خوست

د ولسمشر خاص او فوق العاده استازي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي له خوست ولایت څخه لیدنه وکړه

د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمداشرف غني ځانګړي او فوق العاده استازي ډاکټرعبدالقیوم  کوچي په مشرۍ پلاوي دخوست ولایت څخه لیدنه وکړه . دغه پلاوي چې  په ترکیب کې یې  د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار وزیرانو او د ولسي جرګې وکیلانو شتون درلود ، دخوست ولایتي ادارې له رهبرۍ،ملکي او نظامي ارګانونو ،ولایتي شورا ،مدني  فعالانو ،قومي مشرانو،دیني عالمانو  او روڼ اندو سره په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ .

خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي په خپله وینا کې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له  ولسمشر څخه  یې مننه وکړه چې  په خپله کاري دوره کې یې ولایتونو ته ځانګړي پاملرنه کړي او هڅه کوي چې سیمه ایزه حکومتوالي په هره برخه کې پیاوړي شي .

نوموړي راغلي پلاوي ته  وویل چې  دخوست خلکو په ټول سیاسي تاریخ کې د خپل هېواد د ازادۍ، استقلال او دفاع لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او اوس هم ژمن دي چې له خپل  نظام سره په هره برخه کې اړینه همکاري وکړي . دده په وینا خوست شمله ور  او زړور قومونه لري چې د  دوی په مرسته او همکاري سره امنیت په بشپړ ډول تامین شوی دی .

ښاغلي حبیبي په عدلي ،قضایي،عایداتي، امنیتي او کشفي ارګانونو کې راغلي ادلون بدلون ته په اشارې سره وویل چې اوس پدغه مهمو بنسټونو د ولس باور  رامنځته شوی چې له امله یې د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن له منځه تللی دی .نوموړي پدې برخه کې د ولسمشر او نورو اړونده لوړو پوړو چارواکو څخه مننه وکړه چې د دوی غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووایه .

خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي له راغلي پلاوي سره یو شمېر وړاندیزونه هم شریک کړل ترڅو د وروستیو اجرااتو په خاطر یې له ولسمشر سره شریک کړي .

په دغو وړاندیزونو کې د ملي او سرحدي پولیسو لپاره د تاسیاستو پرجوړولو او هغوی ته د درنې وسلې په ورکولو خاص ټينګار وشو، همداشان د غلام خان بندر د رسمي ترانزیټ، دوه سوه بسترو ته د  اوسني سل بستریز روغتون ارتقاع،د اجتماعي،اقتصادي اودېموګرافیکې سروې بیا پیلېدل،د دوه منده شمل ترڅنګ د نریزیې،تورکاڼي او مزغور پر سیندونو د بندونو جوړول  او یو شمېر نورو برخو کې مهم پشنهادونه وکړل .

له هغه وروسته مولوي محمد سردارځدراڼ ،د ولایتي شورا وکیل قمرعلي لکڼوال،پخواني څارنوال علي احمد،د سوداګرۍ خونو ریس نواب امیرزي،رسول محمدتڼي،حاجي احمدګل او مدني فعال نصیراحمدروښان  پدې خوښي څرګنده کړه چې افغان ولسمشر ورته ځانګړی پلاوی رالېږلی ترڅو دخوست د خلکو ستونزې،غوښتنې او اړتیاوې تثبیت او دحل لپاره یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي .

دوی راغلي پلاوي ته وویل چې په خوست ولایت کې ټولې چارې د ولایتي شورا،دیني عالمانو،مشرانو،مدني ټولنو او روڼ اندو سره په مشوره مخته ځي ، همدا لامل دی چې په خوست کې امنیت ډاډمن شوی او د بیارغونې بهیر ګړندی پرمخ روان دی .

ویناوالو زیاته کړه خوست د سولې،وحدت او مینې ځای دی، خلک یې له نظام سره په هره برخه کې کلک ولاړ دي او هېچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د نظام د بې ثباتۍ او تخریب لپاره کار وکړي .

دوی دخوست ولایتي ادارې ننګه وکړه او ویې ویل چې دا د ځایي ادارې د غوره مشرتوب پایله ده چې دخوست په سرحدي ولایت کې د ښوونې او روزنې او بیارغونې بهیر په ښه شان سره پرمخ روان دی ، دوی له راغلي پلاوي وغوښتل چې د ولایتي ادارې سره په  هره برخه کې لازمه همکاري وکړي ترڅو د ټولو هغو انکشافي پلانونو په تطبیق کې بریالي شي چې دخوست د ابادۍ او انکشاف پخاطر جوړ شوي دي .

مشرانو ،دیني عالمانو او ځوانانو د اجتماعي ،اقتصادي او دیموګرافیکې سروې په درېدلو ژوره اندېښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه چې دغه پروسه دې ژر تر ژره دوباره پیل شي .دوی د سولې په برخه کې د دولت د رهبرۍ له هڅو او لاسته راوړنو په یوه غږ ملاتړ اعلان کړ او پدې یې خوښي وښوده چې افغان ولسمشر د سولې په راوستو کې د افغان ملت سره په کړیو ژمنو کې صادقه دی .

در اغلي پلاوي په استازیتوب د ولسمشر ځانګړي او فوق العاده استازي ډاکټرعبدالقیوم کوچي خبرې وکړې .

ده دخوست د ولسونو او ولایتي ادارې له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه  او هیله یې وښوده چې دخوست امنیت،انکشاف او قومي یووالی له دې هم پياوړی شي .

ښاغلي کوچي په خوست کې له شته امنیت،سالمې رهبرۍ،ترسره شویو او روانو کارونو او د خوست د قومونو ترمنځ ټینګ یووالی وستایه او غوښتنه یې وکړه چې د خپل هېواد او په ځانګړي ډول دخوست د لا پرمختګ لپاره دې د اوسني وضعیت په ساتنه او پالنه کې هر وګړی رول ولوبوي .

نوموړي د هېواد په ټولو  سیاسي بهیرونو کې د خوست دخلکو فعال رول وستایه او  ډاډ یې  ورکړ چې ولسمشر ژمن دی چې دخوست د ابادۍ،بیارغونې ، سیاست او اقتصادي پرمختګ په برخه کې له خوستوالو سره کړې ژمنې په عمل کې سرته ورسوي .

ده ژمنه وکړه چې د خوست د ولایتي ادارې د مشرتابه ،ولایتي شورا،قومي مشرانو،دیني عالمانو او ځوانانو غوښتنې به په خپل لاس ولسمشر ته رسوي او هڅه به وکړي چې دغه غوښتنو ته قدم په قدم عملي جامه ور واغوندي .

دخوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

۱۳۹۵-۸-۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *