سه شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۴ (30 June 2015)شقل
- جمهور رئیس غني: د سولې په مذاکروکې به د ښځو ونډه او موقف تشریفاتي نه، بلکې واقعي وي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د افغانستان د ملي پلان په غونډه کې وویل: د هېواد اساسي قانون دولت مکلف کوي چې ځانګړي حقوق او د افغانانو ترمنځ د مساوات راوستل د یو هدف په توګه عملي کړي. په دغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړې د عملي کېدو د څرنګوالي او د سولې او امنیت په تامین کې د ښځو د رول په اړه د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دغه وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې د هېواد اساسي قانون سل په سلو کې اسلامي دی، وویل چې زموږ ټولې اسلامي عقیدې، احکام ، عنعنات او اسلامي ځلانده فرهنګ او تمدن په اساسي قانون کې ځای کړی شوي دي او د ملي وحدت د حکومت موخه په هر اړخیز ډول د افغانستان د اساسي قانون عملي کول دي. جمهور رئیس غني وویل، زموږ د ټولنې تر ټولو مهمه ننګونه د هغو شرایطو را منځته کول دي چې په هغو کې افغانه ښځه د اساسي قانون له مخې له افغان نارینه سره اوږه په اوږه یوه سوکاله، قانون منده او هدف منده ټولنه جوړه کړي. جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه: ښځه، ښځه ده او د ښځې لید لوری باید د یوې ښځې په توګه مطرح شي، نه د یوې خور، مور او نجلۍ په توګه ځکه چې دغه دویمي رولونه دي او دا یوه مهمه اړتیا ده چې د ښځې لید لوری د دولت په ټولو برخو کې عملي شي. جمهور رئیس له دیني عالمانو وغوښتل چې د ښځو په اړه یوه ګډه ژبه پیدا کړي، دولت او پخپله دی حاضر دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې له سیمه ایزې همکارۍ پرته په افغانستان کې بنیادي بدلون نه شي رامنځته کېدلی او د افغانستان راتلونکی په سیمه ایزو همکاریو پورې اړه لري.
- جمهور رئیس غني: همدا تاسو ورزشکارانو د افغانستان تصویر بدل کړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن د المپیک د ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې نمانځغونډه کې ګډون وکړ. جمهور رئیس غني د هېواد د ټولو ورزشکارانو د هلو ځلو او لاسته راوړنو مننه وکړه او وې ویل، ورزش د ناروغیو، رواني تشویشونو او د نشه یي توکو د استعمال په مخنیوي کې مهم رول لري او دغه رول په حقیقت کې همدا تاسو ورزشکاران ترسره کوئ. جمهور رئیس وویل، همدا تاسو ورزشکارانو د افغانستان تصویر بدل کړ، هر ځل چې ستاسو د هلو ځلو له برکته د لوبو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ملي بیرغ پورته شوی، نو نړیوالو افغانستان ته د ارزښت په سترګه کتلي. ستاسو همدا لاسته راوړنه ماته له ملیونونو ډالرو زیات ارزښت لري، ځکه چې تاسو په سختو شرایطو او ازادو سیالیو کې ډېرې لویې لاسته راوړنې لرلې دي. جمهور رئیس وویل، ورزش په اسلامي او ملي فرهنګ کې مهم ځای لري او دا باید په یو سرتاسري او ملي پروګرام بدل شي. د هېواد جمهور رئیس د پوهنې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ورزش ته د افغانستان په تعلیمي نصاب او ښوونځیو کې لا ډېره پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا وزیر ته یې هدایت وکړ، چې ورزشکارانو ته د روغتیایي مشورو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي. د کار او ټولنیزو چارو وزیرې ته یې لارښوونه وکړه چې ورزشکارانو ته د کار زمینه برابره کړي او ورزش د کار برخه وګرځوي. جمهور رئیس د المپیک ملي کمېټې څخه وغوښتل چې د ورزش د لا ودې او مثبت بدلون په موخه خپلې اصلاحې طرحې ترتیب او له ما سره شریکې کړئ. نوموړي ډاډ ورکړ چې تاسو مستقل یئ او سیاستونه به په تاسو هیڅ سیوری او اغېز ونه لري او هیله یې څرګنده کړه، چې بل ځل بیا هم دا ورځ د سولې، یووالي او ورورګلوۍ په فضا کې ولمانځو.
جمهور رئیس غني د الکوزيو د قوم له یو شمېر استازو او مشرانو سره وکتل
په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، یادو مشرانو او استازو له فساد سره د مبارزې، د سولې او امنیت د تامین او په نظام کې د الکوزيو د قوم د کدرونو د جذب او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د الکوزيو د قوم استازو له نظام او د جمهور رئیس غني له برنامو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. جمهور رئیس غني د الکوزيو قوم د استازو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدلو وروسته ، د سولې د څېړنیز مرکز د رامنځته کولو په هکله د دې قوم د یوه استازي د طرحې وړاندیز ګټور وباله او لارښوونه یې ورته وکړه، چې د دې مرکز د رامنځته کولو طرحه چمتو او د جمهوري ریاست مقام ته وسپاري. نوموړي زیاته کړه چې د اړتیا پرمهال ښایي دا طرحه په نورو ولایتونو کې هم تطبیق شي. جمهور رئیس غني د افغانستان د خلکو ګډون او د ټولنیز عدالت تامین په هېواد کې د موثر نظام مهمې اړتیاوې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د حکومتوالۍ په پروسه کې به د ټولو اقشارو او قومونو د عادلانه ونډې لرلو زمینه برابره کړي. جمهور رئیس وویل، چې هرات ښار به د پایدارې برېښنا په ترلاسه کولوسره د کار د ایجاد د یو عمده مرکز په توګه پرمختګ وکړي او د هرات تر څنګ به د کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو سوداګریزو او صنعتي ظرفیتونو ښه والي ته هم پاملرنه وکړو.