شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۴ (27 June 2015)

  • جمهوررئیس غني: د صحي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د څارنې او ارزونې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت رول مهم دی

په غونډه کې د مور او ماشوم د سالمې روغتیا په موخه د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په برخه کې په راتلونکو لسو کلونو کې د یو موثر سیستم د رامنځته کولو،  د مکافاتو او مجازاتو سیستم رعایت ته په پام د روغتیایي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د ټینګې څارنې او په راتلونکو څلورو او بیا لسو کلونو کې  د روغتیایي خدماتود برابرولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د رول د روښانولو په اړه بحث وشو. همدارنګه د روغتیایي خدماتو د ښه والي لپاره د یوې بشپړې طرحې د برابرولو، په کابل ولایت کې د نفوس په تناسب د روغتیایي خدماتود ښه والي په موخه د یو روښانه میکانیزم د رامنځته کولو، د روغتیایي پروګرامونو تداوم ته د جدي پاملرنې او د عامې روغتیا وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست تر منځ د صحي بیمې د رامنځته کولو په هکله په ازمایښتي ډول د لازمو اقداماتو د ترسره کولو په اړه وړاندیزونه او نظریات مطرح شول. د هېواد جمهور رئیس په ټینګار سره په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د  ښه والي لپاره  د صحي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د ارزونې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت رول مهم وباله او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

  • د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له دوه سوه ملیونه ډالره زیاته سپما وشوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون   خپله  اونیزه غونډه وکړه. د ملي تدارکاتو کمیسیون پرېکړه وکړه،  چې د پوهنې وزارت د ۶۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د تصویب شوي قرارداد په اساس به درې ملیونه ټوکه کتابونه داخلي مطبعو ته د چاپ لپاره ورکړل شي.  له دغو کتابونو څخه به ۲،۱  ملیون زده کوونکي ګټه واخلي. همدارنګه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په یوه قرارداد کې له دوه سوه ملیونه ډالره زیاته سپما وشوه او د خوست ولایت د هوایي ډګر د قرارداد په اړه پرېکړه وشوه چې د خوست والي به  یاد قرارداد د لا شفافیت  په موخه په دقت او هر اړخېزه توګه وارزوي.  د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت ته د یاد وزارت  د قراردادونو له ارزولو وروسته لارښوونه وشوه چې  د درملو قراردادونه دې د عامو اجناسو له تدارکاتي پروسې څخه واېستل شي او خاص تدارکاتي چوکاټ دې ورته جوړ شي. د ډاکټر  قادر ودان په مشري د متخصصینو ټیم ارزونه ښیي چې د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې په افغانستان کې د پاسپورټونو چاپ ممکن دی، خو  تر هغه وخته باید د اړتیا وړ یو ملیون پاسپورټونو د چاپ  لپاره پخواني قرارداد ته دوام ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *