په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ځنډېدو د خلکو زغم نور پای ته رسولی وو،خو له اوږدو لانجمنو بهانو،ستونزو ،تورونو او حل لارو وروسته د ټاکنو په پایله کې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی په بریالیتوب د خلکو خوښي او د همدې ډاکټر احمدزي تر قیادت لاندې حکومت ته د خلکو لیوالتیا لا هم د حیرانتیا وړ ده ،ډېر خلک فکر کوی چې بس همدا ډاکټر غني به هغه څوک وي چې نور به نو په هیواد کې موجوده ټولو ستونزو ته د پای ټکی ږدي.
د اول پړاو ټاکنو کې د ډاکټر غني برنامه او د هغه کنفرانسونو خلک دې ته وهڅول چې د ستونزو سره سره د رایو مرکزونو ته لاړ شي او د نړۍ د همدې متفکر په ګټه د هیواد د ولسمشري لپاره رایه وکاروي ،څو یې هېواد له شته او راتلونکو احتمالي بدمرغیو وژغورل شي.
په دوهم پړاو ټاکنو کې هم سره له دې چې ګواښ او ددښمن تهدید له لومړي هغه پړاوه ډېر او خطرناک وو،خو بیا هم د ډاکټر غني برنامې د ولس نر ،ښځې ،بوډاګان او ځوانان د رایو تر مرکزونو او صندقونو ورسول،څو هیواد یې له ستونزو خلاص او د امن په فضا کې هوسا ژوند ولري .
په دې دواړو پړاوونو کې د خلکو باور او خلکو ته دده له خوا ورکړل شوې وعدې؛دې ښاغلي یو ځل بیا په هغو مراسمو کې چې د همدې ډاکټر احمدزي د لوړې لپاره ترتیب شوي او پکې شا او خوا ۱۴۰۰ کورنیو او بهرنیو میلمنو برخه اخیستې وه یو ځل بیا تکرار او له خلکو سره یې په نږدې وخت کې د عملي کولو ژمنې وکړې ،ولس لا ډېر لیواله شو اوس نو دده هره مثبته کړنه د زړه په سترګو ګوري او د تصدیق مهر پرې لږوي.
ښاغلي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ددې ترڅنګ چې په پخوانیو کلي وعدو یې ټینګار او له خلکو سره یې د عمل ژمنه وکړه،ځینې جزوي مسایل او د خپلې نږدې راتلونکې کاري دورې پلان یې هم وړاندې کړل ،چې د وینا په اوږدو کې یې د لاندې مهمو ټکو یادول او په وړاندې یې دده غوڅ دریځ د خلکو هیلې لاپیاوړې او په باور بدلې شوې .
وزیران او وکېلان نه شي کولی چې یو دبل سره شخصي لیدنې ترسره کړې:
تر ډیره داسې لیدل کیږي چې وزیران د وکیلانو کورونو ته ورځي او ددوی سره شخصي ناستې ترسره کوي، وکیلانو ته ددې لپاره چې دبا ور رایه ورکړي لس ګونه زره ډالره رشوت او نور امتیازات ورکوي، چې دې کړنې دولت له سختو ستونزو سره مخ کړي دي،وزیران د باور رايي اخیستنې وروسته دهمدې وکیلانو سره ګډه لوی،لوی قراردادونه یا خپله او یا هم خپلو خپلوانو لپاره ترلاسه کوي کوم چې ددوی سره يي ګټې شریکې وي.
همدا راز ځیني وکیلان او د کابېنې غړي ډیر وخت دخپلو ورسپارل شویو دندو او رسمیاتو په وخت کې دتفریح په موخه د بهرنیو هېوادونو په سفرونو بوخت وي، دموسېقۍ پروګرامونه جوړوي،دهمدې جوړ جاړیو له لارې مقررۍ او منفکۍ ترسره کوي او ان دنظامي ځواکونو په لیکو کې هم لاس وهنې کوي او داسې انګیري چې ګواکي ټول دولت او ټول نظامي ځواکونو ددوی نوکران دي، دنظامي ځواکونو په لیکو کې غیر قانوني مقررۍ ترسره کوي، نظامي مسؤلین خپلو دفترونو ته غواړي،ستاینلیکونه ورکوي ترڅو ددوی دغیر قانوني کړنو مخه ډپ نه کړي، چې همدې کړنې دنظامي ځواکونو په لیکو کې پراخ فساد ته ز مینه برابره کړي او تر ډیره دنظامي ځواکونو مسؤلین دپېسو په مقابل کې مقرریږي، چې دپېسو په زور مقرر شوي نظامي مسؤلین بیا تر خپل لاس لاندې عسکر دې اړباسي چې په لویو لارو بار وړونکي موټر ،تجاران او د نورو کاروبارونو له خاوندانو غیر قانوني پېسې واخلي، چې دې کړنې هم ددولت او ولس ترمنځ واټن را پیدا کړی اودخلکو په زړونوکې يي دنظامي ځواکونو لپاره دمیني پر ځای دنفرت کښت کرلی دی،دا چې نظامي ځواکونه تر ټولو دیره قرباني ورکوي، دروند مسؤلیت ورپه غاړه دی، ډیر وخت داسې هم کیږي چې دهېواد او خلکو دخدمت په موخه په لوږه نس شپې او ورخې تېروي ، ددوی د قربانیو باید احترام وشي او ددوی دسپېڅلې نوم څخه ناسمه ګټه پورته نه شي ، نوی ولسمشر باید سره له اوسه ددې بدې کړنې مخه ونیسي .
که دپارلمان او کابېنې ترڅنګ په ټولو برخو دقت وشي او دلوړو بستونو را نیولې تر ټېټو بستونوپورې دوړتیا او ازادې سېالۍ له لارې بدون دکومې لاس وهنې او رشوت څخه وړ کاسان وټاکل شي او دبې ځایه مقرریو مخه ونیول شي، نو اوسنیو شته ناخوالو ته به تر ډیره بریده دتل پاتې پای ټکی کېښودل شي.
ولسمشر ددې ترڅنګ چې د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ شخصي ستونزې او د په نظامي ارګانونو کې د دوی بې ځایه مداخله یاده کړه ،ویې هم غندله او په دې سره یې ولس ته ډاډ ورکړچې قانون پلي کول به لومړی د هیواد له لوړ رتبه خلکو پیلوي او تر دوی به ورسېږي .
ښاغلي احمدزي په هیواد کې د عدل د ټینګښت او په هیواد کې د اداري فساد د ورکولو لپاره تر ټولو په مهمو او اړینو عدلي ارګانونو(قضا او څارنوالي ) په زغرده د فساد تور ولږاوه او له دوی یې په هیواد کې د موجوده بې عدالتیو د مخنیو ي ټینګه غوښتنه وکړه .
ده دقضا او څارنولۍ مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې دمجرمینو دوسيې په وخت وڅېړي او خپل کارونه د قانون په رڼا کې پر مخ یو سي، دا په داسې حال کې ده چې تر ډیره خلک ددوی دغیر عادلانه پریکړو له امله تر پوزې رارسیدلې دي، په همدې ارګان کې فساد دومره پراخ دی چې دیوې وړې مسئلې د حل لپاره به په میاشتو، میاشتو ستړې منډې ترړې وهې، دقضا او څارنوالیو مسؤلین خپل دلالان لري او دهغوی پرمټ له خلکو پېسې اخلي او روا ناروا او ناروا روا کوي، ددې ارګانونو مسؤلین تر ډیره ځانونه ان د ولسمشر څخه لوړ ګڼې او کله چې یو څو ک ځان له ولسمشره لوړ وګڼې نو ددې خوار مظلوم ولس دې الله دې مل شي .
ولس هیله لري چې نوی ولسمشر به خپلو کړیو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندې او ژر ترژره په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یو سي ، په قضا او څارنوالیو کې داسې کسان په دندو وګماري چې کاري وړ تیا لرونکی او ددې خاورې اصیل بچی وي، د رشوت اخیستني بدې پدیدې ته چې دولس او دولت ترمنځ يې واټن را راپیدا کړی دپای ټکی کیږي دي،ځکه په یادو ارګانونو کې پراخ ادارې فساد او رشوت اخیستنه ددې لامل شوې چې خلک ددولت سره واټن پیدا او د مخالفینو لیکو ته ورشي، نوی ولسمشر چې تر دې مهاله يي چارې په ډیر ښه او بریالیتوب سره پر مخ روانې دي باید د ذکر شویو ستونزو دحل لپاره خپلې شوې ژمنې ته دعمل جامه ور واغوندي ، چې ددې کار ژر ترسره کولو د ولسونو ارمان هم دی .
زه دمدني فعال په صفت له ولسمشره غوښتنه کوم چې لومړی دپارلمان اوسني حالت ته په کتو دراتلونکي لپاره ډیر دقت وکړي او د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون فشار واچوي چې په خپلو کارونو کې شفافیت را منځته کړي او دپوره تشخیص، پېژندنې، پخوانۍ سابقې او دخلکو په منځ کې دهغه نفوذ ته په کتو د نوماندۍ حق ورکړي څو د قضا،څارنوالي او نورو ادارو په برخه کې د پاکو،مجربو،با استعدادو او وړ خلکو ګمارنې ته لاره هواره شي .
په همدې هیله چې نوی ولسمشر به له ژمنو سره سم د خلکو هیلو ته سم ځواب ووايي .
Goman Me Nashi Cha Da wary Shary Shee