تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د کابل له زندانونو څخه د کورونا د مخنیوي په پار تر اوسه ۷۴۷ ښځینه او نارینه بندیان خوشې شوي دي.

د کابل د والي له دفتره تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر فرمان ته ځانګړی کمېسیون د والي له مرستیالانو، د استیناف له استازو، سترې محکمې د فرمانونو د تطبیق برخې، د عدلیې وزارت، د زندانونو ادارې، بشري حقونو کمېسیون، ملي امنیت د استازو د پلټنې په نتیجه کې د کابل په زندانونو کې د ۱۴۰۰ بندیانو دوسیې وڅېړل شوې او ۷۴۷ ښځینه او نارینه په شرایطو پوره بندیان یې خوشې کړي دي.

د خبرپاڼې له قوله د کابل د والي مرستیال محبوب الله محبي له دغې کمېټې غوښتي چې د نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه هم څېړنې چټکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې نیوکه کړې وه چې افغان حکومت د ولسمشر غني د فرمان له مخې د کورونا د مخنیوي له کبله د بندیانو خوشې کولو لړۍ د پام وړ چټکه روانه نه ده.

ولسمشر غني امر کړی و چې ۱۰ زره بندیان دې عمر، ناروغۍ، د بند مودې او د جرم خفت ته په پام له افغان زندانونو خوشې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *