تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو کاندید هدایت امین ارسلا او ټیم یې د یوې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
په هغه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه هدایت امین ارسلا وویل چې د دې لپاره یې دا پریکړه وکړه چې د ده د انتخاباتي ټيم او د اشرف غني د ډلې تر منځ په ګڼو مواردو کې د نظر یووالی موجود دی.
بل لور ته د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین د مشرانو په وینا ویل شوې دي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو بل کاندید قطب الدین هلال هوکړه کړې چې د اشرف غني له ټیم سره به په دوهم پړاو کې یوځای کیږي.
قطب الدین هلال په لومړي پړاو کې پنځم کاندید و چې ډیرې رایي یې ګټلې وې او امین ارسلا بیا د کاندیدانو د لست په پای کې وو. خو امین ارسلا په تیرو څه باندې دیارلس کلونو کې چې د طالبانو حکومت پرزول شوی دی، تل حکومتي چارواکی پاتې شوی دی.