یکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴ (05 July 2015)
- د ملي تدارکاتو کمیسیون د دوه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۲ قراردادونه منظورکړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د کانونو او پطرولیم، فواید عامې، د کلیو د پراختیا، ملي دفاع، کورنیو چارو او د پوهنې وزارت، د کابل ښاروالۍ او د مسفا ادارې قراردادونه وڅېړل شول. دغه راز په دې غونډه کې د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړېدل منظور شول چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د بار وړونکو وسایطو لپاره شپاړس ساعته غیر ضروري وقفه له منځه لاړه شي او د هرات د ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه به راکمه شي. په غونډه کې د ملي دفاع وزارت څو قراردادونه منظور شول چې شاوخوا دوه اعشاریه اته میلیونه ډالره سپما پکې شوې ده. همدا راز د ملي تدارکاتو کمیسیون له ۲۵ وړاندې شویو قراردادونو څخه د دوه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۲قراردادونه منظورکړل. په همدې توګه په دې غونډه کې د مالیې او ملي دفاع وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د سرتیرو د خوراک د کیفیت د لوړولو او کالوري د زیاتولو لپاره دې ژر تر ژره یوه طرحه چمتو او د کابینې غونډې ته دې وړاندې کړي
- جمهور رئیس غني په عادلانه ډول د فرخندې د قضیي د حل د غوښتونکو له ډلې سره وکتل
جمهور رئیس غني وویل چې د قانون له مخې دی د محاکمو په پریکړو کې لاس وهنه نه شي کولای. ده زیاته کړه چې د فرخندې د قضیې د څېړنې موضوع د استناف په محکمه کې نه ده بشپړه شوې له هغو سلو پاڼو څخه چې د موضوع په اړه یې لیکل اړین دي تر دې مهاله د هغو اویا پاڼې لیکل شوي دي. بیا، د جمهور رئیس حقوقي سلا کار عبدالعلي محمدي خبرې وکړې، وې ویل چې د شهیدې فرخندې په قضیه کې د ابتدایه محکمې ځینې موجودې تشې د استیناف په محکمه کې رفع شوې. د بېلګې په توګه تورنو کسانو په ابتدایه محکمه کې مدافع وکیلان نه درلودل خو په دې قضیه کې اساسي ستونزه د فرخندې د اصلي قاتل تشخیص دی، ځکه چې د قانون له مخې د هغه د وروستۍ ضربې له امله چې فرخندې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، هماغه شخص اصلي قاتل دی. محمدي وویل کوم شواهد چې د دغې قضیې په اړه موجود دي هغه یوازې د ټیلفوني کمرو له لارې اخیستل شوي تصویرونه او ویدیوګانې دي. ده وویل چې د پیښې د حقوقي حالت پیچلتیا د محاکمو کار له ستونزو سره مخامخ کړی دی، د قضیې کیفیت ابهام رامنځته کړی دی او د افغانستان د جزا په قانون کې موجودې نیمګړتیاوي دا ایجابوي چې دغه قضیه د حنفي فقهې په رڼا کې وڅېړل شي. جمهور رئیس غني چمتوالی وښود چې د افغانستان د جزا په قانون کې د موجودو تشو د ډکولو لپاره به په دغه قانون کې د لازمو تعدیلونو په موخه په اقدام لاس پورې کړي. همدا راز جمهور رئیس غني له مدني ټولنې وغوښتل چې د فرخندې د قضیې د څېړنې په کار کې حوصله ولري ترڅو عدالت په صحرایي محکمې تبدیل نه شي او د طالبي عدالت او د اساسي قانون د حکم ترمنځ تفکیک رامنځته شي.
- د ملي امنیت شورا د جلریز ولسوالۍ پېښه وڅېړله
د ملي امنیت شورا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني تر مشري لاندې د جلریز ولسوالۍ هغه پېښه، چې یو شمېر سیه ییز پولیس په کې په شهادت ورسېدل، وڅېړله. جمهور رئیس غني په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دا وحشیانه برید به بې ځوابه پاتې نشي او وې ویل، یو لوړ پوړی دولتی پلاوی ګومارل شوی دی، چې د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍد پېښې لاملونه او اصلي انګېزه په دقیقه توګه وارزوي او خپل راپور په درې ورځو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. جمهور رئیس وویل، چې د دې پېښې اړوند هر ډول وظیفوي غفلت به وڅېړل شي. د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه، چې د دغه ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وشي. د هېواد د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي زیاته شي او چټک غبرګون په واقعي مانا عمل او ژر اقدام وکړي. همدارنګه د ملي امنیت شورا ټینګار وکړ، چې د هېواد د امنیتي ځواکونو وړتیاوې باید پیاوړې شي او داسې میکانیزم رامنځته شي چې له مخې یې د هېواد هر ګوټ او څنډې ته ژر د تازه دمو ځواکونو د لېږلو لپاره اقدام وشي.
- جمهور رئیس غني د جلریز په ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه یو پلاوی موظف کړ
ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې یو لوړ پوړی دولتي پلاوی موظف کړای شوی دی چې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ ته لاړ شي او په دغه ولسوالۍ کې د هغې وروستۍ پېښې عوامل او انګېزه په هر اړخیز ډول وڅېړي چې له امله یې یو شمېر سیمه ایز پولیس شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول . په حکم کې پلاوي ته لارښوونه شوې ده چې د میدان وردګو د والي، ولایتي شورا، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جلریز ولسوالۍ امنیتي حالت وڅېړي، اوښتې مرګ ژوبله او زیانونه تثبیت کړي او له مخې یې خپل رپوټ ډېر ژر د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
خو د جرلیز ولسوالی ته په وخت مرسته نوه رسیدلی که که چیرته رسیدلی وایی نو له داسی ناورین سره به نه مخ کیدل