تاند- مشرانو جرګې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو له لیسته د جنګي جنایتکارانو او غاصبانو د ایستلو په اړه تاوده بحثونه وکړل.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو وویل، داسي ویل کېږي چې اکثره کاندیدان به په دې خاطر د کاندیدانو له لیسته وایستل شي چې جنګي جرمونه یې کړي او یا د مځکو په غصب کې لاس لري.
خو ځینو نورو سناتورانو له دې نظر سره مخالفت وښود.
دوی وویل، که یو شمېر کاندیدان په دې تورونو له لیسته وایستل شي، د افغانستان حالات به کړکېچن شي.
د مشرانو جرګې غړي هدایت الله رهايي وویل:«داسي اوازې شته چې د ولسمشرۍ یو شمېر کاندیدان د مځکو د غصب، جنګ سالارۍ، جنګي جنایتونو او د بشري حقونو د سرغړونې په تورونو د انتخاباتو د کاندیدانو له لیسته ایستل کېږي خو زما په نظر که دا کار وشي دا به د هغوی پرضد یوه دسیسه وي.»
رهايي زیاته کړه:«د افغانستان حکومت په ځلونو طالبانو ته بلنه ورکړې چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي حال دا چې طالبانو د افغانستان د خلکو پرضد وژنې، ځانمرګي بریدونه، او نورو جنایتونه کړي دي او لا یې هم کوي.»
د مشرانو جرګې یوه بل غړي خالق داد بلاغي وویل:«خبرې روانې دي چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لیسته د اوو تنو نومونه لېري شي او یوازې څلور تنه د ولسمشرۍ د انتخاباتود کاندیدانو په نهايي لیست کې پاتې شي.»
د بلاغي په باور که داسي وشي دا به د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه نه وي.
په همدې حال کې، د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړیو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو پرخلاف د جنګي جنایتونو د تورونو څېړل ښه کار وباله.
سید اغا حسین هاشمي وویل:«د افغانستان جهاد ۱۴ کاله و، زه په خپله مجاهد وم، له جهاده وروسته ځینو کسانو جنایتونه وکړل او له دې لارې یې شتمنۍ ټولې او غصب کړې، پکار ده چې د هغوی دوسیې وڅېړل شي.»
د مشرانو جرګې یوې بلې غړې بلقیس روشن وویل، جنایتکار جنایتکار دی، هغه کاندید یا مرستیال یې چې لاسونه یې د خلکو په وینو ککړ دي هیڅوک نه شي پټولی.
د جرګې بلې غړې لیلما احمدي هم وویل چې که د څېړنو په نتیجه کې په جنایتونو کې لاس لرونکي کاندیدان حذف شي دا به یې هرکلی وکړي.
د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، باید د بشري حقونو له سرغړونکو سره قانوني چلن وشي.
څه موده مخکې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسون ویلي و چې د ځینو کاندیدانو پرضد د جنګي جنایتونو او د مځکو د غصب شکایتونه ورته شوي دي. دې کمیسون ونه ویل چې د چا پرضد شکایت شوی دی. خو ویې ویل چې شکایتونه یې سترې محکمې ته سپارلي ځکه چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د دې ډول مسلو د څېړلو واک نه لري.
یره که دا کار دمشرانو جرګه وکړی نو دابه دافغانستان په تاریخ کی یوه نه هیریدونکی جرګه وی، زه خو وایم هسی هم دمشرانو جرګه یو څو میاشتی وروسته ختمیږی ، ښه به داوی چه ژر ترژره فیصله وکړی، اودهیچا په قیصه کی نشی
بیا هم وایم که دمشرانو جرګه دغه پریکړه وکړی نو دافغانستان دخلکو ۳۵ کلنه تنده به ماته کړی
زه تاسو د تاند چاونكو سلامونه لرم خو زما عرض دادى چه په گيمونو مونگه لونى كرو
اګر که دا یو ډیر نیک اقدام ده ولی په دی نازکو حالاتو کی که چیرته داکسان له لیست نه ویستلی شی دابه روان ترینګلی وضعیت نور هم خراب کړی . ددی پرځای باید درای ورکونکو دپوهاوی د کچه په لوړولو ډیر کار وشی ترڅو خلک په خپله جنایت کاران مستر کړی. .
حضرت قانع صاحب فرماییلي: کمال د … مداري دچالاکۍ دی- له منتر سره پخیږي جنتر په پارلمان کې. بیا چا په لکۍ درلوې ده د شمرانو جرګه. په غلو او آدمکشانو عدالت کړئ؟! جنایتکار که کاندید وي که غیر کاندید، جنایتکار دی او باید عدالت پرې پلی شي مګر په چا به عدالت کړئ، کلونه کلونه کیږي چې دا وحشي قاتلان ټولو ته لمر په شان مالوم دي ولې حالا چرا ؟؟؟
دا یوه سیاسي لوبه ده دغه کسان چي غواړي جنایتکاران او د بشري حقونو سرغړونکي له لیسته وباسي په خپله جنایتکاران دي غل به د غل لاړه سنګه ونیسي او بله دا چي په دا دولس کلنه دوره کي دوي چیرته وو چي اوس په دي حساسو شیبو کي له داسي یو عمل تر سره کړي چي هیواد په ډیر نازک حالت کي قرار لري
اصلي موضوع او هدف یواځي او یواځی ډاکټر صاحب اشرف غني ده چي د هغه لومړي مرستیال فهیم قسیم ده اوس چي ټولي ډلي ټپلي په دي پوهه شوي چي راتلونکي ولسمشر ښاغلی ډاکټر صاحب اشرف غني ده نو اوس له دي لاري غواړي چي د ولسمشری له لیسته یی لري کړي او د ځان لپاره خپله مخه اوزګاره کړي
باخبر بله هیڅ خبره نشته نه دافغان ملت په درد دردمند دي او نه د عدالت پلي کونکي دي او نه ددوي هدف دادی چي جنایتکارانو ته سزا ورکړي او نه افغان ولس د جنایتکارانو څخه ژغوري یواځینی هدف یی د ستر مفکر ښاغلي ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي د نوم حذف ده
دې ته خو دمشرانوجرګه په هېڅ وجه نه شو ويلای .داخو دحکومت غوره شوي غداران ،غوړه مالان اوټوپکماران دي. ددې بېسوادانو کومه پرېکړه ددې خوارملت درنځ دواوه،چې اوس دې دابېځايه اوبې وخته کړنه وستايل شي. هو په دې کې هم دپښتون ټبر پرضد دپرديپالو چلوټه ده.
مشرانو جرګه عدلی او قضای اور ګا نونه قضی لټوی دقضیو دحل پر وا ورسره نشته
بل داچه جنایت چا نده کړی هر کس تر خپل توان پوری دجنا یت نه خو ند اخیستی حتی تر پیا ده پوری رچا سره محا سبه شو یده پیا داګان دقصرو او ما ڼیو حا وندان شول دچا دلاسه ؟اوس تا سو او ستا سو سا لم قضا وت.