سید غفوراحمد (جاوید)

په افغانستان کې د جګړې د دوام دا څلویښتم کال دی چې روانه ده خو ددي جګړې د ختمیدو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني په لومړي ځل ډیر با جرئته قدمونه واخستل نوموړي په لومړي ځل د کابل پروسي کنفرانس کې د طالبانو سره د سولي لپاره داسي طرحه وړاندي کړه چې په کور دننه او بهر ورته ټول خلک ګوته په غاښ پاتي شول همدارنګه یې تیره اونۍ د افغانستان د علماوو او ولس ارادي ته په درناوي سره 8 ورځني اوربند اعلان کړ چې دي مسلې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل او په لومړي ځل له دي اقدام څخه په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه تود هرکلی وشو .

ولسمشر غني داوربند اعلان هغه غږ ته لبیک ویل وه کوم چې په کابل کې د 3500 علماوو دګډ کنفرانس په ترڅ کې په حکومت شوی وو او له حکومت غوښتنه شوي وه چې دښه نیت څرګندولو لپاره دي د طالبانو سره دیو اړخیز اوربند اعلان وکړي چې دعلماوو دغي غږ او دولس ارادي او غوښتني ته په کتو ولسمشر یو تاریخي اقدام وکړ او له طالبانو سره یې اوربند اعلان کړ .

د ولسمشر محمد اشرف غني دي غږ ته په ملي کچه تود هرکلی وویل شو چې دکابل ترڅنګ په نورو ولایتونو کې ځوانانو داوربند د اعلان سره سم دخوښۍ جشنونه ونیول او هغه شمیر ځوانان چې د ولسمشر سرسخت منتقیدن وه دولسمشر ددي باجرئته اقدام څخه یې ملاتړ وکړ ، همدارنګه دهېواد ټولو قشرونه له دي پروسي ملاتړاعلان کړ او دا یې دولسمشر یو تاریخي اقدام وبللو .

د دي ترڅنګ داوربند له اعلان  وروسته په سیمه ایزه کچه د شانګهای کنفرانس کې چې کله ولسمشر محمد اشرف غني داوربند داعلان او اوږدیدو په اړه خبري وکړي نو په سیمه ایزه کچه باندي له تود هرکلي سره مخ شو دافغانستان ګاونډیو هېوادونو لکه ایران ، پاکستان، تاجکستان ، چین او ازبکستان ولسمشرانو د شانګهای کنفرانس کې په خپلو خبرو کې دولسمشر ددي اقدام څخه ملاتړوکړ او په ټولو خواوو یې تاکید  وکړ چې باید له دي چانس څخه په ګټه اخستلو سره دافغانستان په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړي .

همدارنګه دشانګهای کنفرانس سیمه ایزوغړو هندوستان او روسیې هم دولسمشر ددی اقدام هرکلی وکړ او په دي برخه کې یې دهرراز همکارۍ ژمنه وکړه چې دا په خپل ذات کې دافغان حکومت دسولي د طرحي او هڅو څخه په سیمه ایزه او ګاونډیو هېوادنو په کچه بي ساری هرکلی وو .

په نړیواله کچه باندي دامریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر په خپره شوي اعلامیه کې دولسمشر محمد اشرف غني هڅي وستایلي او وی ویل چې امریکا له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي کومې چې دافغان حکومت په مشرۍ دافغان سولي لپاره کېږي او دا یو ښه اقدام دی چې افغان حکومت واخستلو ، ترڅنګ یې دناټو دفاع وزیرانو چې په همدي وخت کې په بروکسل کې دافغانستان په اړه ناسته درلوده له دي پریکړې دهرکلي ترڅنګ په طالبانو غږ وکړ چې باید  فرصت له لاسه ورنکړي او د افغان حکوکت سره دسولي خبرې اتري پيل کړي ترڅو افغانان وکولي شي چې یو دایمې سولي او ثبات ته ورسیږي .

نو دسولي د پروسي او داوربند داعلان څخه په کور دننه په ملي کچه  ، په سیمه ایزه کچه او په نړیواله کچه باندي دپراخ هرکلي او ملاتړ څخه دا په ډاګه کېږي چې ولسمشر  دافغان سولي لپاره کوم اقدام کوي تر ډیره بریده پوري دسولي راوستو اراده په کې له ورایه ښکاري چې دنوموړي له دي هڅو باید ملاتړ لا پياوړی او غښتلی شي ترڅو موږ یو دوامداره سولي او ثبات ته ورسیږو او ترڅنګ یې دافغانستان دا څلویښت کلنه جګړه د تل لپاره خلاصه کړو .

د دي ترڅنګ که څه هم طالبانو هم د دري ورځو لپاره داوربند اعلان وکړ او دولسمشر د اوربند اعلان ته یې مثبت جواب وویلې خو اوس ورته په کار دي چې دا اوربند لا پسی وغځوي او په دي برخه کې شته خنډونه دحکومت سره په ګډه له منځه یوسي او هغه تاریخي مسولیت او رسالت چې په افغان سول کې دوۍ ته ورګرځي هغه ادا کړي که چرته وسله وال طالبان دا کار ونکړې نو راتلونکې کې به نه په ملت کې ځای ولري او هم په نړیواله او سیمه ایزه کچه له منزوي توب او غبرګونو سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *