تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: تاند ته د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د هغې احتمالي هوکړې متن رسېدلی دی چې له مخې به یې عبدالله د ولسمشر غني مامور او د مصالحې عالي شورا مشر وي.

 دا هوکړه په دریو برخو سوله، حکومتولۍ او اصلاحاتو باندې راڅرخي چې په کې دا موارد د روان بحران د حل مهم مسایل بلل شوي دي.

هوکړه کې راغلي چې حکومت به د مصالحې عالي شورا جوړوي او د سولې د ټولو چارو مشري به یې عبدالله عبدالله ته ورکوي، ولسمشر به د دغې شورا د رهبرۍ غړی وي او د مصالحې عالي شورا دفتر به هم د عبدالله اوسنی لاندې کړی ځای سپېدار ماڼۍ وي.

 په هوکړه کې راغلي چې د عبدالله د ثبات او همپالنې د ټیم مرستیالان به د مصالحې عالي شورا ځانګړي استازي وي چې دا شورا به د سولې ټولې چارې تصویب، تثبیت او رهبري کوي.

په دغه احتمالي هوکړه کې زیاته شوې ده چې د مصالحې عالي شورا پرېکړې به د غړو د رایو په اکثریت سره کېږي او د غونډو ریاست به یې د ولسمشر او عبدالله لخوا کېږي.

 همدا راز به د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مصالحې عالي شورا د دارالانشاء او سکرتریت دنده مخته وړي او د شورا د رئیس امر به مني او د مصالحې شورا مقررۍ به هم  د عبدالله لخوا کېږي.

 په هوکړه کې د مصالحې شورا یوه خپلواکه بودیجوي اداره بلل شوې چې مالیې وزارت او نړیوال بنسټونه به پيسې ورکوي.

 د مصالحې شورا ته به د ولسمشر د مرستیالانو په شان پروتوکول ورکول کېږي.

 په حکومت کې هم عبدالله عبدالله ته د ونډې ورکولو اشاره شوې چې د اعلي سرقومندان مرستیال به د ملي امنیت شورا غړی او د ثبات او همپالې ټیم سړی وي.

 په دې احتمالي هوکړه کې چې تر اوسه هیڅ لوري رسما تایید کړې نه ده خو جزییات یې یوې سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط له تاند سره شریک کړي، ویل شوي چې د حکومت پنځوس سلنه څوکۍ به د عبدالله ټیم ته ورکول کېږي او تغییر او تبدیل به هم د عبدالله او ولسشمر په مشوره ترسره کېږي.

که څه هم د عبدالله د ټیم دوه غړو فضل احمد معنوي او فریدون خوځون په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې، خو د همدغه ټیم ګڼو غړو تاند ته د نوم نه اخیستلو په شرط وویل، له ارګ سره د جنجال تر ټولو لویه موضوع عبدالله ته د امتیازاتو په پام کې نیول و، چې تر اوسه ولسمشر غني ډیر شیان نه منل او د صدراعظمۍ په اړه یې سره کرښه دوی ته د نه منلو راکښلې وه.

په عین حال کې د ارګ یوې سرچینې، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې عبدالله عبدالله، انوارالحق احدي او د ثبات او همپالنې ټیم ګڼ نور مشران له یوې داسې هوکړې سره موافق دي چې پر اساس یې عبدالله د مصالجې د شورا رييس وي او یو لړ امتیازونه ورته ومنل شي خو صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود لا هم په دې ټینګار کوي چې د دوی د ټیم غړی دې صدراعظم وټاکل شي هغه چوکۍ چې د افغانستان په اساسي قانون کې نشته.

7 thoughts on “د ولسمشر غني او عبدالله احتمالي هوکړه، عبدالله د غني ماموریت مني”
  1. که نیم حکومت د گل مرجان له خوا تاکل کیزي، دا خو بیا همهغه پخواني دوه سره حکومت شو. والله که افغانان تری خیر وونیي

  2. که چیری داجوړجاړی په دغه ډول وی کوم چه تندخپورکړی دی.
    داهمهغه دملی وحدت حکومت دی یوازی نوم ئی بدل دی
    باید دجوړجاړی اوویش په منځ کی جوت توپیر ولرو.داچه ښاغلی عبداالله ۵۰٪ کابینه هم مقررولی شی اودده واک کی ئی
    ټولی چاری دی بیا نودولسمشر یوازی نوم پاتی شو اوهره ستونځه چه راولاړیږی مسؤلیت دولسمشرپه غاړه دی.

  3. که چیری په دغه تړون کی د څو سلنی اویا هر ‌‌‌‌‌‌ډول ټاکلو صلاحیت ګل مرجان ته ورکړ شی بیا نو هغه پخواني خره به بیا رالنګه شی چی صرف کته به یی بدله وی لکه زمونږ د دری ژبی متل دئ چی وایی امو خرک امو درک . د دي ترڅنګه دا د قدرت لیونیان بیا کله پخپل مینڅ کی سره جوړیږی ، نو که چیري ولس مشر پخپل پخوانی دریځ ټنګار وکړی ، او د زوریدلی ملت غوښتنو ته ژمن پاتی شی بیا به زمونږ د لوی افغانستان د راتولونکی تاریخ دوم سردار داود وی . په درنښت. مالیار

  4. که دا واقعيت وي نو ټاکنې بيا هيچ معنى نه لري او ټول واک د عبدالله ته پريږدي. مونږ عبدالله ته په واک کې دونډې خلاف نه يو خو داډول هوکړه به دافغانستان ملا ماته او ديو ترټولو بد فرهنګ بنسټ( داساسي قانون نقص) به افغانانو ته په ميراث پاتې شي چې جبران به يې ډير مشکل وي.

  5. دا لعنتي. عبدالا به په کومو سترګو نړيوالوته ګوري چه زه څوک يم دا کار يواځي هغه څوک کولاشي نه پوهيږم هيڅ نوم نه شم ورته پيدا کولاي خو د بشريت په تاريخ کي داسي يو موجوديت کي بيله عبدلا نه نه تير شوي او نه به راشي
    افسوس په خپلوهغو وطن مينو تاجکو ورڼو کوم چه څومره د عبدلله په سياست او ناه حقه واکداري بدنامه شول ځکه چه عبدلا خپله ځان د تاجکو نماينده بولي

  6. خدای خبر چی دا سه لوبه روانه ده زه خو ورته هیرانه پاتی یم چی ګل مرجان نورسه غواړی اوغنی خو حکومت نوم وشرمه وو چی حکومت کولی نه شی غول دی اوخوړل چی بیا هم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *