را روانه شنبه (د تلې ۶مه ۱۳۹۸ه.ل) د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ورځ ده. د ټاکنو کمیسون وایي چې له نه نیم (۹.۶ ملیون) زیاتو کسانو نوملیکنه کړې او کیدای شي چې ډیر شمیر خلک په ټاکنو کې برخه واخلي. خو امنیتي ترنګلتیا، په ټاکنو کې د پراخ فساد شتون، په نظام او حکوم باندې لویه بې باوري، د چارواکو غولوونکو خبرو او په ټوله کې د ولس او دولت ترمنځ د ستر واټن د شتون له امله؛ ډير احتمال دا دی چې له یو الی دوه ملیونه کسان به په ټاکنو برخه واخلي او بس.

له ۱۸ نوماندانو څخه، دوه-درې ټاکنیز ټکټونه ډیر مطرح او ټاکنیزه فضا یې ډيره ګرمه ده. په ټاکنیزو منډو ترړو کې، د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ اوږه په اوږه سیالۍ او کمپاین روان دی او د ډيرو په باور، چې یو له دې دوه کسانو به د ولسمشرۍ ټاکنو وړونکی وي. 

په همدې وخت کې، دغه دوه کسان او د دوی ټاکنیز ملګري، هغه څیرې دي چې همدا اوس د واک په ګدۍ ناست او حکومت یې له تیرو پنځه کلونو راهیسې، په خپلو کې ۵۰-۵۰ سلنه ویشلی ده. د ټاکنو کمیسون او د څار ډلو په وینا، دغه دوه ټاکنیز ټیمونه په پراخه کچه له دولتي سرچینو او امکاناتو څخه په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ګټه اخلي او نور ټیمونه ترې محروم دي.

ټاکنې به “یا په ککړه یا په لکړه وشي” وشي، خو اصلي کیسه له ټاکنو وروسته معلومیږي. په هیواد کې نوی او په ډیرو غمونو لړلی فصل، د یکشنبې په ورځ پیلیږي، هغه ورځ چې ټاکنې ختمې او هره ټاکنیزه ډله د بریا ادعا وکړي. دا حتمي خبره ده چې د غني او عبدالله ډلې به، په یو وخت کې د بریا ادعا وکړي او و به وایي چې د ټاکنو وړنکي دي او سیال یې ماته خوړلې ده.

داسې معلومیږي چې د افغان ولسمشريزو ټاکنو اصلي ملاتړي (امریکا، ملګري ملتونه او اروپایي ټولنه) غواړي چې ټاکنې د کړکیچ خواته لاړې شي. د روان ۲۰۱۹ز کال د سپټمبر په ۱۹مه نیټه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تنده او داړونکې اعلامیه کې په افغان حکومت تور پورې کړ چې د امریکا بسپنه سمه نه مدیریت کوي او د چارواکو شخصي جیبونه ته لویږي. دغې ادارې په مستقیم ډول، د ولسمشر تر نظر لاندې، د تدارکاتو ملي اداره تورنه کړه چې په سترو قراردادونو کې روڼتیا نه شته او له فساده ډک دي. تر دې وړاندې، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس هم په یو شمیر ټویټونو کې، د ټاکنو په روڼتیا  شک ښودلی وو او د تدارکاتو ادارې په کړنو یې نیوکه کړې وه. 

د دې ترڅنګ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د ولسمشر ټرمپ له خوا د روانې سپټمبر په ۸مه نیټه لغوه اعلان شوې او دغه لړۍ بنده شوه. خو د ډيرو شنونکو او چارواکو په باور، دغه لړۍ به ډير ژر بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ پيل شي. د سولې د مذاکراتو د بیا پيل ډير شونتیا شته. تیره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په سپینه ماڼې که له ولسمشر ټرمپ سره په خبرو کې، له هغه څخه غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره دې د سولې مذاکرات بیا پيل کړي. همدا شان ولسمشر ټرمپ، پرون (۲/۷/۱۳۹۸) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې و ویل: “موږ به هیڅکله، د واقعي سولې لپاره خپلې هڅې و نه دروو”. په همدې وخت کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څوکۍ په خپل ځای پاتې ده او په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو له ځینو لورو سره لیده کاته پيل کړي دي. 

داسې ښکاري چې امریکایان په قصدي ډول غواړي چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو پایلې د کړکیچ خواته لاړې شي. ځکه چې دا په طبیعي او اتوماتیک ډول، هغه څه ته لاره پرانیزي چې امریکا یې غواړي. امریکا غواړي چې له طالبانو سره خبرې بیا پيل کړي، خو د دې خبرو په مخ کې، هغه دولت ستر خنډ دی چې له ټاکنو وروسته رامنځ ته کیږي. ځکه چې هغه به ظاهراً یو قانوني او مشروع دولت وي او باید خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي. بلخوا، طالبان له هغه دولت سره د یوه دولت په توګه خبرې نه کوي چې د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوی وي او هغه د امریکا لاس پوڅی بولي. نو دلته بیا د امریکا پروژه «له طالبانو سره د سولې مذاکرات» له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي، نو تر ټولو ښه او آسانه لار یې دا ده چې ټاکنې کړکیچ خواته لاړې شي او هیڅ لوری په دې قناعت و نه کړي چې دی بایلونکی او سیال یې وړونکی دی. 

دغه کړکیچ او نزاع به سبب شي چې ډير کورني او بهرني لوري به د یوه مؤقت حکومت غوښتنه وکړي او به وایي چې دا د افغان سولې لپاره اړینه او حیاتي خبره ده. هغه وخت به اشرف غني هم مقاومت و نه شي کړای، ځکه چې ده ته به و ویل شي چې ته اوس ولسمشر نه، بلکې یو کاندید یې او رایه دې هم نه ده وړې. نو هغه وخت په ډیرې آسانۍ سره کیدای شي چې مؤقت/سرپرست حکومت رامنځ ته شي او د ټاکنو کړکیچ پای ته ورسیږي. همدا اوس هم د ټاکنو د لغوې غوښتونکي ډیر زیات دي. د پخواني ولسمشر حامدی کرزي په کډون، یو شمیر د ټاکنو نوماندان او د جمعیت ګوند یو شمیر مخور، د همدې مسئلې ټینګ ملاتړي دي. 

که دا کار وشي، نو درې موخې به ترلاسه شي. یوه دا چې د طالبانو غوښتنه به پوره شي چې موږ له قانوني او د ټاکنو له لارې رامنځ ته شوي حکومت سره خبرې نه کوو او غواړو چې له یوه دریم او بې طرفه حکومت سره خبرې وکړو. دیوم به د امریکا پټ او اساسي هدف تر لاسه شي، هغه دا چې ظاهراً به قانوني او د ټاکنو له لارې منځ ته راغلی حکومت لغوه او یو سرپرست حکومت به چارې په غاړه واخلي، په دغه حکومت به امریکا خپلې هر ډول غوښتنې په سادګۍ سره منلی شي او د سولې مذاکراتو سره اړینه مرسته کولی شي. دریم به دا شي چې د ټاکنو لانجمنې کشالې ته به د پای ټکی کیږدي او د افغانستان وضعیت به له بې ثباتۍ او بې سرنوشی څخه څه نا څه خلاص کړي.

خو د دې ټولو مسئلو معنا دا نه ده چې، په افغانستان کې به ریښتنې سوله او هر اړخیر امنیت راشي. ځکه چې لا تر اوسه په افغانستان کې د امریکا سیاست او تګلاره، له جګړې څخه، سولې ته نه ده بدله شوې.


د لیکوال نظر خامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

3 thoughts on “د ولسمشرۍ ټاکنو پایله موقت حکومت دی| نصرت الله حقپال”
  1. ‌‌‌‌‌‌ډېر غلط او کمزوری تحلیل دي کړی دی، لومړی خپل معلومات اپ‌‌‌‌‌‌ډيټ کړه او بیا لیکنه وکړه، په زور خو به چا نه وي درباندي لیکلی؟

  2. ته به هم خوشحاله يې چې ما ليکنه کړې. دا کار پریږده او چيرته دوکان جوړ کړه.

  3. پورته تحلیل د تأمل وړ او په عین وخت وخت کی تشویش زیږوونکی دی خصوصاً که ئې وړاندوینی رښتینی بڼه واخلی
    دا درنی پوښتنی یا پوښتنو په هر سالم مغز کی پاټک اچولی دی چی ولی امریکائیان دیته نه حاضریږی چی د طالب د پروژی په وړاندی جدی اقدام تر سره شی
    آیا د انتخاباتو ملاتړ او د یو قوی منتخب حاکمیت رامنځته کیده به د طالب په ځپلو کی مرسته ونکړای سی؟
    او که
    نه کیسه بله او
    امریکائیانو پر خپلو میریزی وړونو ( انګریزانو ) لوبه بایللی ده؟
    او
    یا
    دا چی غواړی د خپلو میریزی وړونو څخه د طالب پروژه په اجاره واخلی او په کوم بل خطرناک او خونین ډګر کی ئی وکاروی چی البته ددی سناریو د وقوع او پیښي احتمال کمزوری نه ښکاری چی څه موده مخکی می په کومه تبصره کی تلویحاً دی ټکی ته اشاره کړی وه
    په هر حال تر دی ترخه ګومان یا حدس یا باور یا یقین به تیر او د پورته لیکنی بل اړخ یعنی د انتخاباتو د پایلو او نتائجو د احتمالی جنجال د رامنځته کیدو په هکله به یو نازک نظر وړاندی کړم
    دا یو ټکی باید له پامه لیری نه سی چی
    تیر ځل عبدالله جان د ټول تاجک تبار د افکارو نماینده او ترجمان ؤ خو دا ځل تاجک وړونه پر څو ډلو ویشل سوی او حتی یوه ( شاید د پام وړ برخه ) ئې د اشرف غنی تر څنګ او یا عبدالله پرته نورو کاندیدانو په بغل کی غونځیږی
    بناً د اشرف غنی د بریالیتوب په صورت کی د عبدالله د پلویانو د اعتراض وزن به دومره دروند نه وی چی ګټونکی ټیم ته سرخوږی رامنځته کی خصوصاً چی هزاره اکثره وړونه هم د عبدالله د بریالیتوب یا ناکامی په وړاندی بی تفاوته ښکاری چی البته اُزبک وړونه هم مخکی انتخاباتو غوندی منسجم او د دوستم فکری یرغمل نه ښکاری
    امّا د مؤقت حکومت سناریو او ددی سناریو طرح یوه ستره خائنانه کړنه او د نظام د تضعیف او وولس د هیلو د جراحت لامل ګرځیدای سی او عاملین به ئی د څلویښتو وروستیو بدو لوبو تر ټولو بده او توره او ویرانوونکی لوبی مختوری عاملین وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *