حلال یعقوبي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د عمرې حج د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ او تیره ورځ له ګڼو لاسته راوړنو سره کابل ته راستون شو، د ولسمشر دا سفر له لاسته راړنو ډک سفر وو، دا چې دا لاسته راوړنې څه دي؟ دلته پرې بحث کوم.

که څه هم د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې اترې ښې رواني وې، خو په دې وروستیو کې د راپورونو له مخې چې د دغو خبرو پروسه ټکنۍ شوې ده.

د بې بې سي پښتو ویبپاڼې د یو خبر له مخې چې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ خبرې له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلي.

کابل ته د حزب اسلامي د راغلي پلاوي مشر امین کریم هم ویلي وو چې په خبرو اترو کې لوړې ژورې د دغه بهیر یو طبیعي اصل دی، او د حزب او افغان حکومت ترمنځ په درېیو اختلافي ټکو لا هم خبرې روانې دي.

پورته مواردو ته په کتو سره د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې روانې خبرې ټکنی شوې وې، دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلامي حزب عربي ممالکو ته نژدې پاتې شوی، او لا هم ورسره نژدې اړیکې لري، د بن د کنفرانس د جوړیدو پر مهال د قطر ولسمشر د دغه کنفرانس ټول مصارف پدې شرط منلي وو چې پدغه کنفرانس کې دې اسلامي حزب ته هم برخه ورکړل شي، اوس کولی شو ووایو چې اسلامي حزب له عربي ممالکو په ځانکړي ډول له سعودي عربستان او قطر سره ښې اړیکې لري، له بل پلوه یو ګڼ شمېر حزبیان همدا مهال پدغه هیواد کې هم میشته دي.

دا چې افغان ولسمشر غوښتل د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ ټکنۍ شوی پروسه یو ځل بیا د سعودي عربستان په مرسته ورغوي چې په همدې موخه یې سعودي عربستان ته سفر کولو پلان لره خو ددې لپاره چې خبره رسنیزه نشي او پر مخ یې خنډونه جوړ نشي نو د عمرې د اداء کولو اعلان یې وکړ، خو له هغه څه څخه چې ولسمشر ویره لرله هماغه وشول، او په کور دننه د سولې د پروسې مخالفینو د ولسمشر د یاد سفر د مخنیوي لپاره په لوې لاس یو شمېر ستونزې جوړې کړي، اټکل داسې کیږي چې په پلازمینه کابل کې د پولیسو په موټریز کاروان برید هم د همدغې ډلې لخوا طرحه او پلې شوی وو، ددې لپاره چې د ولسمشر د یاد سفر مخه ونیسي.

دا ګونګوسه په دوو دلایلو حقیقت ته نژدې ده، یو دا چې د کورنیو چارو اوسنی وزیر تاج محمد جاهد د جمعیت اسلامي ګوند پورې تړاو لري چې یاد ګوند د اسلامي حزب یو رقیب ګوند دی، او بل دا چې په رسنیزو بحثونو کې د شمال ټلوالې د پلویانو له لوري د ولسمشر پر یاد سفر توندې نیوکې او احساساتي خبرې ترڅو د ولس ذهنیت د ولسمشر پر ضد آعیار کړي.

خو بیا هم د سولې د خبرو د بیا رغولو په موخه افغان ولسمشر سعودي عربستان ته لاړ او هلته یې د عربستان له پاچا سره د نورو موضوعاتو سربیره د سولې پر مسئلې هم بحث کړی، د عربستان پاچا د افغانانو په رهبرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ او د هر راز مرستې ډاډ یې څرګند کړی.

که څه هم ولسمشر له ګڼو ننګونو سره مخ وو خو دا چې دا سفر د افغان سولې لپاره اړین وو نو پرته له ځنډه سعودي ته روان شو، په کابل کې د ملي پولیسو په موټریز کاروان برید یو له هغو له مخکې پلان شوو پلانونو څخه وو چې د سولې مخالفینو غوښټل پدې توګه د ولسمشر سفر وځنډوي، خو ولسمشر بیا هم د دغه سفر تابیا وکړ، ولسمشر د خپل سفر پر مهال په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو له استازو سره هم وکتل، مخکې مې وویل چې په سعودي کې ګڼ شمېر حزبیان دمګړۍ میشت دي، ښایي افغان ولسمشر د حزب له ځینو پخواني غړو او قوماندانانو سره هم هلته لیدلي وي، او د سولې د خبرو د بیا رغولو په برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې وي.

پای کې باید ووایم چې افغان ولسمشر د سولې د خبرو د کامیابولو په هڅه کې دی خو په هیواد کې دننه یو شمېر کړۍ نه غواړي چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ خبرې کامیابې شي، او حکمتیار بیرته خپل هیواد ته ستون شي،  دغه ډله خلک له هرې ممکنې لارې غواړي چې د سولې خبرې ټکنې او نکامې کړي.

په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *