دغه کتاب د هيلري کلېنټن د ماشومتوب، زده کړو او دندو پړاونه او مبارزه تشريح کوي سر بيره پر دې د نوموړې وروستي ماموريتونه، د سنا غړيتوب، د امريکې هيواد لومړۍ مېرمن، د بهرنيو چارو وزيره او د ۲۰۱۶ ولسمشريزو ټاکنو د مخکښې نوماندې فعاليتونه بيانوي. په دې کتاب کې هڅه شوې چې د نوموړې د رسمي او شخصي ژوند په اړه رازونه څرگند کړي او هغه پوښتنو ته ځواب ووايي کوم چې تر اوسه رسنۍ نه دي توانېدلې هغې ته ځواب ووايي. نوموړی کتاب د امريکايي خبريالې او ليکوالې کارين بلومنټال لخوا ليکل شوی، نامتو ژباړن لطف الله لطف ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی.
مينوال کولای شي دغه په زړه پورې کتاب په کابل ، کندهار، ننگرهار، پکتيا او خوست ولايتونو کې همدا نن له مشهورو کتاب پلورنځيو په مناسبه بيه تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *