تاند، چهار شنبه، د دلوې ۱۶مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بالاخره د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو شکایتونو په تړاو نهايي پرېکړه اعلان کړه.
د کمېسیون مشرانو نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ۱۴۳۹ محلونو د۳۰۰ زره جنجالي رایو له منځه یې په نمونه یي ډول ۱۳۷ زره رایې ځانګړي تفتیش ته استول شوي او د ۲۹۸ محلونو رایې به نورې هم ورسره تازه تفتیش کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې وویل، ۱۳۷۶۳۰ رایې به بیا شمېرل کېږي او که ۶۵ سلنه رایې یې هم معتبرې راوخېژي، ټولو ۱۳۷ زره رایو ته به اعتبار ورکول شي: (( که ۳۵ سلنه رایو قانوني معیارونه پوره ه کړل نو ۱۳۷۶۳۰ رایې به بیا په ځانګړي ډول تفتیش کېږي، خو بایومتریک، ریزلټ شیټ او نور معیارونه یې پوره نه کړل باطلې به اعلان شي.))

اغلې بیان وايي، ۱۰۲۰۱۲ رایې داسې وې چې له ټاکلي زمانه وتلې وې، مګر له دې منځه ۱۵ سله رایې بیا شمېرنې ته راجع کېږي.

تر اوسه ټاکنیزو ډلو څه نه دي ویلي، خو دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټیم ویلي وو، چې ۳۰۰ زره رایې دې بې قیده او بې شرطه باطلې اعلان شي.

مګر د اشرف غني ټاکنیزې ډلې بیا هیله ښودلې وه چې له تفتیش وروسته به یې د بریا فیصدي له ۵۱ اعشاریه ۶۴ سلنې څخه پورته ولاړه شي.

One thought on “د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپله نهايي پرېکړه اعلان کړه”
  1. کمیسیونهای مستقل انتخابات به خصوص کمیسون شکایات بعد از وقت کشی طولانی چه فیصله نهایی کرد ؟ ملت منتظر بود که واقعآ فیصله نهایی را بشنود که رئیس جمهور آینده افغانستان که شد ؟ مسؤل این کمیسیون آمد و گفت که مثلآ ۲۹۸ محل و ۱۳۷ هزار رای باید دوباره و یا به طورویژه ادیت و تحقیق میگردد و ……… این نو فیصله ها نهایی نیست و حرفهای مشابه و تکراریو است که به رسانه ها گفته میشود ، این نوع وقت کشی و بازی با نتایج انتخابات حجایت از بی کفایتی رئیس و اعضای کمیسیون شکایات میکند . اینوقت کشی نه تنها اعتماد مردم بر هردو کمیسیون بلکه به نظام دولت و امنیت ملی صدمه میرساند واینها باید جوابده به نتایج سنگینی این تآخر در اعلان نتایج انتخابات ریاست جمهوری باشد، سرنوشت کمیشنران و رؤسای قبلی هردو کمیسیون که فعلآ در زندان است باید یک عبرت باشد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *