شیدا ابدالي

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د ولسمشرۍ نوماند شیدا محمد ابدالي راتلونکو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت ساز ټیم سره یو ځای شو.

ښاغلي ابدالي زیاته کړه، اوسنی حالت د هیواد او تاریخ په ګټه نه دی، خو خلک هم معلوم شوي دي چې څوک څه تاریخ لري او څه یې کړي دي: (( موږ پر ولسمشر اشرف غني غږ کوو چې د ملي یووالی لا ټینګښت ته دې کار وکړي، ځکه یووالي ته اړتیا ده، زموږ ټیم هم په دې باور له دولت ساز ټاکنیز ټیم سره یو ځای کېږو.))

شیدا محمد ابدالي وویل، له دولت ساز ټاکنیزې ډلې سره د لویو ملي ګټو او د کندهار د قومونو په ټینګار یو ځای شوی دی.

شیدا محمد ابدالي په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې له زلمي رسول وروسته دویم نوماند دی چې د ولسمشر غني په ګټه له نوماندۍ تېر شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *