تاند – د افغانستان د انتنخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لس فیصده نتیجه اعلان کړه چې له مخې یې، عبدالله عبدالله ۴۱ اعشاریه ۹ فیصده رایي خپلې کړې دي، اشرف غني احمدزي ۳۷ اعشاریه شپږ فیصده رایي ګټلې دي او زلمي رسول ۹ اعشاریه ۸ فیصده رایي وړې دي. عبدالرب رسول سیاف ۵ اعشاریه اووه فیصده رایي او قطب الدین هلال ۲ اعشاریه اووف فیصده رایي خپلې کړې دي.
دا رایي د شپږویشت ولایتونو دي .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستاني خبرې غونډې ته په کابل کې وویل چې دا یوه برخه نتیجې دي او تغییر پکې را ځي. د نورستاني په وینا تقلب په ډیرو ځایونو کې شوی دی او هڅې کوو چې دا تقلب پاک کړو.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ژمنه کړې وه چې د ۲۰ ولایتونو ۱۰٪ نتیجه به د شنبې په ورځ اعلانوي، خو بیا داسې راپورونه خپاره شول چې کاندیدان جوړجاړي ته هڅول کیږي او په دغو نه تایید شویو راپورونو کې وویل شول چې ولسمشر کرزی کاندیدان هڅوي چې له دوهم پړاو انتخاباتو راوګرځي او په خپلو کې جوړجاړی وکړي.
د همدې راپورونو له مخې ویل شوي وو چې حامد کرزي له اشرف غني احمدزي څخه غوښتي چې یو شمیر وزارتونه، سفارتونه او ولایتونه عبدالله عبدالله او زلمي رسول ته ورکړي او یو ایتلافي حکومت جوړ کړي خو احمدزي له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دوهم پړاو انتخابات مني او ایتلافي حکومت نه جوړوي.
د جعلي راییو او درغلیو راپورونه هم د کاندیدانو له لورې له کمیسیون سره شریک شوې دي. د اشرف غني ډله تور پورې کوي چې په ځینو ولایتونو کې د عبدالله او زلمي رسول کسانو صندوقونه ډک کړې دي. د عبدالله ډله بیا وایي چې د افغانستان په جنوب کې د اشرف غني په ګټه نارینه و د ښځو پر ځای رایي کارولي دي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر غړیو هم تور پورې شوی دی چې قصدا یې په ځینو مرکزونو کې رایي اچوونکو ته ویلي دي چې رایي پاڼې خلاصی شوې دي څو هغوی رایي ورنه کړي او په ځینو مواردو کې دا خبره هم شوې ده چې د کمیسیون خلکو مخکې تر ټاکلي وخت خپل مرکزونه د انتخاباتو په ورځ تړلي وو.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په خپلې ویبپاڼه کې اعلان کړی دی چې د دوی له نتیجو پرته چې کومو کسانو په فسبوکونو او نورو عامه رسنیو کې د انتخاباتو د نتیجو اعلانونه کړې دي هغه سم نه دی او له قانوني پلوه د منلو نه دي، ځکه چې خپلواک کمیسیون یوازینۍ رسمي مرجع ده چې د نتیجو د اعلان حق او صلاحیت لري.
که چیرته په اتو کاندیدانو کې یو هم تر پنځوس فیصده زیاتې رایي خپلې نه کړي انتخابات به دوهم پړاو ته ولاړ شي چې بیا به د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ چې تر نورو یې ډیرې رایي ګټلې دي د دوو اونیو په ترڅ کې بیا انتخابات وشي او هر کاندید چې ډيرې رایي خپلې کړې هغه به ګټونکی اعلان شي.
ټاکل شوې ده چې د دې انتخاباتو ابتدایي نتیجې د غویي په لومړۍ اونۍ کې او بیا وروستۍ رسمي نتیجې د ثور په ۲۴ اعلان شي.
دا د هغه ولایتونو د هغه محلاتو رایي دي چې عبدالله عبدالله په کې په غوڅ اکثریت رایي ترلاسه کړې وي او ځکه یي اعلان کړې چې کرزی په اشرف غني احمدزي باندې فشار راوړي چې یو ایتلافي حکومت جوړولو ته غاړه کیږدي او ډاکتر عبدالله او زلمي
رسول ته پخپل حکومت کې یو شمیر وزارتونه او سفارتونه ورکړي مګر اشرف غني احمدزي غوڅ ځواب ورکړی دی او ویلې یي دي چې دویم پړاو ټاکنو ته ځي خو ایتلافي حکومت نه مني. د ملت د ټولو وګړو په ځانګړې توګه خوانانو دا هیله ده چې نوره د کرزي دا کرغیړنه کابینه نسکوره شي او پرځای یي یوه نوې تخصصی کابینه چې د قومیت او ملت پرستې پربنسټ نه بلکه د شایسته سالارۍ پربنسټ جوړه شوي وي، رامینځته شي او دا بې وزله ملت نوره د دې کړاوونو څخه وژغوري. ټول ځوانان او د ملت وګړي په دویم پړاو کې هم د ډاکتر اشرف غني احمدزي سره دی او په غوڅ اکثریت کولای شي بریا ومومي. لومړی خو داچې په همدې لومړې پړاو کې ګټوونکی دی او که نه هم وي نو په دویم پړاو کې خو یي حتماً ګټونکی دی.
په درنښت
نور
مبارک وی ان شاالله عبدالله عبدالله کامیاب کیژی!
دا نتایج خو داسې ښیي چې اشرف غني د قزلباشې د زوی قره قلۍ چپنزي خبره نه ده منلې او دا د چپنزي له خوا ډاکټر غني ته یو اخطار دی.
زه فکر کوم چه دا د هفو ولایتونو ۱۰ فیصده نتیجه ده چه عبدالله عبدالله پګی مخګی وه او کابل ته یی نتیجی ژر رارسیدلی دی لکه پنجشیر کاپیسا پروان مزار شریف او څینی نور شمالی ولایتونه نوپه دی حساب مونږ به نهایی نتیجی ته په بی صبری سره انتظار باسو چه انشالله د احمدزی صاحب تیم به ډیری ښی پایلی ولری. چه اوس هم د احمد زی صاحب تیم په ډیر ښه موقعیت کی دی
كرزی غواړي چی داسی یو حکومت راشي چی دی په کی بیا مطرح وي او نه غواړي چی داسی یو حکومت راشي چی په کی پاک او مسلکي کسان وي او هیواد له دی کړکیچ او بد بختۍ وباسي،کرزی د قدرت تږی او په معذرت سره باید واضیح ووایم یو بی وجدانه انسان دی،،هره ورځ د خلکو وینی توییږي پښتانه او په مجموع کی ټول افغانان وژل کیږي،دی لا بیا هم دخپل حکومت په څیر یو ایتلافي ګډ وډ حکومت چی د غلو ،قاتلانو او مفسدینو ډک وي غواړي چی خلک بیا په راتلونکي کی دی راولي او ووایي چی کرزی ښه سړی وه او دی د ژوند تر پایه په ارګ کی پاتی شي ،بدبختي داده چی هیڅ ولسمشر له ارګ څخه په رضا نه وزي تر څو یی ونه وژني، کرزی د خلکو هیلی او ارادی تر پښو لاندی کوي،او خپل پخواني داړه ماران بیا قدرت ته رسول غواړي،دا خو جوته ده چی دا که مخلوط حکومت راځي او که عبدالله راځي د کرزي له حکومت څخه به بدتره وي افغانان مجبوره دي چی د دوي د جوړ جاړي او ساخت و باخت قرباني شي،په دی اتو کاندیدانو کی له عبدالله او زلمي رسول څخه دا نور ټول ښه دي او د خلکو اوهیواد په درد دوا کیږي.که اشرف غني نه راځي او عبدالله راځي نو د ایتلافي حکومت نه به ښه داوي چی بیا یی دوي ته پریږدي ،تر څو اشرف غني له دوي سره بدنام نه شي،مننه
د ډاکتر صاحب غنی ملګري باید دغو پایلو ته خوشحاله شي ځکه: نور نو د زلمي رسول او حکومت له فشاره راووتل. حکومت او د زلمي رسول کسانو په تېرو دوه، درې میاشتو کې ټول وخت په دې ولګاوه چې ډاکتر صاحب تخریب کړي څو په دې ډول پښتانه یو ځل بیا یرغمل شي او د تېرو لسو کلونو غوندې یې د ملاعمر او کرزي خېلو له خوا قتل عام جاري پاتې شي خو نور نو رسول د تاریخ په کنده کې ولوېد او دغه منفي او مضره انرژي به د ډاکتر په خلاف نه لګېږي. نو ډاکتر صاحب یې خامخا ګټي. لږ صبر او لږ همت!
