نن (سه شنبه د دسمبر لسمه) د کونړ ولایت په مرکز اسداباد ښار د کرهالې په سیمه کې د اجرایه مشر د ثبات او همپالنې ټیم غړو او پلویانو د ټولټاکنو د پایلو د نه منلو او یا هم لکه د تیرکال سناریو په شان، چې ټوله نړۍ پرې خبره شوه ، چې ګلمرجان یې نه مني ، غونډه وکړه او بیا د مظاهرې په توګه د ښار په منځ او قومندانۍ ته مخامخ څلورلارې کې ودریدل ، او د لاسي سپیکر له لارې یې خپلې ضد او نقیضې مادې بیانولی، په دې غونډه کې ډیر هغه د ولایتي شورا نوماندانو او د هغوی پلویانو برخه ده چې په تېرو ټاکنو کې ناکام شوي و، لنډه دا چې په دغه دوران کې چې زه یې تر څنګ تیریدلم ، دوی د نظام ضد او د دولت ساز ټیم پر ضد نارې وهلې او د اجرایه مشر پلوې یې کوله ، چې یو غږ شو چې ( ولسمشر غني زنده أباد ) ، ولاړو خلکو هم غبرګون ونه ښود، او څوک په خندا هم شول ، چې ګوره غونډه د ثبات او د هم پالنې د ټیم د غړو ده ، خو په پرتله یې ډیرې وګړې د اوسني ولسمشر څخه څرګنده ملاتړ کوي ، او ښه جذباتي احساسات هم لري. 

په دې کې دومره ساعت نه و شوې ، چې یو ځوان چې اټکل کیده یو زده کړیال و ، پورته د یو مارکیټ څخه په لوړ اواز نارې کړې چې  ډاکټر اشرف غني زنده اباد ، مونږ افغانیت غواړو ، اسلامیت غواړو ، ولسمشر غني زنده آباد ، مونږ د نظام پایښت غواړو …، همدې ته ورته نارې د نورو ودانیو د لوړو نکتو څخه پورته شوې ، چې خلکو ټولو ورپسې د زنده آباد چیغې پورته کړې ، اود هغه لومړي ځوان په لور ورمات شول ، اوس نو هغه د ولسمشر غني په لنګه شعار ورکوه او لاندې ولاړو ځوانانو، سپینږیرو، مدنۍ فعالانو، زده کړیالانو او ولسونو ځواب ورکوو او چک چکې یې وهلې ، لنډه دا چې ښه یې ونازوه. 

که څه هم د ثبات او همپالنې غونډه د پاې په شیبو کې درهم برهم شوه ، مشران یې په آن فان کې ډب ډوب شول، او مظاهره داسې منحل شوه او د ولمشر غني په پلوۍ را وڅرخیده ، لکه آسمان چې په تورو وریځو پوښل شوی وي ، او بیا سمد لاسه لمر راښکاره شي ، او ټولې وریځې تیت او پرک کړي او له منځه لاړې شي، او خپلې وړانګې هرې خواته خورې کړي. 

د کم عقلتوب خبره خو دا وه ، چې په دغه وخت کې یو دوه یا درې تنو د ثبات او همپالنې پلویانو د مارکیت په لور پورته منډې کړې ، تر څو په هغه نارې کوونکي ګزارونه وکړي، ځکه چې یوه شیشه هم مات شوه او د اخ او ډب شور هم تر غوږونو شو، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي غبرګون سره مخ شول ، داسې اټکل کیده چې هغوی د ثبات او همپالنې ټیم تشدد کوونکي یې بیا ښه ډبولي هم وي . ځکه چې د بیان د آزادۍ حق د هر وګړي حق دی، ته چې په ډیر لږ شمېر، د درې سوه پاکیستانۍ روپو لپاره د بې ثباتۍ ټیم په لنګه نارې وهې ، او ولسونه دې په څنګ د دولت جوړونې ټیم مشر ښاغلي ولسمشر غني څخه ملاتړي دي، تاته څه نه وایې ، درناوې دې کوي، او د زغم څخه کار اخلي ، نو اې د ثبات او همپالنې ټیم غړو او پلویانو دا ستاسې هم پالنه به هم دې ته وایې ؟! . 

د دغه هر څه په لیدو او تېرېدو سره ، زه اوس په دې ټکي ښه ورسیدم ، چې اولس کې اوس ملي ویښتیا را پیدا شوې ده ، خلک اوس د چا منصب، رتبه، تنظیم ، جهاد او ځواک پسې نه ځي، بلکې خلک هغه څوک خوښوي، چې هغه هیوادپاله ، افغان پاله او اسلام پاله وي، او د ملي یووالی ، پرمختګ، او د افغانستان د ملي حاکمیت او د نظام د پایښت لپاره کار وکړي ، د لنډمهاله حکومت وړاندیز د پاکیستان د لومړي وزیر عمران خان او د دغه هیواد د استخباراتو یوه لوبه او دسیسه ده او په دننه کې همدغه شان غوښتنې د پخواني ولسمشر کرزي، اجرایه مشر عبدالله، د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل او د حزب اسلامي د جهادي تنظیم مشرحکمتیار او د دوی د همغږو کړیو ده ، او د دې ترڅنګ ځینې بیا د ډیرو نوماندانو په ګډون د مشارکت او ګډ حکومت غواړي، لکه اوس چې دوه سرې دی ، بیا به څو سرې حکومت شي. تر څو د افغانستان اوسنی نظام او حکومت د یو کمزوري دریځ څخه طالبانو سره کیني او خورا ډیر امتیازات دغه تروریستي ډلې ته په لاس ورکړي او باداران یې هم خپلو موخو ته ورسیږي. ګینې سوله خو د اوسني نظام او همداراز د ولسمشر غني په سر مشرۍ پېل شوه، او همدا رنګه یې بډې هم رانغاړلي دي، تر څو د پایلو د اعلان نه وروسته د نوي حکومت په پیل سره به دغه سوله سرته رسوي، داسې سوله چې باعزته وي، تل پاتې وي او د افغانانو تر لاس لاندې وي . خو په دې هیله چې د ټولټاکنو کمیسیون خپله ملي دنده په پوره ریښتیولۍ او څومره ژر چې کیږې په بې پلېتوب سره اعلان کړي، ګینې د هیواد د بیا بُحراني کیدو لومړۍ سرچینه او پړه به بیا د همدغې کمېسیون او د کمېسیون د کار پر وړاندې خنډ جوړونکو نوماندانو په غاړه وي. 

 عبدالرحمن ننګیالی 

اسد اباد ، کونړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *