صلاح الدین رباني

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: ولسمشر د بهرنیو چارو په وزارت کې د شوي فساد او د پيسو د خورد و بورد د څېړنې لپاره ځانګړي پلاوي ته دنده سپارلې ده تر څو ژر تر ژره ده ته خپل راپور چمتو او وسپاري.

د ارګ سرچینې وايي، ولسمشر دا امر وروسته له هغې ورکړی کړې چې مک یا له اداري فساد سره په مبارزه د څارنې کمېټې راپور ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت ۴۰ سلنه کارمندان په واسطه، قومي، سمتي او نورو اړیکو مقرر شوي دي.

ولسمشر دغه پلاوي ته دنده سپارلې ده چې د بهرنیو چارو وزارت په تړاو دې د فساد، ګمارنو، سفرونو، قومي او سمتي تعصب کره اسناد راټول کړي.

داسې معلومات هم شته چې ولسمشر صلاح الدین رباني ته د ډېرې غوسې څخه د د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان عمومي غونډې ته د تګ اجازه نه ده ورکړې او پر ځای یې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ټاکلی تر څو په دغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د یادونې ده چې د بهرنیو چارو وزیر د ډاکټر عبدالله په خوښه ټاکل شوی او اوس دا وزارت د قومي تعصباتو د پالنې پر ځاله بدل شوی دی.

دغه وزارت کې ولسمشر څه موده وړاندې پر ټولو کارمندانو لازمه ګرځولې وه چې د انګلیسي ژبې د ټافل ازموینه ورکړي او هر څوک چې دې ازموینه کې ناکام شي کور ته دې واستول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *