیا سیمه ییزو اربابانو یو ورځ مخکې تر انتخاباتو د ښځو د رایي ورکولو کارتونه اخیستې وو څو په خپله ګټه یې وکاروي.
کندهار
په کندهار ښار کې ښځو دا ځل د تیر ځل په پرتله ډیرې رایي ورکړې دي.
افغان ولسه ویښ شئ اودخپل سراورموپخپله مړکړئ له ظالمانو نور امید مه کوئ دوئ داهرڅه خپل حق ګڼي که په زور وی که په خوښه دولس رای اوغوښتنوته احترام نشته دادزوروروحق دی چې وایې زه به دي وهم خو ته دژړاحق هم نه لری داقوم دوۍ ته بنی اسرایل ښکاري اوځان ورته فرعونیان ښکاري.که نه سرکاري زواکي ولی په خلکوډزي کوی ولس اوپولس یې تماشه کوی.شفاخانه مني چي مړي اوزخمیان وروړل شوي دولت،اوردو، پولیس اامنیت نه خبر دی اونه راپور لری اونه د ازادئ دښمن نه پوښتنه کوی اونه پري قانون پلي کوي دانه ملی دولت دی اونه ملی اوردو اونه ملی امنیت بلکه ملوک الطوایفي ده اونور شخصی ملیشي دي. ګرانو وطنوالوسوال دادی چې زه دملک دسرنویشت لپاره خپله رایه کاروم اوته راباندی ډزي کوه .څه شوله بشردوستي دبیان ازادي اوانساني کرامات.له چا امید وکړو اوله چا ګیله؟
د نظار شورویان او د هغوی ډنډوره چی ښاغلی عبدالجبار بی ثباته غواړی د خپل بام واوری په ملی شخصیت ښاغلی امر خیل ورواچوی ا و هغه ملامتوی
چی ګواکی تقلب یی کاووه او د رایو صندوقونه یی چیرته وړل کوم یو به لوی ظلم وی د معصوم او بیګناه انسانانو وژل او هغوی مجبورول چی د ظلم او استبداد نماینده ته رایه ورکړی. د دوی ټول صندوقونه په تقلب ډک شوی او یوه حقوقی قاعده یی زده کړی چی د هغی په اساس ښاغلی امرخیل باید محاکمه شی ، ځکه چی هغه یی د سترګو خار دی . خو بی ثبات صاحب په یاد لره چی نور به زړی کنجاړی په خوب هم ونه وینی او د ښاغلی امرخیل نوم هم لږ په احتیاط سره یاددوه هغه د ټولو افغانانو په زړه کی ځای لری . هغه خیانت نه کوی او که فرض محال خیانت هم وکړی د هغه خیانت دملت په ګټه ده د افغانستان پیاوړی او باتور ملت د خپلو قهرمانانو کارنامی ستایی او ستا د جرات او عبدالله او امان ګوزر جفا له ملت سره هم واضیح ده.
نظر ورکړم خپور نشی ولی دملی منا فعو سره ټکر ده ؟ او که دپاڼی چلونی پا چا هی ده ؟ مطبوعات باید بی طرفه وی