دا د یو ښه مشر او مدیر صفت دی چي و کولای سې په کم وخت، لږ لګښت او لږ بشري ځواک سره یوه لویه چاره تر سره کړي.

که څه هم ویډیويي کنفرانس، په نوره نړۍ کي عادي خبره ده، خو په افغانستان کي لومړی ځل دی چي عام خلک د ویډیويي کنفرانس په مټ له وهیواد مشر سره، سترګه په سترګه کیږي او هغه څه وايي، چي له کلونو راهیسي یې ددې ورځي لپاره په زړه کي ساتل.

ډیری خلک دا نیوکه کوي، چي ولي هیواد مشر غني ولایاتو ته سفرونه نه کوي، څو مخامخ له خلګو سره و ګوري؟ غواړم دلته ددې کنفرانس ښېګڼو او د هیواد مشر د مدیریت دې غوره پریکړي ته اتو ټکو کي لږ وضاحت ورکړم.

  1. د لګښت مخنیوي: که هیواد مشر غواړي ولایاتو ته ولاړ سي، نو د نومړي سفر هر ولایت ته، یو لړ درنو لګښتونو ته اړتیا لري، که ټولو څلور دېرش ولایاتو ته د هیواد مشر د سفرونو لګښت سره و سنجلو سي، نو افغانستان د  اقتصاد لپاره لپاره ملا ماتوونکي دي، دا نه چي د ویډیويي کنفرانس په مرسته دا لګښت را کم سوی، بلکه صفر ته را کښته سوی او هغه ټول پیسې چي د هیواد مشر پر سفرونو به لګیدې هغه د افغانستان ملي بودیجې او خزانې  ته بچت سوې، چي دا په خپل ځان کي یوه لویه سپما او غوره مدیر یت دی.
  2. د وخت سپما: د ویډیويي کنفرانس په مټ، له خلګو سره لیده کاته لپاره هیواد مشر ته هومره وخت پکاریږي، چي هلته کښیني، د هغوی خبري واوري او خپلي ور واوروي. خو که غواړي ولایاتو ته سفر وکړي، تاسو حساب ولګوئ چي څومره وخت به ضایع کیږي؟ که بیخي ډیر عجله وسي، یوه ساه دمه هم پکي و نه سي، ښايي لږ تر لږه یوه ورځ (۱۲ساعته) وخت و غواړي، کنه ډیری به داسي پیښيږي چي د تلوار سره سره خبره تر ۲۴ ساعته هم واوړي. هیواد مشر غني، و کولای سوه، د ولایاتو د اوسیدونکو د ستونزو اوریدو پروسه د ورځو پر ځای یوازي په څو ساعتونو کي را محدوده کړي، داسي چي اغیز یې هم که تر نور کله زیات نه وي، کم به بیخي نه وی.
  3. د امنیتي پیښو مخنیوی: ولایاتو ته د هیواد مشر سفرونه، هیڅ ��له  له خطره خالي نه وي، مطلب دا نه دی چي خامخا به ولسمشر یا د هغه سره تلونکو  چارواکو  ته ګواښ پیښیږي، د ولسمشر د راتګ پر مهال ولایت او سیمه نا امنه ښودلو لپاره، ښايي امنیتي پیښي را منځ ته سي، که هغه کي یو ماشوم هم ژوبل سي،بدبختي زیږوي. د دا ډول سفر پر مهال د نورو خطرونو  او پیښو په اړه تاسو خپله ذهن ځغلولای سی. نو د ویډیويي کنفرانس پر مهال دا هر څه خطرونه صفر ته را کښته کیږي.
  4. ټولو چارو ته لاسرسی: غني په داسي یوه هیواد کي اقتدار تر لاسه کړ، چي ښايي د ستونزو شمېر یې د نفوس له شمېر سره سم وي. په داسي وخت کي ټول پام او وخت یوې ستونزي او یا یوې برخي ته ځانګړي کول، د هیواد په نورو مهمو برخو کي د عدم مدیریت په مانا دی. مثلاً که هیواد مشر و غواړي نن هرات ته سفر وکړي، اړ دی خپل نور ټول کارونه او د نور هیواد ټولي ستونزي شاته کړي، یوازي او یوازي د هرات په اړه فکر وکړي. مګر هیواد مشر توانیدلی د ویډويي کنفرانس په مرسته، څو ساعته د ولایت د خلکو سره خبري وکړي او نور بشپړ کاري وخت د هیواد د نورو چارو په سنبالولو کي بوخت پاته سي.
  5. د مسولینو غبرګون: دا مهمه ده، چي  هیواد مشر ته د وړاندي سوي ستونزي سپیناوی باید له وزیر څخه و غوښتل سي او هغه د ټولو په وړاندي د یو څه تر سره کولو ژمنه وکړي. خو ددې چاري لپاره ښايي ډیر لږ وزیران ولایاتو ته ورسره بوزي، مګر د ویډیويي کنفرانس پر مهال شونې ده غونډه کابینه د کیمرې مخي ته کښېنوي او اولس ته ځواب ترې و غواړي.
  6. د عامه ژوند د خنډونو مخینوی: موږ لیدلي چي کله هیواد مشر او یا کوم بل چارواکی ولایت ته سفر لري، هغه ورځ د عامه ژوند لپاره یو خنډ وی. لاري بندي وی، ګام پر ګام تلاشي وي، ښار ته تلونکي موټر تر یو اوږده انتظار وروسته پرېښودل کیږي او یا بیخي نه پرېښودل کیږي. ولایت، مېلمستون ته ور تلونکي لاري په لري واټن کي تړل سوي وي، که دې، اکثره وخت په تړل سوې سیمه کي د عامه خدماتو ادارې هم ایساري پاته سي، هغه چاري چي په دې ورځ د ولایت او نورو دولتي ادارو لخوا د ولس لپاره اجرا کیږي په ټپه دریږي. هر ریس په تالار کي د میلمه هر کلي ته ولاړ وي. خو د ویډيويي کنفرانس له لاري له اولس سره مخ کیدل دا ټول څه نفي کوي.
  7. کاري سرعت: که هیواد مشر غني و غواړي هره اونۍ د افغانستان ټولو ولایاتو ته سفر وکړي نو اته نیمي میاشي په بر کي نیسي. پرته له دې چي کومه ستونزه را منځ ته سي او یا کوم سفر شاته یا مخته سي. ښه نو وروستی ولایت ته چي د سفر نوبت رسیږي، هغوی به د غني پر دې خبري څومره شکونه پیدا کړي وي، چي هیڅ افغان تر هیڅ افغان غوره او هیڅ افغان تر هیڅ یوه کم نه دی؟ بله ستونزه به دا وي، چي دا به تر شاوخوا یو کال وروسته څرکندیږي چي د افغانستان ټول ولایتونه په کومه برخه کي ډیری ستونزي لري او د حل لار یې څه ده. مګر که ولایتي چارواکي فعال و اوسي او غونډي جوړي کړای سي، غني کولای سي په یوه ورځ کي د دوو ولایاتو له اوسیدونکو سره و ګوري، کنه هره ورځ خو بیخي شونې ده. که په دوو ورځو کي یو ولایت سره کنفرانس تر سره سي نو دوو میاشتو کي به ټول ولایات عذز سوي او ستونزي به یې را ټولي او د حل په لارو چارو به یې لاس پوري کیږي.
  8. د ولایتي چارواکو کنټرول: دا څرګنده ده چي نه هره ورځ هیواد مشر ولایاتو ته سفرونه کولای سي او نه هم، هر اولسي وګړي ته دا زمینه برابره ده چي مخامخ تر هیواد مشره خپل شکایت ورسوي. ځکه نو ولایتي چارواکي پرته له کوم ډاره په شخصي ګټو پسي پایڅې بډ ولي، خو که دا احساس کړي، چي هیواد مشر که هر وخت و غواړي د خلکو سره مخ کیدای سي، ښايي لږ خپله لمن پسي ور ټوله کړي.

ویډويي کنفرانس یو ساده او بې لګښت کار دی، خو ګټي او ښېګڼي یې ډیري دي. دا د نوي ټکنالوژۍ برکت دی. د ویډیويي کنفرانس دې طرحي ته په کتو سره دا ډاډ تر لاسه کولای سو چي، هیواد مشر غني به د نورو مهمو چارو تر سره کولو لپاره هم له ټکنالوژۍ زیات کار واخلي، چي بیله شکه شفافیت، سرعت، بچت او امنیت به ورکي نغښتي وي.

د ویډیويي کنفرانس ښېګني ښايي زیاتي وي، خو زما برداشت ورنه دومره وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *