تاند- بسم الله شېر لومړنی افغان دی چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې ځان کاندید کړ.

سره له دې چې د کاندیدانو د نوم لیکنې د ټاکلي وخت یوه اوونۍ وځي تر اوسه د ولسمشرۍ د چوکۍ هیڅ مطرح دعوه دار رسماً ځان نه دی کاندید کړی.

خو د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسون وايي چې ۴۸ تنو د د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدیدو معلوماتي بستې له ځان سره وړي دي.

د انتخاباتو له نوي قانون سره سم د ولسمشرۍ کاندید باید د یو لک تنو رای ورکوونکو کارتونه د خپلو ملاتړو د نښې په توګه وښيي او دغه راز د ټولټاکنو کمیسون ته یو ملیون افغانۍ ضمانت پرېږدي. که کاندید تر لس فیصدو لږې رایې وګټلې ضمانت یې سوځي.

د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر نن رسماً ځان کاندید کړ.

د ملي وفاق ګوند منشي ضیا الحق امرخېل وویل چې بسم الله شېر لومړنی کس دی چې د کاندیدیدو پاڼې یې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته وسپارلې.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شوی او د میزان د میاشتې تر نیمايي پوري دوام کوي.

ویل کېږي چې مطرح کاندیدانو تراوسه پوري د دې لپاره ځانونه رسماً نومولي نه دي چې لا هم د اتحادونو او ايتلافونو پر سر چېنې روانې دي.

د راپورونو له مخې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب له لوري هم کاندید معرفي کېږي خو طالبانو تراوسه پوري نه یوازې د کاندید د معرفي کولو خبره نه ده کړې بلکې کاندیدان، انتخاباتي کارکوونکي او حتي رای ورکوونکي یې په مرګ ګواښلي دي.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون د کندوز ولایت مسوول امان الله امان وواژّه.

په وروستیو کې په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ریچارد سټګ د ولسواکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي و، که طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات وګټل نو نړیواله ټولنه به د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.

ده همداراز ویلي چې بریتانیا به د افغانستان په ټولټاکنو کې هیڅ راز مداخله ونه کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم ویلي چې د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي.

12 thoughts on “د ولسمشرۍ لومړنی کاندید څرګند شو”
  1. له دغو ټولو کسانو نه چې د جمهوري ریاست له پاره یې فورمې اخیستي دي یوه هیله کوم چې د خدای له پاره نور دا ولس مه شرموئ، دا درې نیمې لسیزې په بېلابېلو ډولونو وشرمېدو، نور مو مه شرموئ. همدغه بسم الله شېر څوک پېژني؟ ما خو یې نوم په اول ځل واورېد. بیا هم خدای ته وګورئ او ځانونه مه شرموئ، دوه، درې، څلور او نهایت پنځه کسان ځانونه کاندید کړئ.

  2. زه یوه پوښتنه لرم
    او یو هم نظر
    پوښتنه می داسی دا ښاغلی چی ځان نوأند کړی دی اول خویه مرستیالان څوک دی او بل داچی داښاغلی به پرپایه ودريږی او که به دځان تر مشهوریدا وروسته بیرته دیوبل چا په ګټه تیر سی مننه

  3. هغه متل دی چه وایی خروته ګوره په صحرا شپوته ګوره

    زه ډیر تعجب کوم چه بسم الله شیر نوم ما ولی ندی اوریدلی فکرکوم چه ډیرو کمو کسانو کیداشی چه دا نوم اوریدلی اوبل دا چه ددی کس بګرونډ هم معلوم ندی حتی دا هم ندی ثابته چه چه دا ښاغلی په کوم قوم او ټبرپوری اړه لری که کاندیدی دومره اسانه وی نوزه یو بل کس هم درښایم چه دولسم یی ندی لوستی ځان څنډی چه کاندید شی ددی خبر سره یو متل رایاد شو چه وایی:یوکس چاپه واده کی نه پریښودو ده ویل چه له ناوی سره کینم
    خدای ج دی په دی بی سرپوښه ملت ورحمیږی چه هر خاین، ظالم،قاتل،رزن ،بی موره او بی پلارددوی په سر سودا کولو ته ګډی ټینګوی
    اوبل داچه که کاندیدی دومره اسانه وی نو زمونږ د کلی یو لیونی چه بصمیر نومیږی زمونږ کاندید دی

  4. په مخکنۍ ولسمشریزه دوره کې هم یوڅوخودخواهو دخپل کاذب شهرت ترلاسه کولوپه خاطرځانونه په علمي
    نومونولکه پروفیسور،کالج ډګري،بچلردګري اوداسې.

  5. دا خو بې له کاندیدي هم پاچا دی، کاندیدي ته یې هیڅ حاجت نشته، داړې یې تیرې دي، خپل رعیت په ښه توګه داړلی شي
    و من الله توفیق

  6. دچه توحین کول ښه کار ندی بیاهم بسم الله شیر دهغوکسانونه ډیرښه دی چی افغانانو په وینو یی لاسونه سره دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *