ولسمشر په لس باندې یولس بجو وینا پیل کړه.
ولسمشر د خپلې وینا لومړۍ جملې په اوزبیکي پیل کړې. ده په پیل کې د حضرت ابوبکر صدیق د خلافت لومړۍ خطبې ته اشاره وکړه. او ویې ویل چې که مې سم کار ونه کړ، لارې مې برابر کړئ. ولسمشر غني وویل چې:
ملي حکومت د واک وېش نه بلکې د خلکو د خدمت لپاره د وظایفو وېش دی. ده له عبدالله مننه وکړ چې پخپله یې په حکومت کې ګډون وکړ.
ولسمشر وویل: مونږ نور تبعه نه یو، مونږ ټول د وطنداران برابر حقوق او وجایب لرو.
ده وویل چې اجتماعي عدالت د سولې بنیاد دی او بې عدالته سوله نتیجه نه ورکوي. ده وویل چې د ثبات لپاره باید موازي حکومتونه ختم شي او مونږ یې د ختمېدو وعده کوو.
ولسمشر وویل: مونږ غواړو چې هر وزیر او هر وزارت باید د یوه قرارداد په اساس ملي شورا ته راپور وکړي او له وکیلانو غواړم چې له وزیرانو سره دې شخصي ملاقاتونه نه کوي. دغه راز د تقرر یا برطرفۍ خصوصا په امنیتي ادارو کې دې اجتناب وکړي.
ده وویل : عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی . په قضاییه قوه کې فساد بدامني ته لاره اواروي. قضاییه قوه کې دې په یوه میاشت کې دننه د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي چې څوک پکې د مجازات او مکافات وړ دي. ټولې ناتکمیل شوې دوسیې باید ژر تر ژره بشپړې شي. ده وویل چې د څارنوالۍ په چارو کې هم جدي بدلون ته اړتیا ده. څارنوالي باید تر خپلو وظایفو ورهاخوا په نورو چارو کې مداخله ونه کړي. ده د وزارتونو او ادارو تر منځ د تداخل د مخنیوي ژمنه وکړه.
ده وویل چې اداري فساد راته د زغمولو نه دی. ولسمشر وویل چې د افغانستان ټول خلک یو درجه خلک دي او ټول ولایتونه خاص اهمیت لري. او متوازن انکشاف یوه حتمي چاره ده. ولسمشر وویل چې زه او د دولت اراکین به له فساد سره مبارزه له ځانونو پیلوو.
ده وویل: مونږ لا هم پنځه میلیونه مهاجرین لرو او چې څو پورې د وطن دا بچي د باندې وي زموږ ټولنه نیمګړې ده.
ده د خپلې مېرمنې مننه وکړه چې همېشه یې د مهاجرو مرسته کړې ده او هیله ده چې دغه کار ته د رضاکار فعالیت په توګه ادامه ورکړي.
ولسمشر وویل چې زمونږ امنیت به هغه وخت تامین کېږي چې د ځواک استعمال مشروع وي او په همدې خاطر به غیرقانوني وسله وال خپل فعالیت ته پرې نه ږدو.
د بدامنۍ یو علت په امنیتي ارګانونو کې فساد دی او فاسدانو ته باید جزا ورکړ شي.
ده وویل چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ ګاونډي په خلاف استفاده ونه شي او دغه توقع له ګاونډیو هم لرو.