د سرحدونو اوقبایلو چارووزارت د ډاډګېرنې اوخواخواږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ موخبرترلاسه کړ، چې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس لومړی مرستیال ښاغلی مارشال محمد قسیم فهیم دورپېښې ناروغې له کبله ژوند حق ته وسپارلو.
اناالله وانا الیه راجعون
اروښاد مارشال محمد قسیم فهیم په افغانستان کې دمجاهدینودبریالیتوب اود سرولښکرو د یرغل پر وړاندې د جهاد په لارکې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي او په هېواد کې د موقتي ادارې له جوړیدو نه وروسته يې د ملي دفاع د وزیر او د جمهور رئیس د لومړي مرستیال په دندو کې د افغانستان د امنیتي او ملکي ادارو په بیا جوړونه او د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي په برخه کې هم زیات کار کړی دی .
دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت د ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم مړینه دهېواد په کچه یوه ستره ضایعه بولي دلوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته دفردوس جنت ، کورنۍ، خپلوانو اوګرانو هېواد والوته د ډاډګېرنې ترڅنګ دجمیل صبرغوښتنه کوي.
محمد اکرم خپلواک
د سرحدونواوقبایلوچارو وزیر
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د خواخوږۍ او غمشریکۍ پیغام.
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د جهاد او مقاومت د دورې یو پیاوړي سر لاری او د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ورپیښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي. انا الله و اناالیه راجعون.
ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم د افغانستان د جهادي او سیاسي مشرانو په کتار کې یوه څرګنده څیره وه چې په هیواد د سرو لښکرو تر یرغل وروسته یې د جهاد سنګرونه تاوده ساتلي ول، د مقاومت په دوران کې یې د هیواد ساتنې او پالنې هاند و هڅې له هیچا پټې نه دي او په دې وروستیو لسو کلونو کې یې ټولې هغه سیاسي هلې ځلې چې د ګران هیواد افغانستان د ښېرازۍ او بیا ابادۍ لپاره کړي د ستاینې او یادولو دي. په اوسنیو حالاتو کې د ده مړینه یوه ستره ضایعه ده.
اصالتا د خپل ځان او وکالتا د لغمان ولایت د ملکي او نظامي ادارو، ولایتي شورا او د لغمان د ټولو درنو پرګنو او مجاهدو ولسونو په استازولئ د افغانستان جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزي، د کابینې محترمو غړیو او د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته خپل د تسلیت او ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم ��و د څښتن تعالی له درباره هغه ته د فردوس جنت او کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ټول مجاهد ولس ته د جمیل صبر هیله لرم.
امین یا رب العالمین
خوست ولايت مقام
د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
نن دحوت دمياشتې په ١٨نېټه مو په ډيره خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې
دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس لومړي مرستيال مارشال محمد
قسيم فهيم د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.
انالله وانا اليه راجعون
محمد قسيم فهيم په ١٣٣٦لمريز کال کې دپنچشير ولايت د عمرض سيمې په يوه
دينداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې ،لومړنۍ زده کړې يې په همدې
سيمه کې سرته ورسولې او دنورو لوړو زده کړو لپاره په ١٣٤٩لمريز کال کې
پلازمېنې کابل ته راغى او دکابل ولايت په دارالعلوم کې يې خپلې زده کړې
پيل کړې.
نوموړي تر زده کړو وروسته دجهاد دليکو دپياوړتيا لپاره خپلې مټې را
ونغښتي دمقدس جهاد دبريا لپاره يې داسې قوې هستې رامنځته کړې چې دافغان
ولس مجاهده يې بريالۍ او مجاهدين يې دازادۍ او خپلواکۍ اتلان کړل.
دجهاد اومقاومت پرمهال يې دافغانستان په بېلابېلو س��مو کې دمجاهدينو
دليکو رهبري او مديريت پرغاړه درلود او دافغانستان دټولو جهادي ګوندونو
سره يې ښې او دوستانه اړيکې درلودې.
دډاکټر نجيب الله دحکومت له سقوط وروسته دمجاهدينو په بريا سره محمد
قسيم فهيم دوخت دحکومت دامنيت دوزير په حيث مقرر شو ،دبن له تاريخي
پريکړې وروسته دموقتې ادارې پرمهال دافغانستان دجمهور رئيس دلومړي
مرستيال او دملي دفاع دوزير په حيث يې دنده سرته ورسوله ،په ١٣٨١لمريز
کال کې دثور دمياشتې په ١٥نېټه ورته دلوړ ملي خدمت او دهېواد دازادۍ په
لاره کې دنه ستړې کيدونکو هڅو له امله ورته دهېواد په کچه لوړ نظامي رتبه
ورکړل شوه او نوموړى دافغانستان مارشال شو.
دجمهوري رياست لپاره تردوهم ځلي ټاکنو وروسته مارشال محمد قسيم فهيم
دافغانستان دلومړي مرستيال په حيث تعين شو او تر نن ورځ پورې يې خپل خدمت
ته دوام ورکړ.
مارشال محمد قسيم فهيم دخپل عمر په اوږدو کې دوطن جوړونې لپاره غوره کړنې
ترسره کړې ،چې ددې هېواد دتاريخ په حافظه او دولسونو په منځ کې به دتل
لپاره ياديږي.
زه دخوست ولايت دمحلي حکومت ،ولسونو ،ولايتي شورا ،علماوو شورا ،سولې
کمېټې ،مدني ټولنو ،کلتوري بنسټونو بلکې ټولو ولسونو په استازيتوب خپل
دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دافغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور
رئيس جلالتماب حامد کرزي ،دکابينې غړو،ملي شورا ،دمارشال محمد قسيم فهيم
کورنۍ ،دوستانو ،دجهاد ملګرو ،دافغانستان ټول ملت اوپه ځانګړې توګه دخوست
شريفو ولسونو ته وړاندې کوم. دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد
قسيم فهيم مړينه دافغانستان دټول ملت لپاره يوه لويه ضايعه بولم ،مرحوم
ته دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم.
عبدالجبآرنعيمي
خوست والي
د مالیې وزارت د خواشینۍ پیغام
د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د مالیې وزارت د مشرتابه، رئیسانو او کارکوونکو په استازیتوب د جهادي شخصیت او د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې له امله جلالتماب ولسمشر، د کابینو غړو، افغان ولس او د متوفی کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوي. د ده مړینه د افغانستان مجاهد ولس ته یوه ستره ضایعه بولي او نوموړي ته د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه د جنت الفردوس او وارثینو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. انالله و انا الیه راجعون
د زابل ولایت د والی د غمشریکی پیغام
زابل /افغانستان- همداڅو شیبی وراندی می په ډيری خواشینی سره خبر ترلاسه کړ چی زما دجهاد دسنګرملګری دجلالتماب ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم دورپیشی ناروغی لکبله چی کلونه کلونه یی ورڅخه رنځ اوړ نن دافانی نړی ترک کړه اودا ابدیت سره یوځای شوی دی.
انالله واناالیه راجعون ط
دمارشال صاحب وفات په دی مقطع زمانی کی چی افغانستان دسختو تاریخی شبیو
څخه تیریږی دهیواد ولسمشر ټول افغان دولت او ټول افغان ملت ته یوه ستره
اونه جبیره کیدونکی ضایع ده.
مارشال صیب ته فردوس جنت کورنی دوستانو اودحکومت به ګډون ټولو افغانانو
ته یی به اړه تسلیت وایم اودزابل دمجاهد ولس به استازیتوب به دی ملی ویر
کی شریک یو.
الحاج محمداشرف ناصری
دزابل ولایت والی
پیام روند 3
بمناسبت درگذشت مارشال محمد قسیم فهیم معاون اول رئیس جمهوری
کابل، 18 حوت 1392
با تاسف اطلاع حاصل نمودیم که مارشال محمد قسیم فهیم معاون اول ریاست جمهوری اسلامی افغانستان و مارشال افغانستان و یکی از شخصیتهای برجسته ی صحنه ی سیاسی و دوره های جهاد و مقاومت مردم افغانستان از بابت مریضی که عاید حال اش گردیده بود قبل از ظهر امروز (یکشبنه 18 حوت 1392) دار فانی را وداع گفته و به حق پیوست.
انا الله و انا اله راجعون ه
روند3 ضمن تقدیم مراتب تسلیت به رئیس جمهوری اسلامی افغانستان، خانواده و بازماندگان آن مرحومی و تمام ملت عزیز افغانستان، وفات مارشال کشور را ضایعه ی بزرگ در این مرحله ی حساس میداند.
برای پیامهای رسانه ای روند 3، با کمیته مطبوعاتی ما بتماس شوید:
قدرت صافی:
د ډاکټر عبدالله عبدالله پیغام!
د وتلي او نومیالي مجاهد، برجسته شخصیت، د مقاومت زړور قوماندان، یار، ملګری، د ملي اتل ځایناستي او ګران ورور مارشال محمد قسیم فهیم ناڅاپي مړینه راته غافل ګیر کوونکې او دردونکې وه، چې زه او د جهاد او مقاومت ټول همسنګران او لارویان یې له زړه ودردولو او د ویر په ټغر یې کېنولو. هغه زما لپاره یوه ګران ورور او د لارې ښه دوست و. هغه یو برجسته او ځانګړې سیاسي څېره، یو مقتدر دولتمرد، رښتینی خدمتګار، واقعي، وطن دوست او باغیرته افغان و، چې یو عمر یې د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال لپاره مبارزه وکړه، هېڅکله او په هېڅ شرایطو کې یې خپل خلک یوازې پرېنښودل.
ګران ورور ښاغلی مارشال محمدقسیم فهیم د یوه یار او د ملي اتل د سنګر ملګري په توګه، د هېواد د څو وروستیزو لسیزو په تحولاتو کې یې مهم رول او اغېز درلود، چې د هېواد په سیاسي او ټولنیزه برخه کې یو پیاوړی محور بلل کېده، د افغانستان په مدرنه دولت دارۍ او د هېواد د نوي سیاسي پړاو په بنسټ ايښودلو کې یې ځانګړی، برجسته او انکار ناپذیره رول درلوده. د هغه نشتون جبران ناپذیره ضایعه ده، چې خلا زموږ د هېواد او خلکو لپاره نه ډکېدونکې ده.
زه له غم او ویر له ډک زړه او ژورو تاثراتو سره د دې نومیالي شخصیت، هملاري، د سنګر ملګري او ورور مړینه ځان، د جهاد او مقاومت کورنۍ او ټول افغان ملت ته، د مرحوم محترمې کورنۍ ته په ځانګړي ډول د هغه ورونو بچیانو ته تسلیت وایم او هغه عزیز ته، له پاک خدای نه جنت فرودس او د فامیل محترمو غړو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.
انا لله وانا الیه راجعون
د مارشال محمد قسيم فهيم پر مړینه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام
نېټه : ١٣٩٢-١٢-١٨
کندهار افغانستان- په ډېر غم او خپګان سره مي خبر تر لاسه کړ چي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د ورپېښي ناروغۍ له امله د آبد لپاره له دې پاني نړۍ سره مخه ښه وکړه او مړ.
انا لله وانا اليه راجعون.
د مارشال محمد قسيم فهيم مړينه د افغانستان او ټول ولس لپاره يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايع ده.
محمد قسيم فهيم په ١٣٣٦لمريز کال کي د پنجشير ولايت د عمر سيمې په يوه دينداره کورنۍ کي زېږېدلی، لومړنۍ زدکړي يې په همدې سيمه کي سرته رسولي دي او د نورو لوړو زدکړو لپاره په ١٣٤٩لمريز کال کي پلازمېني کابل ته ولاړ او د کابل ولايت په دارالعلوم کي يې خپلي زدکړي پيل کړې او تر زدکړو وروسته يې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د جهاد په مقدسه فريضه کي فعاله ونډه واخيسته.
د جهاد پر مهال يې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د مجاهدينو د ليکو رهبري او مديريت پر غاړه درلود او د ډاکټر نجيب الله د حکومت له سقوط وروسته محمد قسيم فهيم د وخت د حکومت د امنيت د وزير په توګه او د بن تر پرېکړي وروسته د موقتي ادارې پر مهال د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال او د ملي دفاع د وزير په توګه يې دنده تر سره کوله چي په همدې مهال د هيواد په کچه د مارشالۍ لوړه نظامي رتبه هم ورکړل سوه.
زه د کندهار د ټولو دولتي مامورين او ټولو ولسي خلکو په استازيتوب ددې ستري هستي د مرګ له امله د خواشيني او ډاډګېرني مراتب د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس، د کابينې غړو، ملي شورا، د مارشل محمد قسيم فهيم ټولي کورنۍ او د افغانستان ټول ولس ته وړاندي کوم.
په درنښت
پوهاند ډاکټر توريالی ويسا
د کندهار والي
پيام تسليت عبدالهادى ارغنديوال
رئيس حزب اسلامى افغانستان و وزير اقتصاد کشور
بمناسبت درگذشت مارشال محمد قسيم «فهيم» معاون اول رياست جمهورى اسلامي افغانستان
با تأسف فراوان اطلاع حاصل نمودم، که مجاهد نستوه، فرماندۀ مشهور و سنگردار هميشه در سنگر، مرد قلم و شمشير از قافلۀ ياران مجاهدش جدا شده و به لقاء الله پيوست.
(انا لله و انا اليه راجعون)
مرگ مارشال محمد قسيم «فهيم» براى ملت مسلمان ما ضايعۀ جبران ناپذير بوده که با گذشت سالها اين خلأ پُر نخواهد شد.
بدين مناسبت مراتب همدردى و تسليت خود را به نمايندگى از شوراى رهبرى و تمام اعضاى محترم حزب اسلامى افغانستان به فاميل مرحوم، دوستان، اقارب و رهبرى جمعيت اسلامى تقديم ميدارم. براى مرحومى از خداوند منان بهشت برين و براى بازماندهگان شان صبر جميل استدعا مىنمايم.
روحش شاد و يادش گرامى
د قطب الدین هلال د خواشیني پیغام
په ډیره خواښینی سره مو خبر اخیستی چه د افغانستان د جمهوری ریاست لومړی مرستیال مجاهد ورور مارشال محمد قسیم فهیم د ورپیښی ناروغی له امله د اجل داعی ته لبیک وویل او له دی فانی دنیا ئی سترګی پټی کړي , د انجنیر قطب الدین هلال انتخاباتی دفتر په دی مناسبت خپل د زړه له کومی تسلیت د جمهوری ریاست مقام , د مرحوم کورنی , دوستانو او د افغانستان ټول قهرمان او مجاهد ملت ته وړاندي کوی او د الله پاک له درباره مرحوم ته د مغفرت او د جنت الفردوس دعا کوی
انا لله و انا الیه راجعون
د انجنیر قطب الدین هلال د انتخاباتی کمپاین دفتر
جمهوررئیس حامدکرزی:
مارشال محمد قسیم فهیم د ملي وحدت پلوی، پرخاوره مین او خدمتګار وء
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په یوه ټلویزیوني پیغام کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د هغه ځای یې نه ډکیدونکی وباله.
جمهوررئیس په دغه ټلویزیوني پیغام کې وویل ” د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او زما عزیز ورور او ملګري مارشال محمد قسیم فهیم نن سهار له دې فاني نړۍ څخه رخصت واخیست او په حق و رسېد. انالله و انا الیه راجعون.”
جمهوررئیس کرزي وویل:” مارشال فهیم چې زما د۱۲ کلونو ملګری او عزیز دوست و، د افغانستان خدمتګار، ولسي او ولس داره شخصیت او مجاهد و. دا خاوره ډیره پرې ګرانه وه. وفات یې د ده کورنۍ او د افغانستان ملت ته تسلیت وایم. ځای یې نه شي ډکیدلای او ځای خالي دی.”
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: مارشال فهیم په اساسو او مهمو مواقعوکې په ملي تصامیموکې همیشه د افغانستان او د افغانستان د خلکو پر خوا ولاړ و، د ملي وحدت پلوی، پرخاوره مین او خدمتګار و.
جمهوررئیس کرزي هیله وکړه چې خدای تعالی دې افغانستان له غمه وساتي او د مارشال فهیم دعا چې دې خاورې ته یې سوله، امن او ټینګ ملي وحدت غوښته، قبوله او موږ ټول دې دغه نیک او د افغانستان د خلکو د ګټې مرام ته و رسوي.
د جنرال دوستم د تسلیت پیغام
الحاج ستر جنرال عبدالرشید دوستم
رهبر و بنیاد گذار جنبش ملی اسلامی افغانستان
با کمال تاسف اطلاع گرفتم که شخصیت برازنده سیاسی و نظامی کشور ، مجاهد ومقاومتگر نستوه مارشال محمد قسیم فهیم معاون اول ریاست جمهوری کشور داعی اجل را لبیک گفته به رحمت ایزدی پیوسته است
انالله و ناالیه راجعون
به یاد آوردن خاطرات دوره بیست وسه ساله آشنایی و معرفت ، همرزمی و برادری من با مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم ، قلب مرا مشحون از روحیه احترام به سجایای عالی موصوف ، روحیه استقامت و پایه داری ، جوانمردی و عیاری او میسازد
وفات مارشال محمد قسیم فهیم به حیث یکی از پیروان صادق قهرمان ملی شهید احمدشاه مسعود و یکی از پایه گزاران نظام جدید در افغانستان ضایعه بزرگی برای ملت قهرمان پرور ما میباشد .
بدین مناسبت عمیق ترین مراتب تسلیت خویش را به جلالتماب حامد کرزی رییس جمهوری اسلامی افغانستان ، اعضای خانواده مرحومی ، رهبری جمعیت اسلامی افغانستان و کافه ملت نجیب افغانستان ابراز داشته بروح پاک ایشان آرزوی فردوس برین و برای بازمانده گان شان صبر جمیل آرزو می نمایم.
الحاج سترجنرال عبدالرشید دوستم
موسس و رهبر حزب جنبش ملی اسلامی افغانستان
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
د تسلیت پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي، د دې ستر ویر له کبله د ټولې سیمه ییزې حکومتوالۍ په استازیتوب د افغانستان جمهور رییس، دویم مرستیال، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرانو، د سترې محکمې مشر، د کابینې غړو، د افغانستان وسلوال پوځ، د مارشال صاحب هملارو، کورنۍ، دوستانو او ټول افغان ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
مارشال محمد قسیم فهیم د تېرو څلور پېړیو تاریخ جوړونکې څېره وه او د جهاد او مقاومت په کلونو کې تلپاتې کارنامې رامنځته کړې دي.
مارشال محمد قسیم فهیم، د ولسمشر د مرستیال ترڅنګ، متنفذ ملي شخصیت و او د سولې او ملي پخلاینې په بهیر او د سترو ملي مسلو په هواري کې کې لوی نقش لوبولای شو.
په دې حساسو تاریخی شیبو کې د مارشال صاحب وفات، یوه نه جبرانېدونکې تشه ده او ځای به یې د تل لپاره تش وي.
د فکر او عمل جرګه
کب ۱۸، ۱۳۹۲
د تسلیت پیغام
د فکر او عمل جرګه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم وفات د افغانستان د ولس او دولت لپاره یوه ضایعه بولې او د نوموړې خدمتونه به د افغانستان په معاصر تاریخ کې د تل لپاره ثبت وی.
د فکر او عمل جرګې ټول غړي د نوموړې له کورنۍ، خپلوانو او پلویانو سره ځان په دې غم کې شریک بولي او ټولو ته خپل تسلیت مراتب وړاندې کوي.
کورنۍ ته یې جمیل صبر او نوموړې ته له الله تعالي څخه فردوس جنت غواړي.
انا لله و انا الیه راجعون
دوکتور پروفیسور علي احمد جلالي
د فکر او عمل د جرګې مشر