اسلام علیکم ګرانو وروڼو او خویندو څرنګه چی تاسی د انتخاباتو په ورڅ خپله میړانه دنیا والو ته وښوده په بیا بیا به یی ښیو څرنګه چی کرزی هڅی کوی تر څو یو د معاملو نه د ده په څیر ډک حکومت راشی نو کرزی بیا د خپلو بادارانو به اشاره هځی کوی تر څو د افغانستان پرمختګ ټکنی کړی او د خلکو رایی او سرښندنی په اوبو لاهو کړی نو که چیرته ډاکټر صاحب اشرف غنی یو داسی ناوړه معاملی ته غاړه کیږدی نوموړی به د افغانستان د کلونو کلونو ځوریدلی ملت له خوا د یو ملی خاین په رقم ملت ته معرفی شی کرزی یو ملی خاین دی او د حکومت په وروستی دور کی نور هم غواړی خپل ځان خلکو ته د ملی خاین ور وپیژنی.که انتخابات دوهم دور ته ځی نو ډاکټر اشرف غنی صاحب د انشاالله مطمین اوسی چی تر تیرو انتخاباتو به د وطن په ابادی مین خلک سره د هر ډول تهدید راوځی او خپلی رایی به کاروی حی
مه خفه کيږۍ ، ملت راویښ شویدئ ، دوی چې کومې د مداريتوب لوبې شروع کړيدي د خپل ځان ، څوکۍ او موقف ساتلو لپاره دي ، اشرف غني پدې ټولو ښه پوهیږي ، زمونږ هیله د ټولټاکنو د کميسیون مشر او ډلې څخه ېې داده چې هغه بدماشان چې غواړي تاسې و ویروي هیڅ نشي کولای د خپل ملت لپاره قربانۍ ورکړۍ خو خپل تاريخ لکه د تیرو پشان بدنام نکړۍ چې خلک درته آفرين ووايي او دعا درته وکړي
زه د دوستانو هر يوه نعيم، نور كنديري ش،صالحزي، لكيني تأيد وم صرف غوارم دمحترم داكتر اشرف غني خخه هيله وكرم جه به هيخ صورت سره ائتلاف ونكري مونز تول دستا شاته ترسر قرباني ولار يو كه غواري ملت تباه كري ائتلاف وكره ،اوكه غواري ملت ته دمافيا له كري خخه نجات وركرياءيتلاف به نه مني داتاريخي موقع دلاسه ورنه
كري.
موفقيت ستا به نصيب دي ستا موفقيت دملت موفقيت دي
جلالزوي
ګرا نو هیواد والو
زه په کا مل اطمینان ډاډ درکوم چی ډا کتر غنی په اوله دوره کی کا میاب ده دا یو ه فا هیشه لوبه د فا هیشو وه دا هیڅ امکان نلری ځکه د ملت څخه دی پو ښتنه وشی چی را یه یی چا ته ورکړی ده زمو نږ د ډا کتر غنی څخه دا هیله ده که همدغه اعلان څه نو قص ولری دده غږ ته ملت انتظار با سی دده غږ زمو نږ قوی منډه په والله با الله صمت الله چی قا ضی دغه قسم ورکوی زما اوه زامن دی الحمد الله دا اوه واړه ما قر بانی ته اماده کړی ځکه ددو ی
دغه قر بانی به نور ملت ددی فا هیشو مفسیدو او حرفوی قا تیلانو د تدریجی مرګ څخه وژغوری ډا کتره ستا غږ او زمو نږ منډه