د۱۹۴۱ کال د جنوري په لومړۍ نېټې د متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین روزولټ خپل انتخاباتي سیال وینډیل ویلکي چې په ټاکنو کې ناکام شوی وو سپینې ماڼۍ ته وغوښت. وینډیل لا ولسمشر روزولټ ته په مخامخ څوکۍ ناست نه وو چې د نوموړي له ارشد مشاور هري هاپکینز څخه یې شکایتونه شروع کړل. ولسمشر روزولټ په آرامۍ ورته وویل، “ښاغلی وینډیل ! زه په داسې یوې خونې کې ناست یم، چې هر څوک راننوځۍ له ما څخه د یوه شي طمع لري او ډیری خبرې د خپلو شخصي ګټو لپاره کوي. خو زه یوه داسې کس ته اړتیا لرم چې هر کار او خبره زما او د متحده ایالاتو لپاره وکړي او په خپلو تصمیمونو کې له فکر او زړه دواړو کار واخلي. اجازه راکړئ درته ووایم چې زه دا ځانګړتیاوې یوازې په خپل مشاور کې وینم او بس.”

هري هاپکینز ته ولسمشر روزولټ د مشکل کشا لقب ورکړی وو او دومره باور یې پرې درلود چې د شوروي اتحاد د وخت مشرانو چارچیل او سټالین سره د خبرو اترو لپاره به یې یوازې لېږه او په یوې خونې کې به یې ورسره په نړیوالو سیاستونو او د امریکا په ګټو ناندرۍ وهلې. روزولټ وایي، چې زما د ولسمشرۍ په دوره کې له ما څخه زما سلاکار ډېرو حساسو استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی درلود.

د ولسمشر روزولټ وخت پوره شو، دی او مشاور دواړه یې له سپینې ماڼۍ ولاړل. وروسته په ډېرو مرکو کې روزولټ له ډېرو مهمو معلوماتو څخه پرده پورته کړه خو مشاور یې د ژوند تر پایه خاموشي اختیار کړې وه او هیڅ ژورنالیست په دې بریالی نشو چې حتی د یوه عبارت په اندازه مهم معلومات ورڅخه تر لاسه کړي.

دا کیسه مې د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار له وروستیو څرګندونو پورې دلته ولیکله. زه د سیاست د مکتب شاګرد نه یم او نه پکې تجربه لرم، خو د یوه افغان په توګه اوسنېو سیاسي جریانونو ته په کتو دومره ویلی شم چې زمونږ په اوسني او تیر حکومتونو کې د ډېرو سترو سیاسي پوسټونو خاوندان لا د سیاست په علم کې د کودکستان د ماشومانو په اندازه پوهه لري. هغه خبرې چې ډاکټرعبدالله او د تیر حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر سپنتا د سټراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وکړې او هغه رازونه چې یې افشا کړل، او یا یې د افشا کولو ګواښ وکړ قسم ده که د نورو هیوادونو د سیاسي علومو پوهنځیو د لیسانیس دورې محصلین یې هم وکړي.
مونږ لا ډیر وخت لرو چې ځانونه جوړ کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *