شعب خان

لیکنه: شعب خان

دا اثر پوهنمل سید اصغر هاشمي لیکلي دی. په اثر کې په لسګونو لیکونه دي، چې هر لیک یې یو یا زیات پېغامونه لري او د هر لیک لنډه محتوا په لاندې ډول ده:

لومړی لیک:

د اوبو لیک: څرنګه چې ټولنه او عموما په کایناتو کې اوبه د دوی د بقا لپاره ډیره ونډه اخلي، د تبعیض فرق او نابرابرۍ پرته په مساوي ډول د خلکو په چوپړ کې ده.

د خدمت با وجود د خلکو هیڅ هم نه غواړي، خو!

دوی د نورو ټولنو په پرتله ځان دلته بې قدره محسوسوي او دغه قدر یواځي د دې ټولنې په انسانانو پورې اړه لري خو له دوی سره خپل قدر خپله هم نشته، نو د نورو موجوداتو به څه قدر وکړي.

هر شی خدای تعالی د انسان د ګتې لپاره پیدا کړي او چې ګټه ترې وانخلي، نو بیا خو به تاوان رسوي، نو اوبه هم چې زموږ په حیات کې مهم رول لري او موږ ترې مناسبه ګټه وانخلو، نو خامخا به د لویو سیلابونو او تندرونو په څېر زموږ پر سرونو راځي او زمونږ سرومال ته به زیان رسوي.

دویم لیک:

د کونډې مور لیک: زموږ ملي ټولنه د زرګونو کونډو یتیمانو او بورو لرونکې ده. د جنګونو او ناخوالو په دوام کې د مرګ او ژوبلې سره سره، ولږه، قحطي او نورو نادودو ته د رامنځته  کیدو زمینه سازي کوي.

دا چې زموږ ټولنه څلور لسیزې د دغو ناخوالو لیدونکې ده، همداسې د بربریت، وحشت، ظلمونو او وژنو سره لاس او ګریوان ده . د کونډې مور لیک کیسه مبالغه دې نه وي، چې په دې ټولنه کې به همدغه پېښه هره ورځ رامنځته کېږي. په دغه ولږو او تندو کې چېرته یو ماشوم پاتې او د ثمر تر کلنو رسېږي او هغه هم بیا د دې خرابې ټولنې د نا انصافۍ ښکار شي.

نو ولسمشره!

دا خراب خلک ټول لري کړه، پر ځای یې روغ، سالم او د ښو فکرونو خلک وګوماره، چې نور د دغه بدبختیو خلاص شو.

درېیم لیک:

د قلم لیک: قلم ټولې نړۍ ته ادلون او بدلون ورکوي. د نړۍ د قوت پرمختګ رسیدنو او پرزولو ټولې خبرې د دې نیم ملي متر له خولې وزې. د دې په خوزولو له غوره فکرونو عالي او مستندې خبرې د سپینو  پاڼو په سینه انځورېږي او دغه خطونه زرګونه کلونه وروسته نسلونو ته پاتې کېږي او دوی پرې د تېر په اړه پوهه او معلومات ترلاسه کوي .

خوکاش! چې دې قلم واک لرلای چې خو خلکو ته یې اجازه ورکولای او د بدو خلکو په وړاندې یې خوله بندولای، بې ځایه توهین، تنقید، نیوکه، مرګونې فیصلې، لشکرکشیو، د شاهانو اخطارونه او داسې نور به پرې نه لیکل کېدای.

که دغه پدیده موجوده وای! اوس خو خاص خلک په هوا ګرځي، نو بیا به عامو خلکو د قدم وهلو پر ځای له ځمکې څو متره لوړ حرکت کولای شي، خو افسوس زموږ ټولنه د قلم سره ډیره ورانه لري، قلم ته هېڅ ازادي نه ورکوي او دغه رنګونه د قلم په دغه نرۍ سینه کې محکوم ساتي او زجر ورکوي.

څلورم لیک:

د ځمکې لیک: ما خپله پراخه سینه ستاسې پر مخ غوړولي ده او تاسې زما پر سینه مزې او چړچې کوئ، زه ستاسي په واک کې یم ماته ښېرازي راکړئ.

زما د وجود بلها برخې د ریګستانونو په نوم یادېږي.

باد کله کله له ما سره مرسته کوي او دغه شګې له څو ثانیو لپاره زما له سينې جیګوي او زما زړه ازادوي، خو تاسې هغه ځایونه خوښوئ کوم چې په طبعي ډول ښکلي او ښېرازه وي. تاسې به هله زما حق پرځای کړئ، چې زما له سینې دغه شګې جګې کړئ او په لویو سمندرونو کې یې وغورځوئ او له نورو خاورینو ځاینو راته نرمه خاوره راوړئ او د نړۍ زیاته برخه چې اوبو نیولې زما پرسینه هم راجګې کړئ. زه ټول عمر د لمر د تودو وړانګو پر وړاندې غزیدلې یم. له پیدایښته مې تر دې وخته شين بوټی په سینه نه دی زرغون شوی، زما نورې برخې په ښایسته او ښکلو ځنګلونو پوښلي دي.

زما د چاپيریال هوا صافه او نرمه نه ده.

ای انسانه! که ته ماته کار ونه کړې، نو زه به تر قیامته په دغه بدبختۍ کې یم، خو خیر ما په همدغه بدبختئ کې پرېږده، خو په سینه کې مې د نیالګو پرځای تور بارود مه خښوه.

پنځم لیک:

د شاتو مچیو لیک: د شاتو وړې او کمکۍ مچۍ زموږ د لویو او غټو بدنونو لوړې دي. د څومره عالي پیغام وړاندي کونکې دي. هغوی د انسانانو لپاره خواږه برابروي، خو موږ د انسانانو لپاره خواږه او تراخه خو پرېږده سر مو ورته په تنه هم نه خوښېږي. که زه هم یم او دا انسان هم وي، زه یې نشم زغملای که دا مړ کړم د دې برخه تنفس به زه وکړم، دا چې په کومه ځمکه ګرځي په هغې به زه وګرځم، دا چې کوم لباس اغوندي هغه به زه په تن کړم، خو دا فکر نه کوم چې هر څوک په مناسب ډول له دې طبیعته ګټه اخلي.

هیټلر به دعسکرو په زخمونو شهد اچول ترڅو زر پوستکی ونیسي. همدا شان د انسان قوت او ذهینې پیاوړتیا زمونږ په خوږو کې ده، خو موږ د خپل وس او توان مطابق خدمت کوو. موږ ستاسي د بدن زرمه برخه هم نه یو، دومره کار کوو، خو تاسې په دا لویو لویو تنو، عالي فکرونو او ذهینونو دا تصمیم نیسئ چې د نورو ژوند وګواښئ.

تاسې او خدای! تاسې له خپلو ځانونو څخه په جریان ددغه عمر کې کومه ګټه واخیسته، نه د دین شوئ او نه د سادین شوئ.

شپږم لیک:

د عالم لیک: د نړۍ په نوې کولو کې مستقیما د عالمانو لاس دی. عالمانو په عالي فکر او دماغو سره زړې نړۍ ته انکشاف او پرمختګ ورکړ او د تجربو په پایلو کې مخترع او کاشف ثابت شول. دغه اکتشافاتو لږ په تصادفي ډول صورت نیولی، مګر نور یې بیا په زیار او محنت لاس ته راغلي. دا چې ټولنه کې عالم ته لویه مرتبه او د یو عالي شخصیت په توګه ور وکتل شي، برعکس زموږ په ټولنه کې د کم فکره او منفي فکره اشخاصو له لورې له محدودیتونو او مخالفتونو سره مخامخ کېږي او د پرمختګ مخه یې ورډبوي. همدا وجه ده چې موږ د خپلو اذهانو د پایلو په نتیجه کې هره ورځ له ډول ډول ناخوالو او نادودو سره مخامخ کېږو.

نو ولسمشره!  عالمانو ته پاملرنه وکړه او له بې ځایه ژوند تېرولو څخه یې وژغوره، وخت ورکړه او د پرختګ لپاره ورته زمینه مساعده کړه.

اووم لیک:

د ماشوم لیک: هر موجود چې پیدا شوی، د ماشومتوب یا وړوکتوب دوره یې لیدلې. ځينې ترې تېر شوي او یوه لویه برخه اوس هم په دغه پړاو کې قرار لري.

ولسمشره! ته هم د دغه پړاو لیدونکی وې او دغه خبرې که اورې نو ښه یې محسوسولای شې، پر موږ چې اوس څه تیرېږي دا د تېرو لسیزو پایلې دي.

د چا په غوږونو کې چې وخت پر وخت د ډزو آوازونه اوريدل کېږي، د چا کورونه چې په همدغه ډزو کې نړېږي، د چا سرومال چې په همدغه ډزو کې له منځه ځي، د چا فکرونه چې د وینو ، زخمیانو ، مړو او د خلکو د چغو ثانیې جوړوي، هغوی به څه علم وکړي، هغوی به څه ښوونځي ته لاړ شي، هغوی به څه د ښوونځي قدر وکړي، هغوی خپله په روحي فشار او رواني ناروغۍ اخته دي، هغوی به څه د ماشوم سالمه روزنه وکړي ، دوی د ورځني ژوند د بقا لپاره یواځې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کوونکې دي، هغه که په هر شکل وي، دوی ته خو مکتب ، پوهنتون، سړک، پول او نورې ودانۍ ډوډۍ نه ورکوي، چې دوی یې د پیسو په مقابل کې ورانې نه کړي.

نو ولسمشره! زه په دغه بدبختیو کې څنګه سالم لوی شم. زه چې کله مجرم کېږم، د غلا، قتل ، ورانۍ او جنګونو پلټنه راڅخه مه کوه، ما محبس ته مه اچوه، زما او زما د ټولنې مخکنۍ کړنې وګوره او بیا مې په جرم د سزا فیصله وکړه.

اتم لیک:

د غره لیک: ولسمشره! غر د قوت او استقامت نښه ده . د هر قسم توفان او سیلاب په مقابل کې مستقیم او مستحکم دی. غر د حوصلې ښه مثال دی.

ولسمشره! ته د انسان پیژندنې علم ښه زده کړه، ته د غره غوندې لسګونه مستحکم زلمیان یواځې د دفاع په برخه کې د ورځې بایلې. دوی ته ارزښت ورکړه، د غره د کاڼو په څېر یې ولټوه ، د عادي او قیمتې ډ‌برې فرق یې وکړه .

خو ولسمشره!  ستا د ډیرو افرادو دغه غر بهتر دی، ټولنې ته د هیڅ په مقابل کې ډیره ګټه رسوي، خو ستا افراد د څه په مقابل کې سړي خواره دي.

نهم  لیک:

د ګل لیک: موږ ته که ځير شئ، موږ له ګلانو سره په رنګونو، بویونو، ښایست او شکلونو کې ډیر تفاوت نه لرو، یواځې ګل د خوشبو او ښایست سمبول دی او ژوند یې د انساني ټولنې له بېلابېلو مثالونو سره تشبه کولای شو، زموږ نه ګټه واخله او مناسب چاپېریال جوړ کړه.

ولسمشره! زموږ تاته سترګې دي. زموږ په بڼونو بېلابېل بڼوال تېر شول، ټولو مو یواځې د سرونو لو کړی، زموږ هېڅ ساتنه او روزنه یې نه ده کړې. ستا په دور کې مو هم بلها ملګري له لاسه ورکړل، موږ هم دغه شیبو ته انتظار یو، خو پوهېږو زموږ په سرونو کې د راتلونکې نسلونو سوکالي پرته ده .

لسم لیک:

اوسپنې لیک: ولسمشره! اوسپنه د انسانانو په مقابل کې بې واکه ده . که څوک هر څه وغواړي ترې جوړوي یې. څوک یې د نورو انسانانو په مقابل کې تېر اندازي کوي او څوک بیا امبولانسونو ، چپرکټونو چې له همدې اوسپنې جوړ دي د صحت لپاره ځغلوي. چاکو چې یو ظالم یې د بل شخص د وژلو لپاره یې په سنیه ورخښوي، خو همدا چاکو بیا ډاکټر د مریض سینه د صحت په خاطر څېروي او ژوند یې ژغوري .

ولسمشره! د نورې نړۍ مشرانو ته ووایه، چې زموږ لورې ته د اوسپنې وژونکي اسباب مه محرک کوئ .

یوولسم:

انسان لیک: ولسمشره ! انسان له انسان پیدا دی. فطرتا انسانان په خپلو کې  سره مینه لري. خو فکرمند دې ته یم چې دا د نفرت بدبختي دوی کې له کومې اغږل شوې. ولې بیا د قهر او غچ اندازه یې دومره لوړه شي چې کپرۍ سره ماتې کړي، ولې د یو بل دوزخ جوړ شي نه جنت.

د دوی د دغه جنګونو لامل بیا البته خودغرضي د خاورې پراخوالی ، سیاسي او نورې مادي ګټې دي، خو دې ته  فکر نه کوي چې د انسان په وژلو سره لویه نړۍ نړوي.

دولسم لیک:

د شپې لیک: ولسمشره! زما د نوم په اوریدو سره به دې ذهن ته مستقیما تورتم او تیاره راشي.

خو واوره! په ورځ چې د زورواکو او زبرواکو راج دی ، یو له دغه زورورو لمر دی چې ټول خلک له دغه زور او جبره متاثره دي او ټوله ورځ ورته په خوځیدو تېروي، دغې لمر د سپوږمۍ په شمول ډیرې سیارې یې په خپلو وړانګو کې پټې کړې دي او زړونه یې ورته قید کړي دي، خو تاسې زما په قوت نه یاست خبر، زه راشم د دغه تودو وړانګو په وړاندې خپل وجود پرده کړم او تاسې ته سیوری او نرمه هوا رامنځته کړم. د دې با وجود هر ماښام په زرګونه سیارې د سپوږمۍ چارچاپېره له دغه زندانه خلاص او نجات ورکړم، چې راشي خپل مخونه راښکاره او د کایناتو ننداره وکړي .

خو ولسمشره ! زه یواځې د استراحت، ارام ، غلا او د دوښمن د پرځولو لپاره نه یم ، زما په وجه تاسې عالمان کیدای شئ ، ما کې د معراج او قدر د شپې لوی واقیعات رامنځته شوي، پر ما هم د ساعت ثانیې تېریږي او په ورځ هم .

ولسمشره ! له ما څخه د دې خاورې په ابادولو کې ګټه واخله.

دیارلسم لیک:

د اسمان لیک: ولسمشره! څوک چې لوړ ځای ته ورسېږي، دا معنا نه لري چې خلک یې له سترګو واړه راشي، دا د همدې خلکو په سرونو جګ شوي او منسب ته رسېدلي دي.

کله چې څوک یو لوړ موقف ته ورسېږي، باید ځان لوړ ونه ګڼي، یواځې دغه موقف لوړ دی، شاید ډیر کسان داسې وي چې په علمیت او شخصیت کې له دغه شخص څخه لوړ وي .

خو ولسمشره ! ته اوس لوړ موقف کې یې په ټولو افرادو د اسمان غوندې یو شان او منظم د عدل اورښت وکړه او ټولو ته مناسب حق ورکړه.

څوارلسم لیک:

د غریب ماشوم لیک: ولسمشره! کله چې د ښارونو له ځینو واټونو تېرېږم بېلابېل خلک مې له سترګو راځي، هغه ماشومان چې په شا یې توره بوجګۍ پرته وي په حالاتو یې ژړا راځي.

ولسمشره ! د دوی اینده به څنګه وي. که د دغه کار مخه ونه نیول شي، سبا همدغه ماشوم پلار کېږي، بیا چې د دې پلار له مخکې نه په ماشومتوب کې بوجۍ ګرځوله، نو د دې بچي به یې خامخا ګرځوي، همداسې به د دوی اولادونو کې دغه سلسله روانه وي او د ټولنې یوه لویه برخه به ددغه کسب کسبګره وګرځي.

پنځلسم لیک:

زمري لیک: ولسمشره ! زمری چې د مېړانې قوت او غښتلتوب سمبول ګڼل کېږي، دغه نوم یې د نورو وینو په څښکلو ګټلی. دا سمه ده چې قوت لري، د ځنګل پاچا دی، همدغه موقف یې په زور ګټلی او په کمزورو موجوداتو وسه بروي او ورځنی ژوند اخلي.

دا چې یو څوک مشر شي، نو باید د خپل رعیت پالنه او ساتنه وکړي، نه دا چې په مرۍ یې خوله ورخښه کړي. دلته همدغه کار په عین شکل واقع شوی او ځانونه د خلکو په وینو ځوانوي.

نو ولسمشره! دغه زمري دې وتړه او له ځانه مشر زمری جوړ کړه او د خپل رعیت ساتنه وکړه.

شپاړلسم لیک:

د مرغۍ لیک: مرغۍ چې یو ازاد مخلوق دی، زه یې د بندولو او ښکار کولو سخت مخالف یم.

ولسمشره! د نورې نړۍ په شان دلته هم زموږ د ژوند لپاره قانون وضع کړه، دوی زما په ژوند کې ما ته ډېرې ستونزې پیدا کوي، زما له کوچني وجوده ځان ته رزق پیدا کوي. دومره لوی انسانان زما لور ته فکر کوي ، نور هر څه له یاده باسي ، رزق پر نورو ځایونو کې نه لټوي، خوندونه په نورو ځایونو کې نه لټوي ، زما په کوچني بدن کې یې لټوي.

ولسمشره ! زما پر حال رحم وکړه .

اوولسم لیک:

د ښځې لیک:  ښځه د ټولنې نیمایې قشر جوړوي او په ټولو کارونو کې له خپلو مېړونو سره اوږه په اوږه کار کوي او خپل کمزوری وجود خپلې کورنۍ لپاره ظهیروي، خو بیا هم زموږ ټولنه کې ښځو ته چې د حیا سمبول ګڼل کېږي، مناسب حق نه ورکول کېږي .

لومړی تعلیم، که څه هم تحصیل ډیره لرې خبره ده، دومره هم ورته زمینه نه مساعدوي، چې د خدای (ج)، خاوند او خپل حقوق پري وپیژني، ځيني یې په وهلو، ټکولو تر ګوره رسوي.

ولسمشره ! د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي مخنيوی وکړه ، وجود او شخصیت ته یې ارزښت ورکړه، ترڅو ټولنه مو د سمون په لور قدم واخلي.

اتلسم لیک :

د لیوني لیک: دا چې خلک راته د لیوني ګومان کوي، لیونتوب رسما په عصابو پورې اړه لري، زه په دغه نشت دماغو کې دومره فکر کوم چې غلا، زنا، قتل، حرام، راته ناروا ښکاري، خو ستا هغه افراد چې تا په علم او پوهه په چوکۍ مقرر کړي ، د دغو سترو دماغو با وجود، دوی غلا، حرام ، قتل، او نور برباد کارونه تر سره کوي. اوس تاسې غوره یاست که زه؟

زما ژوند که نن بدرنګ دی او ستاسې ښایسته خو اصل کې ستاسې بدرنګ دی تاسې د جهنم د اور لیدونکې یاستۍ .

او نور……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *