پنجشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۴ (25 June 2015)

 

  • جمهور رئیس غني د لویې پکتیا له وکیلانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره شپه د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونوله وکیلانو سره وکتل. جمهور رئیس غني د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله د وکیلانو د نظریاتو او وړاندیزونو مننه وکړه او د لویو لارو او بندونو د جوړولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ. جمهور رئیس وویل، د سرکونو د جوړولو لپاره پیسې لرو، خو د قراردادونو د ارزولو او د کیفیت د ښه والي په موخه مو د سرکونو د جوړولو چارې ځنډولې دي. نوموړي د سرکونو د کیفیت په هکله د افغان څېړونکي ډاکټر ښاد څرګند د ارزونې او طرحې یادونه وکړه او هغه یې د سرکونو د ښه کیفیت لپاره مهمه وبلله. د هېواد جمهور رئیس په ولسي جرګه کې د یادو ولایتونو وکیلانو ته د دوی د ولایتونو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د اړوندو ادارو مسوولینو ته  یې هم په هغه هکله لارښوونې وکړې.

  • جمهور رئیس غني: برېښنایي تذکرې د ټاکنو د شفافیت لپاره ګټورې دي

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  نن د برېښنایي تذکرو د وېش په هکله د مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونو، د یوناما، اروپایي ټولنې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، یو ایس اې آی ډي، جي آی زیډ او ځینو نورو نړیوالو موسسو له تخنیکي سلاکارانو او استازو سره غونډه لرله. جمهور رئیس غني د برېښنایي تذکرو د وېش په هکله د ګډونوالو او تخنیکي سلاکارانو د وړاندیزونو او نظریاتو مننه وکړه او وې ویل، چې برېښنایي تذکرې د ټاکنو د شفافیت لپاره ګټورې دي. نوموړي وویل،  ټول هېوادوال مو د برېښنایي تذکرو غوښتونکي دي، خو تراوسه پورې په دې برخه کې د تذکرو د وېش کوم عملي پلان نه دی وړاندې شوی. جمهور رئیس  د ګډونوالو د نظر په تائید وویل، په یوه اونۍ کې د تذکرو  د ازمایښتي پړاو لپاره کاري پلان جوړ او بېرته له ما سره شریک کړئ. نوموړي زیاته کړه  دغه ازمایښتي پلان دې په کابل کې تطبیق اوتجربه شي. د برېښنایي تذکرو د وېش سیستم دې دقیق وارزول شي ، زاړه او له کاره لوېدلي وسایل دې  تفکیک شي. جمهور رئیس  د تذکرو د وېش کورنیو او بهرنیو تخنیکي سلاکارانو ته وویل، په راتلونکې غونډه کې د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره درې انتخابونه وړاندیز کړئ، د هغو له منځ څخه به تر ټولو مناسب انتخاب غوره کړو. جمهور رئیس زیاته کړه ، د برېښنایي تذکرو د وېش د پروژې عمده او احتمالي خطرونه دې تشخیص او د یادو خطرونو د له منځه وړلو لپاره دې یو جامع او عملي پلان ترتیب شي. نوموړي د دغې غونډې له تخنیکي سلاکارانو او بهرنیو استازو څخه وغوښتل، چې د تذکرو د وېش په اړه دې خپلې ارزونې له بشپړولو وروسته بېرته له ده سره شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *